هجرت

1 2 3 4 5 6 7 8 9 10 11 12 13 14 15 16 17 18 19 20 21 22 23 24 25 26 27 28 29 30 31 32 33 34 35 36 37 38 39 40


څپرکی 25

څښتن حضرت موسیٰ ته وفرمایل:
2 <اسراییلیانو ته ووایه چې ماته یوه نذرانه راوړي. ته باید زما دپاره د هغه چا څخه نذرانه واخلې چې زړه یې غواړي وریې کړي.
3 دا هغه نذرانې دي چې ته یې باید د هغوی څخه واخلې: سره زر، سپین زر او برنج،
4 ښه کتان، آبي، بانجاني او سرې وړۍ، هغه ټوکر چې د وزو د وړیو څخه جوړ شوی وي،
5 سره رنګ شوي د پسه پوستکي، ښه څرمن، د غز لرګی،
6 د څراغونو دپاره د زیتون تېل، د مسح کولو د تېلو او د خوشبویۍ دپاره مسالې،
7 سلیماني تیږې او نورې قیمتي تیږې چې د مشر کاهن په مقدس پېشبند او د هغه په سینه پوښ باندې ولګول شي.
8 بیا په خلکو باندې زما دپاره یوه مقدسه خېمه جوړه کړه ترڅو وکولی شم د هغوی په منځ کې واوسېږم.
9 دا خېمه او د هغې ټول سامان کټ مټ د هغې نقشې په مطابق جوړ کړه چې زه یې درته ښایم.
10 په هغوی باندې د غز د لرګي څخه یو صندوق جوړ کړه چې یو متر او لس سانتي اوږد وي، پنځه شپېته سانتي پلن وي او پنځه شپېته سانتي لوړ وي.
11 د هغه منځنۍ او بیرونۍ برخې ته د سوچه سرو زرو پوښ ورکړه او ګردچاپېره څنډې یې د سرو زرو څخه جوړې کړه.
12 د هغه دپاره څلور د سرو زرو کړۍ ګانې جوړې کړه او هغه په څلورو پایو باندې وتړه، یعنې دوه کړۍ ګانې په یو خوا او دوه په بلې خوا.
13 د صندوق د وړلو دپاره د غز د لرګي څخه دوه میلې جوړې کړه او د سرو زرو پوښ ورته ورکړه.
14 هغه میلې هغو کړیو ته چې د صندوق په څنګونو کې دي ورننباسه ترڅو صندوق ورباندې یوړل شي.
15 میلې دې په کړیو کې پاتې شي او هغه باید راونه ایستل شي.
16 بیا به د تیږو هغه دوه لوحې چې حکمونه ورباندې لیکل شوي دي درکړم چې هغه په صندوق کې کېږدې.
17 د صندوق سرپوښ چې کفاره ورباندې ادا کیږي د سوچه سرو زرو څخه جوړ کړه چې یو متر او لس سانتي اوږد وي او پنځه شپېته سانتي پلن وي.
18 د سرپوښ په سرونو کې د ټکول شویو سرو زرو څخه دوه کروبیان جوړ کړه.
19 یو کروب په یو سر او دوهم کروب په بل سر کې جوړ کړه. په دوو سرونو کې د سرپوښ سره کروبیان د سرو زرو د یوې ټوټې څخه جوړ کړه.
20 د کروبیانو وزرونه دې پورته خپاره شوي وي چې په سرپوښ باندې سیوری وکړي. کروبیان دې یو بل ته مخامخ وي او د سرپوښ خواته دې ګوري.
21 په صندوق کې د تیږو دوه لوحې کېږده او هغه سرپوښ د صندوق دپاسه کېږده.
22 زه به د سرپوښ دپاسه د دوو کروبیانو ترمنځ چې د لوظ په صندوق باندې دي ستا سره لیدنه کتنه وکړم او د اسراییلو د قوم دپاره به خپل ټول حکمونه درکړم.
23 د غز د لرګي څخه یو داسې مېز جوړ کړه چې نوي سانتي اوږد وي، پنځه څلوېښت سانتي پلن وي او پنځه شپېته سانتي لوړ وي.
24 هغه ته د سوچه سرو زرو پوښ ورکړه او د هغه ګردچاپېره څنډې د سرو زرو څخه جوړې کړه.
25 همدارنګه د هغه ګردچاپېره یو چوکاټ جوړ کړه چې پراخوالی یې پنځه اویا ملي متره وي او په چوکاټ باندې د سرو زرو څنډې جوړې کړه.
26 د مېز دپاره څلور د سرو زرو کړۍ ګانې جوړې کړه او په هغو څلورو کنجونو کې چېرته چې څلور پایې دي وتړه.
27 کړۍ ګانې دې چوکاټ ته نژدې وي، د دې دپاره چې هغه میلې ونیسي چې د مېز په وړلو کې ورڅخه کار اخیستل کیږي.
28 د غز د لرګي څخه میلې جوړې کړه، د سرو زرو پوښ ورته ورکړه او مېز ورباندې وړئ.
29 ټولې کاسې، قابونه او د څښلو د نذرانو دپاره منګي او جامونه دې د سوچه سرو زرو څخه جوړ شي.
30 مېز باید د لوظ د صندوق مخې ته کېښودل شي او په هغه باندې دې همېشه هغه مقدسه ډوډۍ چې ماته نذرانه کیږي پرته وي.
31 د سوچه سرو زرو څخه یو څراغدان جوړ کړه او د هغه پایه او میله، د هغه د پیالو په شان ګلان، غوټۍ ګانې او ګلپاڼې د ټکول شویو سرو زرو څخه جوړ کړه چې ټول د یوې ټوټې سرو زرو څخه جوړ شوي وي.
32 شپږ څانګې دې د څراغدان د څنګونو څخه غزېدلې وي یعنې درې د یو څنګ څخه او درې د بل څخه.
33 درې پیالې چې شکل یې د بادام د ګل په شان دی، د غوټیو او ګلپاڼو سره باید په یوې څانګې باندې وي، درې په بلې څانګې باندې او همدا ډول د شپږو واړو څانګو دپاره چې د څراغدان څخه غزیږي.
34 په خپله په څراغدان باندې دې څلور د بادام د ګل په شان پیالې وي، د غوټۍ ګانو او ګلپاڼو سره.
35 یوه غوټۍ به د څانګو د اولې جوړې لاندې وي چې د څراغدان څخه غزیږي، دوهمه غوټۍ د دوهمې جوړې لاندې او دریمه غوټۍ د دریمې جوړې لاندې یعنې ټولې شپږ څانګې.
36 غوټۍ ګانې، څانګې او څراغدان دې د ټکول شویو سوچه سرو زرو د یوې ټوټې څخه وي.
37 د څراغدان دپاره اووه څراغونه جوړ کړه او ویې دروه ترڅو مخې ته رڼا ورکړي.
38 د هغه پلته پاکوونکي او پتنوسونه دې د سوچه سرو زرو وي.
39 د څراغدان او د هغه د ټول سامان په جوړولو کې د څلوردېرشو کیلوګرامه سوچه سرو زرو څخه کار واخله.
40 دې خبرې ته پام وکړه چې دا د هغې نقشې په مطابق جوړ کړې چې ما درته په غره باندې دروښودله.