هجرت

1 2 3 4 5 6 7 8 9 10 11 12 13 14 15 16 17 18 19 20 21 22 23 24 25 26 27 28 29 30 31 32 33 34 35 36 37 38 39 40


څپرکی 35

حضرت موسیٰ د اسراییلو ټول قوم سره راغونډ کړ او ورته ویې فرمایل: <دا د څښتن حکمونه دي چې تاسو به ورباندې عمل کوئ:
2 تاسو باید په هفته کې شپږ ورځې کار وکړئ، مګر په اوومه ورځ چې د څښتن مقدسه ورځ ده ارام وکړئ. هرڅوک چې په هغې ورځ کار وکړي، هغه دې ووژل شي.
3 حتیٰ د سبت په ورځ په خپلو کورونو کې اور هم مه بلوئ.>
4 حضرت موسیٰ د اسراییلو ټول قوم ته وفرمایل: <څښتن داسې امر کړی دی:
5 څه چې تاسو لرئ د هغو څخه د څښتن دپاره یوه نذرانه یوسئ. هرڅوک چې په خپله خوښه څښتن ته نذرانې راوړي نو دا نذرانې دې راوړي: سره زر، سپین زر او برنج،
6 ښه کتان او آبي، بانجاني او سرې وړۍ، هغه ټوکر چې د وزو د وړیو څخه جوړ شوی وي،
7 سره رنګ شوي د پسه پوستکي، ښه څرمن، د غز لرګی،
8 د څراغونو دپاره تېل، د مسح کولو د تېلو او د خوشبویۍ دپاره مسالې،
9 سلیماني تیږې او نورې قیمتي تیږې چې د مشر کاهن په مقدس پېشبند او د هغه په سینه پوښ باندې ولګول شي.
10 په تاسو کې چې څومره ماهر خلک دي هغوی دې راشي او هغه ټول شیان دې جوړ کړي چې څښتن یې امر کړی دی:
11 لکه مقدسه خېمه او د هغې پوښونه، چنګکونه، چوکاټونه، اړمونه، ستنې او پایې،
12 د لوظ صندوق او د هغه میلې او د هغه سرپوښ چې کفاره ورباندې ادا کیږي او پرده چې هغه ورباندې پټیږي،
13 مېز د پایو او ټول سامان سره او مقدسه ډوډۍ،
14 د رڼا دپاره څراغدان د هغه د سامان سره، د رڼا دپاره څراغونه او تېل،
15 د خوشبویۍ قربانګاه د هغې د میلو سره، د مسح کولو تېل او خوشبویي، د مقدسې خېمې د دروازې دپاره پرده،
16 د سوزېدونکې نذرانې د قربانۍ ځای او د هغه برنجي جالۍ، میلې او ټول لوښي، برنجي تشت د پایې سره،
17 د حویلۍ پردې د هغو د ستنو او پایو سره او د حویلۍ د دروازې دپاره پرده،
18 د خېمې او حویلۍ دپاره مېخونه او رسۍ،
19 ښکلي کالي چې په مقدس ځای کې د خدمت دپاره اغوستل کیږي، د هارون کاهن دپاره خاص لباس او د هغه د زامنو دپاره لباس چې د کاهنۍ د خدمت په وخت کې یې اغوندي.>
20 وروسته بیا د اسراییلو ټول خلک د حضرت موسیٰ د حضور څخه لاړل.
21 بیا هغو خلکو چې زړونو یې غوښتل چې څښتن ته نذرانې راوړي، نو هغه یې راوړلې چې په مقدسه خېمه، د عبادت په خدمتونو او د کاهنانو د کالیو په جوړولو کې ورڅخه کار واخیستل شي.
22 نو ټول خلک یعنې نارینه او ښځې په خپله خوښه راغلل او هغوی د سینې ګلان، غوږوالۍ، ګوتې او غاړه کۍ او هر ډول د سرو زرو ګاڼې راوړلې او څښتن ته یې وقف کړل.
23 د هرچا سره چې آبي، بانجاني یا سرې وړۍ، ښه کتان، د وزو د وړیو څخه جوړ شوی ټوکر، سره رنګ شوي د پسه پوستکي یا ښې څرمنې وې هغه یې راوړلې.
24 د چا سره چې سپین زر یا برنج او یا د غز لرګي وو هغه یې راوړل او څښتن ته یې د سوغات په توګه وړاندې کړل.
25 هغو ټولو ښځو چې د ګنډلو او اوبدلو په کار کې یې مهارت درلود آبي، بانجاني یا سرې وړۍ یا ښه کتان چې هغوی په خپله جوړ کړي وو راوړل.
26 ټولو ښځو چې زړونو یې غوښتل او مهارت یې درلود، هغوی به د وزو د وړیو څخه تارونه جوړول او اوبدل به یې.
27 مشرانو سلیماني تیږې او نور غمي راوړل چې په مقدس پېشبند او سینه پوښ باندې ولګول شي.
28 همدارنګه هغوی د څراغونو دپاره تېل راوړل او خوشبویه مسالې یې راوړلې چې د خوشبویۍ او مسح کولو د تېلو سره ګډ شي.
29 د اسراییلو ټولو نارینه او ښځو چې غوښتل یې د هغه کار دپاره خپلې نذرانې راوړلې چې څښتن د حضرت موسیٰ په وسیله هغوی ته حکم کړی ؤ چې هغه وکړي.
30 بیا حضرت موسیٰ اسراییلیانو ته وفرمایل: <ګورئ، څښتن بصلئیل د اوري زوی او د حور لمسی د یهودا له قبیلې څخه انتخاب کړی دی.
31 څښتن هغه د خپل روح څخه ډک کړی دی او په هر ډول هنري کار کې یې ورته مهارت، توان او پوهه ورکړې ده.
32 هغه کولی شي چې د سرو زرو، سپینو زرو او برنجو څخه ښکلي شیان جوړ کړي،
33 تیږې پرې کړي او تیارې یې کړي، د لرګیو کار او هر ډول هنري کار وکړي.
34 څښتن هغه او د دان د قبیلې د اخیسامک زوی اهولیاب دواړو ته دا توان ورکړی دی چې نورو ته خپل هنر ورزده کړي.
35 هغه ورته په هر قسم کار کې مهارت ورکړی دی چې د زرګرانو، نقشه جوړوونکو، د آبي، بانجاني او سرو وړیو او د ښه کتان د ګلدوزانو او اوبدونکو په توګه کار وکړي. هغوی کولی شي چې هر قسم کارونه وکړي او هغوی تکړه نقشه جوړوونکي دي.