هجرت

1 2 3 4 5 6 7 8 9 10 11 12 13 14 15 16 17 18 19 20 21 22 23 24 25 26 27 28 29 30 31 32 33 34 35 36 37 38 39 40


څپرکی 12

څښتن په مصر کې حضرت موسیٰ او حضرت هارون ته وفرمایل:
2 <له دې وروسته به دا میاشت ستاسو دپاره د کال اوله میاشت وي.
3 د اسراییلو ټول قوم ته دا لارښودنې ورکړه: د دې میاشتې په لسمه ورځ باید هر سړی د خپلې کورنۍ دپاره یو یو وری یا سېرلی واخلي.
4 که چېرې یوه کورنۍ دومره کوچنۍ وي چې ټول حیوان نه شي خوړلی، نو د خپل نژدې ګاونډي سره دې هغه ووېشي او د خلکو شمېر دې په نظر کې ونیسي. د هر نفر دپاره دې دومره وټاکل شي څومره چې خوړلی شي.
5 تاسو کولی شئ چې پسه او یا وز انتخاب کړئ. مګر هغه باید یو کلن وي او نر وي او کوم عیب هم ونلري.
6 تاسو باید د دې میاشتې تر څوارلسمې ورځې پورې هغه وساتئ، بیا به ټول قوم هغه په ماښام کې حلال کړي.
7 خلک دې لږه وینه واخلي او د دروازې په چوکاټ او د کورونو د دروازو په سرونو باندې دې چې د دې حیواناتو غوښه په کې خوړل کیږي وشیندي.
8 په هماغه شپه دې هغوی غوښه په اور باندې کڅپرکی کړي او د ترخو بوټو او فطیرې ډوډۍ سره دې وخوري.
9 تاسو هغه غوښه خامه او یا خوټول شوې مه خورئ. هغه د سر، پښو او د نس د دنننیو برخو سره په اور باندې کڅپرکی کړئ.
10 د هغې غوښې څخه تر سهار پورې لږه هم مه پرېږدئ. که چېرې لږه ورڅخه پاتې شي نو هغه وسوزوئ.
11 تاسو به هغه ژر ژر خورئ، ځکه چې د سفر دپاره به ملا تړئ. خپلې څپلۍ به په پښو کړئ او امساګانې به مو په لاسونو کې ونیسئ. دا د فسحې اختر دی چې زما یعنې څښتن د احترام په خاطر لمانځل کیږي.
12 په هغه شپه به زه په مصر باندې تېرېږم او هر اولنی زېږېدلی انسان او حیوان به ووژنم او د مصر ټولو خدایانو ته به سزا ورکړم. زه څښتن یم.
13 هغه وینه چې ستاسو د کورونو د دروازو په سرونو او دواړو چوکاټونو باندې وي، هغه به ستاسو د کورونو نښې وي او کله چې زه هغه ووینم نو ستاسو د کورونو څخه به تېرېږم او یوازې مصریان به وژنم او تاسو ته به هیڅ زیان نه رسوم.
14 تاسو باید دا ورځ د یو مذهبي اختر په توګه ولمانځئ ترڅو دا تاسو ته در په یاد کړي چې ما یعنې څښتن ستاسو دپاره کوم کارونه کړي دي. دا به د ټولو راتلونکو وختونو دپاره لمانځئ.>
15 څښتن وفرمایل: <تاسو باید اووه ورځې فطیره ډوډۍ وخورئ. په اوله ورځ ټوله خمیره له خپلو کورونو څخه لېرې کړئ، ځکه چې که چېرې څوک په هغو اووه ورځو کې خمیره ډوډۍ وخوري هغه به زما له قوم څخه وشړل شي.
16 په اوله او اوومه ورځ تاسو د عبادت دپاره سره راغونډ شئ. په هغو ورځو کې د ډوډۍ تیارولو څخه پرته بل کار مه کوئ.
17 دا اختر ولمانځئ، ځکه چې دا هماغه ورځ ده چې ما ستاسو قبیلې له مصر څخه راوویستلې. تاسو باید دا ورځ د یو اختر په توګه د همېش دپاره ولمانځئ.
18 د اولې میاشتې د څوارلسم ماښام څخه نیولې د یوویشتمې ورځې تر ماښامه پورې باید تاسو فطیره ډوډۍ وخورئ.
19 اووه ورځې باید ستاسو په کورونو کې خمیره پیدا نه شي. ځکه که چېرې څوک که هغه بېګانه وي او یا اسراییلی وي خمیره ډوډۍ وخوري، هغه به د اسراییلو د قوم څخه وشړل شي.
20 هیڅ داسې شی مه خورئ چې له خمیرې څخه تیار شوی وي. هرچېرته چې تاسو اوسېږئ باید فطیره ډوډۍ وخورئ.>
21 بیا حضرت موسیٰ د اسراییلو ټول مشران راوغوښتل او ورته ویې فرمایل: <لاړ شئ او د خپلو کورنیو دپاره د رمو څخه وري او وزې واخلئ او د فسحې د اختر دپاره یې حلال کړئ.
22 د وېلنیو د بوټو یوه غنچه واخلئ او په هغې وینه کې یې غوټه کړئ چې په لوښي کې ده او د چوکاټ په دواړو څنګونو او د دروازې په پورتنۍ برخه یې ووهئ. هیڅوک به د خپل کور څخه تر سهار پورې نه وزي.
23 کله چې څښتن د مصریانو د وژلو دپاره د مصر څخه تېریږي، هغه به د دروازو په چوکاټونو او د دروازو په پورتنیو برخو وینه وویني او د مرګ فرښته به پرېنږدي چې ستاسو کورونو ته ستاسو د وژلو دپاره ورننوزي.
