هجرت

1 2 3 4 5 6 7 8 9 10 11 12 13 14 15 16 17 18 19 20 21 22 23 24 25 26 27 28 29 30 31 32 33 34 35 36 37 38 39 40


څپرکی 4

حضرت موسیٰ په ځواب کې وفرمایل: <فرض کړه که چېرې اسراییلیان زما په خبرو باندې باور ونه کړي او ماته غوږ ونه نیسي او ووایي چې څښتن تاته نه دی ښکاره شوی، نو بیا څه وکړم؟>
2 څښتن له حضرت موسیٰ څخه پوښتنه وکړه: <ستا په لاس کې څه دي؟>حضرت موسیٰ په ځواب کې وفرمایل: <امسا.>
3 خدای پاک وفرمایل: <هغه په ځمکه باندې وغورزوه.> کله چې هغه دا امسا په ځمکه وغورزوله، نو امسا په مار بدله شوه او هغه ورڅخه منډه کړه.
4 بیا څښتن ورته وفرمایل: <هغه د لکۍ څخه ونیسه.> نو حضرت موسیٰ هغه راونیوه او مار بېرته په امسا بدل شو.
5 څښتن حضرت موسیٰ ته وفرمایل: <داسې کار وکړه. بیا به اسراییلیان باور وکړي چې زه تا لیدلی یم چې ستاسو د نیکونو ابراهیم، اسحاق او یعقوب خدای یم.>
6 خدای پاک حضرت موسیٰ ته بیا وفرمایل: <خپل لاس دې په ګرېوان کې ننباسه.> هغه همداسې وکړل او کله چې هغه خپل لاس له ګرېوان څخه راوویسته هغه ولیدل چې لاس یې د پوستکي په ناروغۍ باندې اخته شوی ؤ او لکه د واورې په شان سپین شوی ؤ.
7 خدای پاک بیا ورته وفرمایل: <لاس دې بېرته په ګرېوان کې ننباسه.> حضرت موسیٰ هماغه شان وکړل. کله چې هغه خپل لاس بېرته راوویسته، د هغه لاس د هغه د نور بدن په شان روغ ؤ.
8 څښتن وفرمایل: <که چېرې هغوی ستا په خبره باور ونه کړي یا په اولنۍ معجزې باندې قانع نه شي، نو بیا به په دې معجزې باندې قانع شي.
9 که چېرې د دغو دوو معجزو سره سره بیاهم هغوی ستا په خبره باور ونه کړي او ستا خبرو ته غوږ ونه نیسي، نو د نیل د سیند څخه لږې اوبه راواخله او په ځمکه باندې یې توی کړه. هغه اوبه به په وینه بدلې شي.>
10 مګر حضرت موسیٰ وفرمایل: <څښتنه، ما مه لېږه. زه هیڅکله هم ښه ویاند نه وم. د اول نه هم نه وم او نه له هغه وخت څخه چې تا زما سره خبرې وکړې. زه په خبرو کولو کې کمزوری یم او ژبه مې نښلي.>
11 څښتن هغه ته وفرمایل: <هغه څوک دی چې انسان ته یې ژبه ورکړې ده؟ چا چې کاڼه، ګنګیان، بینا او ړانده پیدا کړل؟ زه څښتن یم او دا هرڅه کوم.
12 اوس لاړ شه! زه به ستا سره په خبرو کولو کې مرسته وکړم او درته وبه وایم چې څه ووایې.>
13 مګر حضرت موسیٰ وفرمایل: <څښتنه، ته بل څوک ولېږه چې دا کار وکړي.>
14 څښتن په حضرت موسیٰ باندې په قهر شو او ویې فرمایل: <آیا ستا ورور لاوي هارون نشته؟ هغه ښې خبرې کولی شي. هغه ستا د لیدنې کتنې دپاره راځي او ستا په لیدلو به خوشاله شي.
15 ‏-
16 زه به د خبرو کولو په وخت کې ستاسو دواړو سره یم او تاسو دواړو ته به ووایم چې څه وکړئ. هغه به ستا ویاند وي او ستا په ځای به خلکو ته خبرې کوي او ته به د هغه دپاره د خدای په شان یې او هغه ته به وایې چې داسې وایه.
17 اوس دا امسا واخله او په هغې باندې معجزې ښکاره کوه.>
18 حضرت موسیٰ خپل خسر یعنې یترون ته ورغی او هغه ته یې وفرمایل: <ما پرېږده چې مصر ته لاړ شم چې وګورم زما خپلوان لا ژوندي دي او که نه.>یترون هغه ته وویل: <ځه په خیر لاړ شې.>
19 حضرت موسیٰ لا د مدیان په خاوره کې ؤ چې څښتن هغه ته وفرمایل: <مصر ته ستون شه. چا چې غوښتل تا ووژني هغوی اوس مړه دي.>
20 نو حضرت موسیٰ خپله ښځه او زامن په خره باندې سپاره کړل او د مصر په لور روان شو. حضرت موسیٰ هغه امسا هم له ځان سره یووړه د کومې په هکله چې خدای پاک ورته فرمایلي وو.
21 څښتن بیا حضرت موسیٰ ته وفرمایل: <اوس چې ته بېرته مصر ته روان یې، فرعون ته هغه معجزې وښایه چې تاته مې د هغو د ښودلو قدرت درکړی دی. مګر زه به د فرعون زړه سخت کړم او هغه به قوم پرېنږدي چې لاړ شي.
22 بیا فرعون ته ووایه چې څښتن فرمایي: اسراییل زما دپاره لکه د مشر زوی په شان دي.
23 ما تاته امر وکړ چې هغوی پرېږده چې د مصر څخه ووزي او زما عبادت وکړي، مګر تا انکار وکړ. نو اوس به زه ستا مشر زوی ووژنم.>
24 د مصر په لاره کې چېرته چې هغوی شپه تېروله، څښتن د حضرت موسیٰ سره مخامخ شو او نژدې ؤ چې هغه ووژني.
25 ‏-
26 خو صفورې خپل زوی په تېره تیږه باندې سنت کړ او د سنتېدو پوستکی یې د هغه په پښو باندې وواهه او د سنت ګیرۍ د رواج له مخې یې وویل: <زما ګرانه زویه، دا وینه به ستا ساتنه وکړي.> نو څښتن حضرت موسیٰ ته زیان ونه رساوه.
27 څښتن حضرت هارون ته وفرمایل: <د موسیٰ د لیدلو دپاره دښتې ته لاړ شه.> نو حضرت هارون د حضرت موسیٰ د لیدلو دپاره مقدس غره ته لاړ او کله چې ورسره مخامخ شو هغه یې ښکل کړ.
28 بیا حضرت موسیٰ هغه ټول شیان چې څښتن ورته فرمایلي وو او همدارنګه د هغو معجزو په هکله چې هغه ته یې د هغو د ښودلو حکم ورکړی ؤ حضرت هارون ته وفرمایل.
29 نو حضرت موسیٰ او حضرت هارون مصر ته لاړل او د اسراییلو ټول مشران یې راغونډ کړل.
30 هغه ټول شیان چې څښتن حضرت موسیٰ ته فرمایلي وو حضرت هارون هغوی ته بیان کړل او بیا حضرت موسیٰ خلکو ته هغه معجزې وروښودلې.
31 مشران ژر په دې باندې قانع شول چې حضرت موسیٰ او حضرت هارون د څښتن له خوا رالېږل شوي دي. کله چې هغوی پوه شول چې څښتن د هغوی بدبختي لیدلې ده او د هغوی دپاره زیات اندېښمن دی، نو ټول په سجده پرېوتل او عبادت یې وکړ.