هجرت

1 2 3 4 5 6 7 8 9 10 11 12 13 14 15 16 17 18 19 20 21 22 23 24 25 26 27 28 29 30 31 32 33 34 35 36 37 38 39 40


څپرکی 30

د خوشبویۍ د سوزولو دپاره د غز د لرګي څخه یوه قربانګاه جوړه کړه.
2 هغه باید څلور کنجه وي. پنځه څلوېښت سانتي باید اوږده وي او پنځه څلوېښت سانتي پلنه او نوي سانتي باید لوړه وي. د هغې برجونه چې په څلورو کنجونو کې دي، هغه دې د قربانګاه سره د یوې ټوټې لرګي څخه جوړ شي.
3 د هغې پاسنۍ برخې، څلور واړه خواو او برجونو ته د سرو زرو پوښ ورکړه او ګردچاپېره څنډې یې د سرو زرو څخه جوړې کړه.
4 د څنډو لاندې د قربانګاه دپاره دوه د سرو زرو کړۍ ګانې جوړې کړه، یعنې په دواړو خواو باندې یې یوه یوه جوړه کړه چې هغه میلې ونیسي چې د هغې په وړلو کې ورڅخه کار اخیستل کیږي.
5 میلې د غز د لرګي څخه جوړې کړه او د سرو زرو پوښ ورته ورکړه.
6 قربانګاه د هغې پردې مخې ته کېږده چې د لوظ د صندوق په مخ کې ده یعنې د هغه سرپوښ مخې ته چې د لوظ په صندوق باندې پروت دی. په هغه ځای کې به زه ستا سره لیدنه کتنه کوم.
7 هر سهار کله چې هارون د څراغونو د تیارولو دپاره راځي، په هغې باندې دې خوشبویي وسوزوي.
8 کله چې هغه په ماښام کې څراغونه لګوي، باید همداسې وکړي. دغه د خوشبویۍ نذرانه دې پرته له کوم ځنډه تل ترتله جاري وي.
9 په دې قربانګاه باندې هیڅ حرامه خوشبویي یا کومه سوزېدونکې نذرانه یا د غلې دانې نذرانه مه وړاندې کوئ او په هغې باندې د څښلو نذرانه مه تویوئ.
10 په کال کې دې یو ځل هارون د قربانګاه د پاکولو دپاره په څلورو برجونو باندې د هغه حیوان د وینې د سولولو مراسم سرته ورسوي کوم چې د ګناه دپاره قرباني کیږي. دا کار دې تل ترتله هر کال ترسره شي. دغه قربانګاه دې په بشپړه توګه مقدسه شي او ما یعنې څښتن ته دې وقف شي.>
11 بیا څښتن حضرت موسیٰ ته وفرمایل:
12 <کله چې ته د اسراییلیانو سرشمېرنه کوې، هر یو باید څښتن ته د شمېرل کېدو په وخت کې د خپل ژوند په خاطر بیه ادا کړي. بیا چې کله هغوی شمېرې، هیڅ بلا به په هغوی باندې نازله نه شي.
13 هر یو تن چې په سرشمېرنه کې شاملیږي، هغه دې د هغه مثقال په مطابق چې په مقدس ځای کې استعمالیږي او شپږ ګرامه وزن ولري یو مثقال ورکړي. دغه یو مثقال ماته یوه نذرانه ده.
14 هر یو تن چې په سرشمېرنه کې شمېرل کیږي، یعنې هر یو سړی چې عمر یې شل کاله یا د شلو کالو څخه زیات وي، هغه دې دا نذرانه څښتن ته ورکړي.
15 کله چې تاسو څښتن ته نذرانه وړاندې کوئ چې د خپل ژوند دپاره کفاره ادا کړئ، نو څوک چې شتمن وي هغه دې د یو مثقال څخه زیات نه ورکوي او څوک چې غریب وي هغه دې د یو مثقال څخه کم نه ورکوي.
16 د اسراییلو د خلکو څخه د دغې کفارې پیسې راټولې کړه او د مقدسې خېمې په ساتنه او څارنه کې یې مصرف کړه. دا پیسې به د هغوی د ژوند په خاطر کفاره وي او زه به هغوی رایادوم چې ویې ساتم.>
