هجرت

1 2 3 4 5 6 7 8 9 10 11 12 13 14 15 16 17 18 19 20 21 22 23 24 25 26 27 28 29 30 31 32 33 34 35 36 37 38 39 40


څپرکی 21

څښتن حضرت موسیٰ ته وفرمایل: <دا هغه قوانین دي چې ته یې باید اسراییلیانو ته ورکړې:
2 که چېرې تاسو یو عبرانی غلام په بیه واخلئ، هغه دې شپږ کاله ستاسو خدمت وکړي. مګر په اووم کال به پرته له دې چې څه بیه ورڅخه واخیستل شي هغه ازاد شي.
3 که چېرې په هغه وخت کې چې هغه ستاسو غلام شوی ؤ واده یې نه ؤ کړی، هغه به د تګ په وخت کې خپله ښځه له ځانه سره نه بیایي. خو که چېرې په هغه وخت کې چې هغه ستاسو غلام شو واده یې کړی ؤ، هغه به خپله ښځه هم له ځانه سره بوځي.
4 که چېرې بادار یې ورته ښځه وکړي او هغه ښځه ورته زامن یا لورګانې وزېږوي، هغه ښځه او د هغې ماشومان د بادار کیږي او یوازې هغه سړی دې ازاد شي.
5 مګر که چېرې هغه غلام داسې اعلان وکړي چې زه د خپل بادار او د خپلې ښځې او ماشومانو سره مینه لرم او نه غواړم چې ازاد شم،
6 بیا به یې خپل بادار د عبادت ځای ته بوځي. هغه دې هلته د دروازې یا د دروازې د چوکاټ په مخکې ودروي او په رینه باندې دې د هغه غوږ سوری کړي. بیا به دا سړی ټول عمر د هغه غلام وي.
7 که چېرې یو سړی خپله لور د یوې غلامې په توګه خرڅوي، هغه دې د نارینه غلامانو په شان ازاده نه شي.
8 که چېرې هغه په یو داسې نفر باندې خرڅه شي چې داسې نیت ولري چې هغه خپله ښځه کړي، مګر هغه یې نه خوښیږي نو بیا دې هغه بېرته د خپل پلار له خوا په بیه واخیستل شي. د هغې بادار هغه په بېګانه خلکو باندې نه شي خرڅولی، ځکه چې د هغې سره یې بې وفایي کړې ده.
9 که چېرې یو سړی یوه غلامه واخلي چې خپل زوی ته یې وکړي، نو د هغې سره دې لکه د خپلې لور په شان رویه کوي.
10 که چېرې یو سړی دوهم واده وکړي، نو باید اولنۍ ښځه د خواړو، کالیو او د واده د حقونو څخه بې برخې نه کړي.
11 که چېرې هغې ته دا درې شیان نه برابروي، باید ازاده یې کړي او هیڅ بیه دې وانخلي.
12 هرڅوک چې یو بل سړی ووهي او ویې وژني، هغه باید ووژل شي.
13 خو که چېرې هغه دا کار په قصد سره نه وي کړی مګر د خدای له خوا ورته پېښه شي، هغه دې داسې ځای ته وتښتي چې زه یې ټاکم.
14 مګر که چېرې یو سړی دسیسه جوړه کړي او په قصد سره بل سړی ووژني حتیٰ که چېرې هغه د خوندي پاتې کېدو دپاره زما د قربانۍ ځای ته هم وتښتي، باید ووژل شي.
15 هرڅوک چې خپل پلار یا خپله مور ووهي هغه باید ووژل شي.
16 هرڅوک چې یو بل نفر وتښتوي او هغه خرڅ کړي یا تر هغه وخته پورې ورسره وي چې هغه ونیول شي، هغه باید ووژل شي.
17 هرڅوک چې خپل پلار یا خپلې مور ته ښکنځلې وکړي، هغه باید ووژل شي.
18 ‏-
