هجرت

1 2 3 4 5 6 7 8 9 10 11 12 13 14 15 16 17 18 19 20 21 22 23 24 25 26 27 28 29 30 31 32 33 34 35 36 37 38 39 40


څپرکی 34

څښتن حضرت موسیٰ ته وفرمایل: <د اولنیو لوحو په شان د تیږو دوه لوحې تیارې کړه، زه به په هغو باندې هغه خبرې ولیکم چې په اولنیو لوحو باندې لیکل شوې وې او تا ماتې کړې.
2 سبا سهار تیار اوسه او د سینا غره ته راوخېژه او د غره په سر باندې ماته ځان حاضر کړه.
3 ستا سره دې هیڅوک نه راځي او په غره باندې دې په هیڅ ځای کې څوک ونه لیدل شي، حتیٰ رمې او پادې دې هم د غره په لمنه کې نه څري.>
4 نو حضرت موسیٰ د څښتن د امر سره سم د اولنیو لوحو په شان دوه د تیږو لوحې تیارې کړې. هغه سهار وختي پاڅېده او لوحې یې د ځان سره واخیستلې او د سینا غره ته پورته شو.
5 بیا څښتن په ورېځ کې راښکته شو او د هغه سره هلته ودرېد او خپل مقدس نوم یې څښتن اعلان کړ.
6 بیا څښتن د حضرت موسیٰ په مخ کې تېر شو او دا غږ یې وکړ: <زه څښتن یعنې څښتن خدای یم، زه خواخوږی او مهربانه خدای یم. په اسانۍ سره نه په قهرېږم او ډېره مینه او وفاداري کوم.
7 د زرګونو خلکو سره دوامداره مینه کوم او زه بدي، سرغړونه او ګناه بخښم. خو ګناهکاران هیڅکله بې سزا نه پرېږدم او د پلرونو د ګناه سزا به د هغوی اولادونو او لمسیو ته تر دریم او څلورم نسله پورې ورکړم.>
8 حضرت موسیٰ سمدستي په ځمکه پرېوت او په سجده شو.
9 هغه وفرمایل: <ای څښتنه، که چېرې ته په رښتیا سره زما څخه خوشاله یې، نو ستا څخه غوښتنه کوم چې زمونږ سره لاړ شه. که څه هم دا قوم سرزوری دی، خو ته زمونږ بدي او ګناه وبخښه او مونږ د خپل قوم په توګه قبول کړه.>
10 بیا څښتن حضرت موسیٰ ته وفرمایل: <زه اوس د اسراییلو د خلکو سره یو لوظ کوم. زه به د هغوی په مخ کې داسې عجیبه کارونه وکړم چې د دې ټولې دنیا په هیڅ یو قوم کې شوي نه وي. کوم خلک چې تاسو یې په منځ کې اوسېږئ، هغوی به وویني چې زه څښتن ستاسو دپاره څومره هیبتناکه کارونه کوم.
11 نن چې زه تاسو ته کوم حکمونه درکوم هغو ته غاړه کېږدئ. نو بیا به زه اموریان، کنعانیان، حیتیان، فرزیان، حویان او یبوسیان ستاسو له مخې څخه لېرې کړم.
12 کوم وطن ته چې تاسو روان یئ، پام کوئ چې د هغه وطن له اوسېدونکو سره کوم تړون ونه کړئ. که نه، نو د هغوی په دام کې به راګېر شئ.
13 د هغوی د قربانۍ ځایونه وران کړئ، هغه لویې تیږې چې د عبادت دپاره استعمالیږي ماتې کړئ او د اشیره بتان یې راوغورزوئ.
14 د بل خدای عبادت مه کوئ، ځکه څښتن چې نوم یې غیرتي دی، هغه غیرتي خدای دی.
15 پام کوئ چې د هغه وطن د اوسېدونکو سره کوم تړون ونه کړئ، ځکه کله چې هغوی د خپلو خدایانو عبادت کوي او قرباني ورته وړاندې کوي، نو تاسو ته به هم بلنه درکړي او تاسو به بې لارې کړي ترڅو د هغوی قربانۍ وخورئ.
16 که چېرې تاسو د هغوی لورګانې خپلو زامنو ته په نکاح کړئ نو څرنګه چې هغوی د خپلو خدایانو عبادت کوي، نو ستاسو زامن به هم خپلې لارې ته راواړوي.
17 خپلو ځانونو ته د فلز څخه بتان مه جوړوئ.