17 بیا څښتن حضرت موسیٰ ته وفرمایل:
18 <د مینځلو دپاره د برنجو یو تشت جوړ کړه چې د برنجو پایه ولري. د مقدسې خېمې او د قربانۍ د ځای ترمنځ یې کېږده او اوبه په کې واچوه.
19 هارون او د هغه زامن دې د هغه څخه اوبه واخلي او خپل لاسونه او پښې دې ومینځي.
20 هرکله چې هغوی مقدسې خېمې ته ورننوزي، هغوی به خپل لاسونه او پښې مینځي ترڅو مړه نه شي. همدارنګه کله چې هغوی د قربانۍ ځای ته ورنژدې کیږي چې ماته په اور باندې یوه نذرانه وړاندې کړي
21 نو هغوی باید خپل لاسونه او پښې ومینځي ترڅو مړه نه شي. دا یو امر دی چې هارون او د هغه اولاده باید د تل دپاره د هغه څخه پیروي وکړي.>
22 بیا څښتن حضرت موسیٰ ته وفرمایل:
23 <دا لاندینۍ ښې مسالې واخله: شپږ کیلوګرامه کنډ چې د مایع په شکل وي، درې کیلوګرامه خوشبویه دال چیني، درې کیلوګرامه خوشبویه باڼس،
24 شپږ کیلوګرامه د سناد د پاڼو شیره، (ټول دې د هغه وزن په مطابق وي چې په مقدس ځای کې ورڅخه کار اخیستل کیږي) او څلور لیتره د زیتونو تېل.
25 له هغو څخه د مسح کولو مقدس تېل جوړ کړه. دا دې د عطرو په شان ګډوله وي.
26 بیا د دغو شیانو په مسح کولو کې ورڅخه کار واخله: مقدسه خېمه او د لوظ صندوق،
27 مېز او د هغه ټول سامان، څراغدان او د هغه سامان، د خوشبویۍ د سوزولو قربانګاه،
28 د سوزېدونکې نذرانې د قربانۍ ځای او د هغه ټول لوښي او تشت سره د پایې.
29 په دې ډول دغه شیان وقف کړه او هغه به دومره مقدس شي چې هرڅوک یا هر شی د هغو سره ولګیږي، نو هغه به هم مقدس شي.
30 هارون او د هغه زامن مسح کړه او وټاکه، ترڅو هغوی د کاهنانو په توګه زما خدمت وکړي.
31 اسراییلیانو ته داسې ووایه: دا د مسح کولو مقدس تېل به تل ترتله زما د خدمت دپاره استعمالیږي.
32 هغه د عادي خلکو په بدنونو باندې مه تویوئ او د دې ډول ترکیب څخه هیڅ تېل مه جوړوئ. هغه پاک دي او تاسو یې باید پاک وګڼئ.
33 هرڅوک چې دا ډول عطر جوړ کړي او هرڅوک چې هغه پرته له کاهنه په بل چا باندې وسولوي باید زما د قوم څخه وشړل شي.>
34 بیا څښتن حضرت موسیٰ ته وفرمایل: <دغه خوشبویه مسالې واخله لکه کنډ، خوشبویه صدف او سوچه کندر. دا ټول دې په یوه اندازه وي.
35 د خوشبویۍ د جوړولو دپاره د هغو څخه کار واخله او د عطرو په شان یوه ګډوله جوړه کړه. په هغو کې مالګه ورزیاته کړه چې هغه سوچه او پاکه وساتي.
36 له هغې څخه لږ میده میده کړه او په مقدسه خېمه کې یې د لوظ د صندوق مخې ته په هغه ځای کې کېږده چې زه درسره لیدنه او کتنه کوم. هغه به تاسو ته ډېره مقدسه وي.
37 د خپلو ځانونو دپاره له دې ترکیب څخه هیڅ خوشبویي مه جوړوئ. هغه زما څښتن په خاطر مقدسه وګڼئ.
38 هرڅوک چې داسې یو شی جوړ کړي چې د خوشبویۍ څخه یې خوند واخلي باید زما له قوم څخه وشړل شي.>