هجرت

1 2 3 4 5 6 7 8 9 10 11 12 13 14 15 16 17 18 19 20 21 22 23 24 25 26 27 28 29 30 31 32 33 34 35 36 37 38 39 40


څپرکی 5

بیا حضرت موسیٰ او حضرت هارون فرعون ته ورغلل او ورته ویې فرمایل: <د اسراییلو څښتن خدای فرمایي: زما قوم پرېږده چې دښتې ته لاړ شي او هلته زما د احترام په خاطر اختر ولمانځي.>
2 فرعون وویل: <څښتن څوک دی؟ زه ولې د هغه خبرو ته غوږ ونیسم او اسراییلیان پرېږدم چې لاړ شي؟ زه څښتن نه پېژنم او نه به اسراییلو ته د تګ اجازه ورکړم.>
3 هغوی په ځواب کې وفرمایل: <د عبرانیانو خدای مونږ ته راښکاره شوی دی. مونږ پرېږده چې د دریو ورځو دپاره په دښتې کې سفر وکړو ترڅو خپل څښتن خدای ته قرباني وړاندې کړو. که نه، نو هغه به مونږ د ناروغیو او جګړې په وسیله ووژني.>
4 فرعون حضرت موسیٰ او حضرت هارون ته وویل: <تاسو ولې خلک له کاره وباسئ؟ هر یو بېرته په خپل کار پسې لاړ شئ!
5 ستاسو شمېر له مصریانو څخه زیات شوی دی. او اوس غواړئ چې کار بس کړئ!>
6 په هماغه ورځ فرعون د غلامانو په مصري مسئولانو او د کارګرانو په اسراییلي مشرانو امر وکړ:
7 <نور خلکو ته د خښتو جوړولو دپاره بوس مه ورکوئ. هغوی ته ووایئ چې لاړ شي او په خپله یې د ځانونو دپاره پیدا کړي.
8 مګر هغوی باید دومره خښتې جوړې کړي څومره یې چې پخوا جوړولې. هغوی تنبلان دي، ځکه ماته زارۍ کوي چې هغوی پرېږدم چې لاړ شي او خپل خدای ته قرباني وړاندې کړي!
9 په هغوی باندې سخت کار وکړئ او مصروف یې وساتئ چې داسې درواغو ته بیا غوږ ونه نیسي.>
10 نو د غلامانو مسوولان او د کارګرانو مشران راغلل او ویې ویل: <فرعون وایي: زه به نور تاسو ته بوس درنه کړم.
11 لاړ شئ او هرچېرته چې کولی شئ د ځانونو دپاره بوس پیدا کړئ، خو بیا به هم دومره خښتې جوړوئ څومره چې مو مخکې جوړولې.>
12 نو خلک په ټول مصر کې وګرځېدل ترڅو د ځانونو دپاره بوس پیدا کړي.
13 د غلامانو مسئولانو به په هغوی فشار اچاوه او هغوی ته به یې ویل: <تاسو باید هره ورځ دومره خښتې جوړې کړئ څومره چې تاسو هغه وخت جوړولې چې بوس درته درکول کېدل.>
14 د غلامانو مصري مسئولانو به هغه اسراییلي مشران وهل چې په دوی باندې یې مقرر کړي وو او ورته ویل به یې: <تاسو نن سبا دا غلامان ولې نه مجبوروئ چې دومره خښتې جوړې کړي څومره چې هغوی مخکې جوړولې؟>
15 په آخر کې د کارګرانو مشران فرعون ته ورغلل او ورته ویې ویل: <تاسو ولې زمونږ سره داسې چلند کوئ؟
16 مونږ ته هیڅوک بوس نه راوړي، مګر بیاهم امر راته کیږي چې هماغومره خښتې جوړې کړو. هغوی مونږ وهي، حال دا چې ستاسو خپل خلک ملامت دي.>
17 فرعون په ځواب کې وویل: <تاسو تنبلان یئ او نه غواړئ چې کار وکړئ. په دې خاطر ماته وایئ چې تاسو پرېږدم چې لاړ شئ او څښتن ته قرباني وړاندې کړئ.
18 اوس خپل کار پسې لاړ شئ! تاسو ته به بوس نه درکول کیږي، مګر بیاهم په هماغه اندازه خښتې جوړې کړئ.>
19 د کارګرانو مشران پوه شول چې د هغوی حال نور هم خراب شو کله چې فرعون په هغوی امر وکړ چې تاسو به هغومره خښتې جوړوئ لکه مخکې به چې تاسو جوړولې.
20 څنګه چې هغوی د فرعون له دربار څخه ووتل، د حضرت موسیٰ او حضرت هارون لیدلو ته چې ورته په انتظار وو لاړل.
21 هغوی حضرت موسیٰ او حضرت هارون ته وویل: <تاسو چې څه کړي دي هغه څښتن لیدلي دي او تاسو دواړو ته به سزا درکړي ځکه چې ستاسو د لاسه فرعون او د هغه درباریان زمونږ څخه کرکه کوي. تاسو هغوی ته بهانه په لاس ورکړه چې مونږ ووژني.>
22 حضرت موسیٰ بېرته څښتن ته ورغی او ویې فرمایل: <ای څښتنه، ولې دې خپل قوم د بدبختیو سره مخامخ کړی دی؟ آیا زه دې د همدې دپاره رالېږلی یم؟
23 له هغه وخت څخه چې تا ماته وویل چې د فرعون سره خبرې وکړه، هغه ورباندې ظلم کوي او تا د هغوی سره هیڅ مرسته ونه کړه.>