هجرت

1 2 3 4 5 6 7 8 9 10 11 12 13 14 15 16 17 18 19 20 21 22 23 24 25 26 27 28 29 30 31 32 33 34 35 36 37 38 39 40


څپرکی 26

د لسو داسې پردو څخه یوه مقدسه خېمه جوړه کړه چې د ښه کتان او د آبي، بانجاني او سرو وړیو څخه وي او په پردو کې یې د کروبیانو نقش ګلدوزي شوی وي.
2 د ټولو پردو اندازه دې یوشان وي، دولس متره دې اوږدې او دوه متره دې پلنې وي.
3 د دې پردو څخه پنځه په یوه جوړه کې سره یوځای کړه او بیا نورې پنځه پردې په دوهمه جوړه کې.
4 په هره جوړه کې د بیرونۍ پردې په څنډه باندې د آبي رنګه ټوټې کړۍ ګانې جوړې کړه.
5 پنځوس کړۍ ګانې په یوې پردې باندې او پنځوس د بلې جوړې په اخرنۍ پردې باندې جوړې کړه چې دا کړۍ ګانې یو بل ته مخامخ وي.
6 بیا د سرو زرو پنځوس چنګکونه جوړ کړه او د پردو په یوځای تړلو کې ورڅخه کار واخله ترڅو ټوله یوه خېمه ورڅخه جوړه شي.
7 د خېمې د پټولو دپاره د وزو د وړیو څخه پردې جوړې کړه. ټولې دې یوولس دانې وي.
8 یوولس واړه پردې دې په یوه اندازه وي، یعنې دیارلس متره دې اوږدې او دوه متره دې پلنې وي.
9 پنځه پردې په یوه جوړه کې یو تر بله سره وګنډه او نورې شپږ په بله جوړه کې. شپږمه پرده د خېمې په مخکینۍ برخه کې سره غبرګه کړه.
10 پنځوس کړۍ ګانې د یوې جوړې د اخرنۍ پردې په څنډه کې او پنځوس د بلې جوړې د اخرنۍ پردې په څنډه کې جوړې کړه.
11 بیا د برنجو پنځوس چنګکونه جوړ کړه او په کړیو کې یې واچوه چې خېمه سره ونښلوي.
12 د دې پردو اضافه نیمه برخه دې د خېمې شاته ځوړنده شي.
13 د پردې دواړو خواو ته چې نیم متر زیات شوی دی هغه به راځوړند وي چې خېمه ورباندې پټه شي.
14 د خېمې دپاره د پسه د داسې پوستکي څخه پوښ جوړ کړه چې سور رنګ ورکړل شوی وي او په هغه باندې د ښې څرمنې څخه یو پوښ جوړ کړه.
15 د خېمې دپاره د غز د لرګي څخه ولاړ چوکاټونه جوړ کړه.
16 هر چوکاټ دې څلورنیم متره اوږد او پنځه شپېته سانتي پلن وي
17 او باید دوه یوشان نښلوونکې تختې ولري، ترڅو چوکاټونه سره یوځای شي. ټول چوکاټونه دې دا تختې ولري.
18 د خېمې د جنوب خوا دپاره شل چوکاټونه جوړ کړه
19 او څلوېښت د سپینو زرو پایې چې ورلاندې شي، د هر چوکاټ لاندې دې دوه دوه پایې وي د دې دپاره چې دوه تختې یې ونیسي.
20 د خېمې د شمال خوا دپاره شل چوکاټونه جوړ کړه
21 او څلوېښت د سپینو زرو پایې جوړې کړه چې د هر چوکاټ لاندې دوه دوه وي.
22 د خېمې د شا دپاره چې د لوېدیځ خواته ده، شپږ چوکاټونه جوړ کړه
23 او دوه چوکاټونه د خېمې شاته کنجونو دپاره جوړ کړه.
24 دا چوکاټونه باید په دغو دوو کنجونو کې د بېخ څخه نیولې تر سره پورې سره غبرګ کړای شي او په یوې کړۍ کې ولګول شي. دا دواړه کنجونه دې په همدې شان وي.
25 نو اته چوکاټونه او شپاړس د سپینو زرو پایې به وي، د هر چوکاټ لاندې به دوه دوه وي.
26 د غز د لرګي څخه پنځلس اړمونه جوړ کړه، پنځه د هغو چوکاټونو دپاره جوړ کړه چې د خېمې په یوې خوا باندې دي.
27 پنځه د هغو چوکاټونو دپاره چې په بلې خوا باندې دي او پنځه د هغو چوکاټونو دپاره چې شاته د لوېدیځ خواته په آخر سر کې دي.
28 منځنی اړم دې د چوکاټونو تر نیمایي پورې کېښودل شي او د خېمې له یو سر څخه دې تر بل سره پورې وغزیږي.
29 چوکاټونو ته د سرو زرو پوښ ورکړه او په هغو باندې د سرو زرو کړۍ ګانې ولګوه چې اړمونه ونیسي او هغو ته هم باید د سرو زرو پوښ ورکړل شي.
30 خېمه د هغې نقشې په مطابق جوړه کړه چې ما په غره باندې درته دروښودله.
31 د آبي، بانجاني او سرو وړیو او د ښه کتان څخه یوه پرده جوړه کړه چې د کروبیانو داسې نقش په کې وي چې ګلدوزي شوی وي.
32 د غز د لرګي په څلورو ستنو باندې چې د سرو زرو پوښ ورته ورکړل شوی وي او د سپینو زرو په څلورو پایو باندې ولاړې دي، پرده د سرو زرو په چنګکونو باندې راځوړنده کړه.
33 پرده د چنګکونو څخه راځوړنده کړه او د پردې شاته د لوظ صندوق چې دوه د تیږو لوحې په کې دي کېږده. دا پرده به مقدس ځای د ډېر مقدس ځای څخه جلا کړي.
34 د لوظ په صندوق باندې چې په ډېر مقدس ځای کې پروت دی سرپوښ کېږده.
35 هغه مېز د پردې څخه دباندې د خېمې شمال خواته کېږده او څراغدان ورته مخامخ جنوب خواته کېږده.
36 د خېمې د دروازې دپاره د آبي، بانجاني او سرو وړیو او د ښه کتان څخه یوه پرده جوړه کړه چې ګلدوزي په کې شوې وي.
37 د دغې پردې دپاره د سرو زرو چنګکونه جوړ کړه او د غز د لرګي څخه پنځه داسې ستنې جوړې کړه چې د سرو زرو پوښ ورته ورکړل شوی وي. د هغو دپاره پنځه برنجي پایې جوړې کړه.