18 د فطیرې ډوډۍ اختر ولمانځئ. لکه څنګه چې ما په تاسو باندې امر کړی دی، اووه ورځې فطیره ډوډۍ وخورئ. دا کار د ابیب په میاشت کې په ټاکل شوي وخت وکړئ، ځکه چې په دې میاشت کې تاسو له مصر څخه راووتلئ.
19 ستاسو په کورنیو کې هر اولني پیدا شوي نران او ستاسو د رمو او پادو اولني زېږېدل شوي نران بچي زما دي.
20 اولنی زېږېدل شوی خر د یو وري سره بدل کړئ، مګر که چېرې تاسو هغه بدل نه کړ، نو د هغه خر اورمېږ مات کړئ. خپل ټول اولني زامن بېرته په بیه واخلئ.هیڅوک دې ماته تش لاس رانه شي.
21 شپږ ورځې کار وکړئ. مګر په اوومه ورځ ارام وکړئ، حتیٰ د قلبې او لو په وخت کې هم باید کار ونه کړئ.
22 کله چې تاسو د غنمو د اولني حاصل لو کول شروع کوئ نو د لو کولو اختر ولمانځئ او د حاصل د راټولولو اختر په مني کې ولمانځئ.
23 ستاسو ټول نارینه باید په کال کې درې ځلې د اسراییلو څښتن خدای ته د عبادت دپاره راشي.
24 کله چې تاسو په هر کال کې درې ځلې د خپل څښتن خدای حضور ته د عبادت دپاره راځئ نو هیڅوک به په تاسو باندې حمله نه کوي او ستاسو جایداد به نه نیسي. زه به هغه قومونه چې ستاسو په مقابل کې ودریږي لېرې کړم او ستاسو سیمه به پراخه کړم.
25 کله چې تاسو ماته یو حیوان قرباني کوئ نو هغه د خمیرې ډوډۍ سره مه وړاندې کوئ. کوم حیوان چې د فسحې په اختر کې حلالیږي، د هغه د غوښې څخه تر سهاره پورې هیڅ شی مه ساتئ.
26 هر کال د خپل څښتن خدای کور ته د خپل اولني حاصل ډېرې ښې غلې دانې راوړئ.یو سېرلی د خپلې مور په شیدو کې مه پخوئ.>
27 څښتن حضرت موسیٰ ته وفرمایل: <دا خبرې ولیکه، ځکه چې دا د هغه لوظ شرطونه دي چې ستا سره او د اسراییلو د قوم سره مې کړی دی.>
28 حضرت موسیٰ څلوېښت شپې او څلوېښت ورځې د څښتن سره په غره کې پاتې شو، په دې ټوله موده کې هغه نه څه وڅښل او نه یې څه وخوړل. هغه د لوظ خبرې یعنې لس حکمونه په لوحو باندې ولیکل.
29 کله چې حضرت موسیٰ د تیږو د دوو لوحو سره چې حکمونه ورباندې لیکل شوي وو د سینا له غره څخه راښکته شو، نو د هغه مخ ځلېده، ځکه چې هغه د څښتن سره خبرې کړې وې خو هغه ورڅخه خبر نه ؤ.
30 کله چې حضرت هارون او د اسراییلو خلکو د حضرت موسیٰ مخ ولید چې ځلیږي نو هغوی له وېرې حضرت موسیٰ ته ورنژدې نه شول.
31 مګر حضرت موسیٰ هغوی راوغوښتل. نو حضرت هارون او د قوم ټول مشران حضرت موسیٰ ته ورغلل او حضرت موسیٰ د هغوی سره خبرې وکړې.
32 وروسته ټول اسراییلیان حضرت موسیٰ ته نژدې ورغلل او حضرت موسیٰ هغوی ته هغه ټول حکمونه ورکړل کوم چې څښتن هغه ته د سینا په غره باندې ورکړي وو.
33 کله چې حضرت موسیٰ د هغوی سره خپلې خبرې خلاصې کړې، هغه خپل مخ په پردې باندې پټ کړ.
34 مګر کله به چې حضرت موسیٰ مقدسې خېمې ته ورننواته چې د څښتن سره خبرې وکړي، نو خپله پرده به یې لېرې کوله. چې کله به هغه راووت، نو خلکو ته به یې د څښتن حکمونه بیانول
35 او هغوی به لیدل چې د حضرت موسیٰ مخ ځلیږي. تر هغه وخته پورې چې هغه به بیا څښتن ته د خبرو کولو دپاره تله، نو په خپل مخ باندې به یې پرده اچوله.