هجرت

1 2 3 4 5 6 7 8 9 10 11 12 13 14 15 16 17 18 19 20 21 22 23 24 25 26 27 28 29 30 31 32 33 34 35 36 37 38 39 40


څپرکی 31

بیا څښتن حضرت موسیٰ ته وفرمایل:
2 <ګوره، ما بصلئیل د اوري زوی او د حور لمسی د یهودا له قبیلې څخه انتخاب کړی دی
3 او هغه مې د خپل روح څخه ډک کړی دی او په هر ډول هنري کار کې مې ورته مهارت، توان او پوهه ورکړې ده.
4 هغه کولی شي چې د سرو زرو، سپینو زرو او برنجو څخه ښکلي شیان جوړ کړي،
5 قیمتي تیږې پرې کړي او تیارې یې کړي، د لرګیو کار او هر ډول هنري کار وکړي.
6 ما اهولیاب د اخیسامک زوی چې د دان له قبیلې څخه دی، د دې دپاره ټاکلی دی چې د هغه مرستیال وي. برسېره پردې ما ټولو کسبګرو ته چې د هغوی سره کار کوي خاص مهارت ورکړی دی ترڅو وکولی شي هغه ټول شیان جوړ کړي چې په تا باندې مې امر کړی دی:
7 لکه مقدسه خېمه، د لوظ صندوق د سرپوښ سره چې ورباندې پروت وي او د خېمې نور ټول سامان،
8 مېز او د هغه سامان، د سوچه سرو زرو څراغدان او د هغه ټول سامان، د خوشبویۍ د سوزولو دپاره قربانګاه،
9 د سوزېدونکې نذرانې د قربانۍ ځای او د هغه ټول لوښي، تشت او د هغه پایه،
10 د هارون کاهن او د هغه د زامنو دپاره ښکلی لباس چې کله هغوی د کاهنانو په توګه خدمت کوي
11 او د مسح کولو تېل او د مقدس ځای دپاره خوشبویي. هغوی دې دا شیان هماغسې جوړ کړي لکه څنګه چې ما درته امر کړی دی.>
12 بیا څښتن حضرت موسیٰ ته وفرمایل:
13 <د اسراییلو خلکو ته داسې ووایه: تاسو باید سبت یعنې د ارام کولو ورځ ولمانځئ. دا به تل ترتله زما او ستاسو ترمنځ یوه نښه وي ترڅو تاسو پوه شئ چې زه څښتن یم او تاسو مې د خپل قوم په توګه انتخاب کړي یئ.
14 د سبت ورځ ولمانځئ ځکه چې دا ستاسو دپاره مقدسه ده. هرڅوک چې د هغې بې حرمتي کوي باید ووژل شي او هرڅوک چې په دې ورځ کار وکړي باید زما له قوم څخه وشړل شي.
15 تاسو د کار کولو دپاره شپږ ورځې لرئ، مګر اوومه ورځ سبت یعنې د ارام کولو ورځ ده چې ما څښتن ته وقف کړای شوې ده. هرڅوک چې په دې ورځ کار وکړي هغه دې ووژل شي.
16 اسراییلیان دې د سبت د ورځې څخه پیروي وکړي. هغه دې د یو لوظ په توګه د تل دپاره ولمانځي.
17 دا به همېشه زما او د اسراییلیانو ترمنځ یوه نښه وي، ځکه چې ما څښتن اسمان او ځمکه په شپږو ورځو کې جوړ کړل او په اوومه ورځ مې کار بس کړ او ارام مې وکړ.>
18 کله چې د سینا په غره باندې څښتن د حضرت موسیٰ سره خبرې خلاصې کړې، نو د تیږو هغه دوه لوحې چې په خپله یې ورباندې حکمونه لیکلي وو حضرت موسیٰ ته ورکړې.