هجرت
څپرکی 9
بیا څښتن حضرت موسیٰ ته وفرمایل: <فرعون ته ورشه او ورته ووایه چې د عبرانیانو څښتن خدای داسې فرمایي: زما قوم پرېږده چې لاړ شي او زما عبادت وکړي.
2 که چېرې ته بیا د هغوی د پرېښودلو څخه انکار وکړې،
3 زه به تاته سزا درکړم او ستا حیوانات یعنې اسونه، خره، اوښان، رمې او پادې به په خطرناکه ناروغۍ باندې اخته کړم.
4 زه به د اسراییلیانو او مصریانو د حیواناتو ترمنځ فرق وکړم او د اسراییلیانو یو حیوان به هم مړ نه شي.
5 ما څښتن سبا ورځ د دې کار دپاره ټاکلې ده.>
6 په راتلونکې ورځ څښتن په خپلې خبرې باندې عمل وکړ. د مصریانو ټول حیوانات مړه شول، مګر د اسراییلیانو یو حیوان هم مړ نه شو.
7 فرعون د دې خبرې د څېړنې دپاره نفر ولېږل او معلومه شوه چې د اسراییلیانو یو حیوان هم مړ شوی نه ؤ. بیاهم د هغه زړه سخت ؤ او د اسراییلو قوم یې تګ ته نه پرېښوده.
8 بیا څښتن حضرت موسیٰ او حضرت هارون ته وفرمایل: <له تنور څخه یو څو لپې ایرې راواخلئ چې موسیٰ یې د فرعون په مخکې په هوا کې وشیندي.
9 هغه به د مصر په ټول هېواد کې لکه د دوړې په شان خپره شي او په هرځای کې به په خلکو او حیواناتو باندې دانې وخېژي چې زخمونه به ورڅخه پیدا شي.>
10 نو هغوی لږه ایره د ځانه سره واخیستله او د فرعون په مخکې ودرېدل. حضرت موسیٰ هغه په هوا کې وشیندله او له هغې څخه دانې پیدا شوې او په خلکو او حیواناتو باندې یې زخمونه جوړ کړل.
11 جادوګران د حضرت موسیٰ په مقابل کې نه شول درېدلی ځکه چې د هغوی بدنونه هم لکه د نورو مصریانو په شان د دانو څخه ډک وو.
12 مګر څښتن د فرعون زړه سخت کړ او لکه څنګه چې هغه حضرت موسیٰ ته فرمایلي وو، فرعون د حضرت موسیٰ او حضرت هارون خبرو ته غوږ ونه نیوه.
13 څښتن حضرت موسیٰ ته وفرمایل: <سبا سهار وختي پاڅه او د فرعون سره ووینه او هغه ته ووایه چې د عبرانیانو څښتن خدای داسې فرمایي: زما قوم پرېږده چې لاړ شي او زما عبادت وکړي.
14 زه به دا ځل یوازې ستا درباریانو او ستا خلکو ته سزا نه ورکوم بلکه تاته به هم سزا درکړم، ترڅو پوه شې چې په ټوله دنیا کې زما په شان بل خدای نشته.
15 که چېرې ما ته او ستا قوم په ناروغۍ باندې اخته کړي وای، اوس به تاسو د ځمکې له مخ څخه ورک شوي وای.
16 مګر د دې دپاره مې ژوندی ساتلی یې چې تاته خپل قدرت وښایم او زما نوم په ټوله دنیا کې مشهور شي.
17 بیاهم په خپل ځان باندې غره یې او زما قوم ته د تګ اجازه نه ورکوې.
18 سبا دا وخت به زه داسې سخته ږلۍ واوروم چې هیڅکله د مصر په تاریخ کې نه وي شوې.
19 اوس حکم ورکړه چې ستا ټول حیوانات او هرڅه چې په پټیو کې دي یو پناه ځای ته راوړي. ځکه هغه خلک او حیوانات چې په پټیو کې دي په هغوی باندې به ږلۍ واوریږي او ټول به مړه شي.>
20 د فرعون ځینې درباریان د څښتن د دې خبرې څخه ووېرېدل او په چټکۍ سره یې خپل غلامان او حیوانات دننه راوستل.
21 نورو د څښتن خبرداري ته غوږ ونه نیوه او خپل غلامان او حیوانات یې په پټیو کې پرېښودل.
22 بیا څښتن حضرت موسیٰ ته وفرمایل: <خپل لاس د اسمان خواته اوږد کړه نو په ټول مصر، په خلکو، په حیواناتو او هرڅه چې د مصر په ځمکه کې شنه کیږي په هغوی باندې به ږلۍ واوریږي.>
23 کله چې حضرت موسیٰ خپله امسا د اسمان خواته اوږده کړه، څښتن تندر او ږلۍ نازله کړه او برېښنا په ځمکه باندې پړکېدله.
24 ږلۍ واورېدله او برېښنا پرله پسې پړکېدله. دا د مصر په تاریخ کې ترټولو بد طوفان ؤ.
25 په ټول مصر کې هرڅه چې په پټیو کې وو، د ټولو خلکو او حیواناتو سره ږلۍ له منځه یوړل. ږلۍ د پټیو بوټي هم له منځه یوړل او ټولې ونې یې ماتې کړې.
26 یوازې په جوشن کې چې اسراییلیان په کې اوسېدل ږلۍ ونه اورېدله.
27 فرعون حضرت موسیٰ او حضرت هارون راوغوښتل او ورته ویې ویل: <دا ځل ګناه زما ده. څښتن په حقه دی او زه او زما قوم ملامت یو.
28 څښتن ته دعا وکړه چې مونږ د دې تندر او ږلۍ څخه تنګ شوي یو. زه به تاسو پرېږدم چې لاړ شئ. تاسو نور مجبور نه یئ چې دلته پاتې شئ.>
29 حضرت موسیٰ هغه ته په ځواب کې وفرمایل: <کله چې زه د ښار څخه ووزم، زه به څښتن ته په دعا کې لاسونه پورته کړم. تندر به ودریږي او ږلۍ به نوره ونه اوریږي، نو ته به پوه شې چې څښتن د ټولې دنیا خاوند دی.
30 مګر زه پوهېږم چې ته او ستا درباریان لا تر اوسه پورې د څښتن خدای څخه نه وېرېږئ.>
31 د کتان بوټي او اوربشې له منځه لاړل، ځکه چې اوربشې پخې وې او د کتان بوټو غوټۍ کړې وې.
32 مګر د غنمو فصلونه له منځه نه وو تللي ځکه چې هغه وروسته پخیږي.
33 بیا حضرت موسیٰ د فرعون څخه لاړ او له ښار څخه ووت. هغه څښتن ته خپل لاسونه پورته کړل او تندر او ږلۍ ودرېدل او په ځمکه باندې نور باران ونه اورېده.
34 کله چې فرعون ولیدل چې باران، ږلۍ او تندر ودرېدل هغه بیا ګناه وکړه. هغه او درباریانو یې خپل زړونه سخت کړل.
35 نو لکه څنګه چې څښتن د حضرت موسیٰ په وسیله فرمایلي وو، فرعون اسراییلیان پرېنښودل چې لاړ شي.