هجرت

1 2 3 4 5 6 7 8 9 10 11 12 13 14 15 16 17 18 19 20 21 22 23 24 25 26 27 28 29 30 31 32 33 34 35 36 37 38 39 40


څپرکی 7

څښتن حضرت موسیٰ ته وفرمایل: <زه به تا فرعون ته لکه د خدای په شان کړم او ستا ورور هارون به ستا د پیغمبر په توګه د هغه سره خبرې کوي.
2 زه چې تاته د هر شي په باره کې حکم کوم، هغه هارون ته ووایه او هغه به فرعون ته ووایي چې اسراییلیان پرېږدي چې د مصر د خاورې څخه لاړ شي.
3 ‏-
4 مګر زه به د فرعون زړه سخت کړم او هغه به ستا خبرو ته غوږ نه نیسي. حتیٰ که زه ډېرې وېروونکې معجزې هم هغه او مصریانو ته وروښایم هغه به درته غوږ ونه نیسي. بیا به زه په مصر باندې سخت عذاب نازل کړم او د خپل قوم قبیلې به له هغه ځای څخه وباسم.
5 کله چې زه مصریانو ته خپل قدرت وښایم او اسراییلیان د هغوی له وطنه وباسم، بیا به هغوی پوه شي چې زه څښتن یم.>
6 څنګه چې څښتن په حضرت موسیٰ او حضرت هارون باندې امر کړی ؤ، هغوی هماغسې وکړل.
7 هغه وخت چې هغوی د فرعون سره خبرې وکړې، حضرت موسیٰ د اتیا کالو او حضرت هارون د دري اتیا کالو په عمر ؤ.
8 څښتن حضرت موسیٰ او حضرت هارون ته وفرمایل:
9 <که چېرې فرعون تاسو ته ووایي چې ماته یوه معجزه وښایئ، بیا هارون ته ووایه چې خپله امسا راواخله او د فرعون په مخکې یې وغورزوه او هغه به په مار بدله شي.>
10 نو حضرت موسیٰ او حضرت هارون فرعون ته ورغلل او هماغسې یې وکړل څنګه چې څښتن ورباندې امر کړی ؤ. حضرت هارون خپله امسا د فرعون او د هغه د درباریانو په مخکې وغورزوله او هغه په مار بدله شوه.
11 بیا فرعون خپل حکیمان او جادوګران راوغوښتل. هغوی هم د خپلې جادو په وسیله دا کار وکړ.
12 هغوی هر یو خپلې امساګانې په ځمکه وغورزولې او هغه امساګانې په مارانو بدلې شوې. مګر د حضرت هارون مار هغه نور ماران روغ تېر کړل.
13 بیاهم د فرعون زړه سخت پاتې شو او څنګه چې څښتن فرمایلي وو، فرعون حضرت موسیٰ او حضرت هارون ته غوږ ونه نیوه.
14 بیا څښتن حضرت موسیٰ ته وفرمایل: <د فرعون زړه ډېر سخت دی او د اسراییلو قوم نه پرېږدي چې لاړ شي.
15 سهار کله چې فرعون د نیل سیند ته ځي خپله امسا چې په مار بدله شوې وه هغه هم د ځان سره یوسه او د سیند په غاړه هغه ته انتظار وکړه.
16 بیا هغه ته ووایه: څښتن د عبرانیانو خدای زه رالېږلی یم چې تاته داسې ووایم: زما قوم پرېږده چې دښتې ته لاړ شي او هلته زما عبادت وکړي. مګر تر اوسه پورې دې ورته توجه نه ده کړې.
17 اعلیحضرته، څښتن داسې فرمایي: زه به داسې کار وکړم چې ته پوه شې چې زه څښتن یم. اوس ګوره، دا امسا چې زما په لاس کې ده، په دې به د نیل د سیند اوبه ووهم او هغه به په وینه بدلې شي.
18 د سیند ماهیان به مړه شي او د نیل سیند به بد بوی کوي. مصریان به نه شي کولی چې له هغه څخه اوبه وڅښي.>
19 څښتن حضرت موسیٰ ته وفرمایل: <هارون ته ووایه چې خپله امسا د ځان سره یوسي او د مصر د اوبو یعنې ویالو، نهرونو او ډنډونو خواته یې ونیسي چې هغه به په وینه بدلې شي. د مصر په هرځای کې به اوبه په وینه باندې بدلې شي، حتیٰ د خلکو په کورونو کې به هم د لرګیو په لوښو او د تیږو په منګیو کې وینه وي.>
20 بیا حضرت موسیٰ او حضرت هارون د څښتن په امر باندې عمل وکړ. د فرعون او د هغه د درباریانو په حضور کې حضرت هارون خپله امسا پورته کړه او د سیند اوبه یې په هغې ووهلې او ټولې اوبه چې په کې وې په وینه بدلې شوې.
21 د سیند ماهیان مړه شول او سیند دومره ډېر بد بوی کاوه چې مصریانو نه شو کولی چې له هغه څخه اوبه وڅښي. د مصر په هر ګوټ کې وینه وه.
22 بیا د فرعون جادوګرانو هم د خپلې جادو په وسیله همداسې عمل سرته ورساوه او د فرعون زړه د مخکې په شان سخت پاتې شو. لکه څنګه چې څښتن فرمایلي وو، فرعون د حضرت موسیٰ او حضرت هارون خبرو ته غوږ ونه نیوه.
23 د دې په ځای چې هغه دې خبرې ته پام وکړي، هغه تاو شو او بېرته خپلې ماڼۍ ته لاړ.
24 ټولو مصریانو د نیل د سیند غاړه وکیندله چې د څښلو اوبه راپیدا کړي، ځکه چې هغوی نه شو کولی د سیند اوبه وڅښي.
25 د هغه وخت څخه چې څښتن د نیل د سیند اوبه په وینه باندې بدلې کړې پوره اووه ورځې تېرې شوې.