19 که چېرې د دوه نفرو ترمنځ جګړه وي او یو نفر بل نفر په تیږه یا په سوک باندې ووهي خو هغه ونه وژني، نو باید سزا ورته ورنه کړای شي. خو که چېرې هغه نفر چې وهل شوی دی بستر شي، مګر وروسته وکولی شي چې پاڅیږي او د خپلې امسا په کومک سره بیرون وګرځي، نو کوم سړي چې هغه یې وهلی دی باید د هغه د وخت د ضایع کېدلو بیه ورکړي او ترڅو پورې چې هغه روغ شوی نه وي د هغه د علاج مصرف به ورکوي.
20 که چېرې یو سړی خپل غلام یا غلامه په کوتک باندې ووهي او هغه غلام ځای په ځای مړ شي، هغه ته باید سزا ورکړل شي.
21 مګر که چېرې دا غلام یوه یا دوه ورځې ژوندی پاتې شي نو هغه ته دې سزا نه ورکول کیږي، ځکه چې دا غلام د هغه خپله شتمني ده او د هغه دپاره دا تاوان بس دی.
22 که چېرې څو نفره سره جګړه کوي او یوه امیدواره ښځه داسې ژوبله کړي چې خپل ماشوم له لاسه ورکړي او بل ځای یې زخمي نه شي، هر یوه چې هغه ژوبله کړې وي نو کومه جریمه چې د هغې ښځې مېړه یې غواړي او قاضیانو ته د تائید وړ وي هغه دې ورکړي.
23 که چېرې په خپله دا ښځه زخمي شي، نو سزا به یې د ژوند په بدل کې ژوند وي،
24 د سترګې په بدل کې سترګه، د غاښ په بدل کې غاښ، د لاس په بدل کې لاس، د پښې په بدل کې پښه،
25 د سوزولو په بدل کې سوزول، د زخم په بدل کې زخم، د وهلو ټکولو په بدل کې وهل ټکول.
26 که چېرې یو څوک خپل غلام یا غلامه په سترګه باندې ووهي او سترګه یې له منځه یوسي، هغه دې غلام د سترګې د تاوان په توګه ازاد کړي.
27 که چېرې هغه د خپل غلام یا غلامې غاښ مات کړي، هغه دې د غاښ د تاوان په توګه هغه غلام ازاد کړي.
28 که چېرې یو غویی یو څوک په ښکر ووهي چې هغه مړ شي، غویی دې سنګسار شي او د هغه غوښه دې ونه خوړل شي. مګر د هغه خاوند ته به سزا نه ورکول کیږي.
29 مګر که چېرې هغه غویي د خلکو د وهلو عادت درلود او خاوند یې ورڅخه خبر ؤ او هغه دا غویی تړلی نه وي ساتلی، نو که چېرې هغه یو سړی یا یوه ښځه داسې ووهي چې مړ شي، نو سنګسار دې شي او د هغه خاوند دې هم ووژل شي.
30 خو که چېرې خاوند دا اجازه ولري چې د خپل د ژوند د ژغورلو دپاره تاوان ورکړي، نو هغه باید پوره بیه ورکړي.
31 که چېرې هغه غویی د چا زوی یا لور ووهي، همدا قانون عملي کیږي.
32 که چېرې هغه غویی یو غلام یا غلامه ووهي، د هغه خاوند باید دېرش مثقاله سپین زر د غلام بادار ته ورکړي او غویی باید سنګسار شي.
33 که چېرې یو سړی یوه کنده لوڅه کړي یا یوه کنده وباسي او هغه پټه نه کړي او یو غویی یا یو خر په کې وغورزیږي،
34 د کندې خاوند باید د حیوان خاوند ته تاوان ورکړي او مړ حیوان به د کندې د خاوند شي.
35 که چېرې د یو سړي غویی د بل چا غویی زخمي کړي او هغه مړ شي، هغوی دې ژوندی حیوان خرڅ کړي او پیسې او مړ حیوان دواړه دې په خپل منځ کې سره مساوي ووېشي.
36 خو که چېرې دا معلومه شي چې هغه غویي د وهلو عادت درلود او بیاهم د هغه خاوند هغه تړلی نه ؤ ساتلی، هغه خاوند باید د حیوان په بدل کې حیوان ورکړي او مړ حیوان به د هغه خپل شي.