24 تاسو او ستاسو اولادونه باید د تل دپاره په دې اصولو باندې عمل وکړي.
25 کله چې تاسو هغې ځمکې ته چې څښتن یې د ورکولو وعده ستاسو سره کړې ده ورداخل شئ، باید دا مراسم هلته سرته ورسوئ.
26 کله چې ستاسو ماشومان له تاسو څخه پوښتنه وکړي چې د دې مراسمو معنیٰ څه ده؟
27 تاسو به په ځواب کې ووایئ: دا د فسحې د اختر قرباني ده چې د څښتن د احترام دپاره یې کوو، ځکه چې هغه شپه چې څښتن په مصر کې د اسراییلیانو د کورونو دپاسه تېر شو. هغه مصریان ووژل، مګر مونږ یې ژوندي پرېښودلو.> بیا قوم په سجده شو او عبادت یې وکړ.
28 بیا هغوی لاړل او څنګه چې څښتن په حضرت موسیٰ او حضرت هارون باندې امر کړی ؤ، هماغسې یې وکړل.
29 په نیمه شپه کې څښتن په مصر کې ټول مشران زامن ووژل. د فرعون د زوی څخه چې د تخت وارث ؤ نیولې د بندي تر مشر زوی پورې چې په زندان کې ؤ او د ټولو حیواناتو اولني بچیان یې هم ووژل.
30 فرعون، د هغه ټول درباریان او مصریان د شپې راویښ شول او په مصر کې سخته ژړا او واویلا وه، ځکه چې هلته داسې کور نه ؤ چې مړی په کې نه ؤ شوی.
31 په هماغه شپه فرعون حضرت موسیٰ او حضرت هارون راوغوښتل او ورته ویې ویل: <د خپلو خلکو سره ووزئ! زما خاوره پرېږدئ. لاړ شئ او لکه څرنګه چې تاسو غوښتل د څښتن عبادت وکړئ.
32 خپلې رمې او پادې هم د ځان سره بوځئ او لاړ شئ. او ماته هم برکت راکړئ.>
33 مصریانو د اسراییلو قوم وهڅاوه چې د هغه هېواد څخه ژر لاړ شي. هغوی وویل: <که چېرې تاسو لاړ نه شئ نو مونږ ټول به مړه شو.>
34 نو خلکو بې خمیرې اوړه په لګنونو کې واچول، په ټوکرونو کې یې تاو کړل او په خپلو اوږو یې کېښودل.
35 اسراییلیانو د حضرت موسیٰ په لارښودنې عمل وکړ او د مصریانو څخه یې د سرو او سپینو زرو شیان او کالي وغوښتل.
36 څښتن اسراییلیان د مصریانو په نظر کې عزتمن کړل او هرڅه یې چې له مصریانو څخه غوښتل هغوی ته یې ورکول. په دې ډول اسراییلیانو د مصریانو شتمني له ځانه سره یووړه.
37 اسراییلیانو له رعمسیس څخه سوکوت ته په پښو سفر وکړ. له ښځو او ماشومانو څخه پرته د سړیو شمېر نژدې شپږو لکو تنو ته رسېده.
38 ډېر نور خلک هم د هغوی سره لاړل او هغوی سره خپلې رمې او پادې هم وې.
39 هغوی له هغو اوړو څخه فطیره ډوډۍ پخه کړه چې له مصر څخه یې راوړي وو او هغوی وخت نه درلود چې د ځان دپاره خمیره ډوډۍ یا نور خواړه تیار کړي، ځکه چې یوناڅاپه له مصر څخه شړل شوي وو.
40 اسراییلیان څلورسوه دېرش کاله په مصر کې اوسېدلي وو.
41 په هماغه ورځ چې څلورسوه دېرش کاله پوره شول، د څښتن د قوم ټولې قبیلې له مصر څخه ووتلې.
42 دا هغه شپه وه چې څښتن په هغوی باندې پام کاوه چې هغوی له مصر څخه راوباسي. همدا شپه د څښتن دپاره وقف شوه، په دې خاطر باید د اسراییلو راتلونکي نسلونه د تل دپاره دا شپه د څښتن دپاره د یادګار په توګه ولمانځي.
43 څښتن حضرت موسیٰ او حضرت هارون ته وفرمایل: <دا د فسحې د اختر مقررات دي: هیڅ بېګانه سړی باید د فسحې د اختر خواړه ونه خوري.
44 مګر کوم غلام چې تاسو په بیه اخیستی وي او سنت شوی وي هغه کولی شي چې دا خواړه وخوري.
45 هیڅ موقتي اوسېدونکی یا مزدور دې هغه ونه خوري.
46 ټول خواړه باید په یو کور کې دننه وخوړل شي او غوښه د کور څخه دباندې مه راوباسئ. یو هډوکی هم مات نه کړئ.
47 د اسراییلو ټول قوم باید دا اختر ولمانځي.
48 کوم سړی چې سنت شوی نه وي هغه دې دا ونه خوري. که چېرې کوم بېګانه سړی په تاسو کې اوسیږي او غواړي چې د څښتن د احترام دپاره د فسحې اختر ولمانځي، تاسو باید اول د هغه د کورنۍ ټول نران سنت کړئ. بیا به د هغه سره لکه د یو اصلي اسراییلي په شان چلند کیږي او کولی شي چې په دې اختر کې برخه واخلي.
49 په اصلي اسراییلي او هغو بېګانه خلکو باندې چې ستاسو په منځ کې اوسیږي باید یوشان مقررات عملي شي.>
50 ټولو اسراییلیانو د څښتن په امر باندې چې په حضرت موسیٰ او حضرت هارون باندې یې کړی ؤ عمل وکړ.
51 په هماغه ورځ څښتن د اسراییلو قبیلې د مصر څخه راوویستلې.