هجرت

1 2 3 4 5 6 7 8 9 10 11 12 13 14 15 16 17 18 19 20 21 22 23 24 25 26 27 28 29 30 31 32 33 34 35 36 37 38 39 40


څپرکی 17

د اسراییلو ټول قوم د سین دښته پرېښودله او د څښتن په امر یې د یو ځای څخه بل ځای ته کډه کوله. هغوی په رفیدیم کې خېمې ودرولې، مګر هلته د قوم دپاره د څښلو اوبه نه وې.
2 نو هغوی حضرت موسیٰ ته شکایت وکړ او ورته یې وویل: <مونږ ته د څښلو دپاره اوبه راکړه.> حضرت موسیٰ په ځواب کې وفرمایل: <تاسو ولې شکایت کوئ؟ تاسو ولې څښتن ازمایئ؟>
3 مګر خلک ډېر تږي وو او په حضرت موسیٰ باندې غورېدل. هغوی وویل: <تا مونږ ولې له مصر څخه راوویستو چې د خپلو ماشومانو او حیواناتو سره مو له تندې مړه کړې؟>
4 حضرت موسیٰ څښتن ته زارۍ وکړې او ویې فرمایل: <زه د دې خلکو سره څه وکړم؟ نژدې دی چې دوی مې سنګسار کړي.>
5 څښتن حضرت موسیٰ ته وفرمایل: <د اسراییلو ځینې مشران د ځان سره بوځه او د خلکو په مخ کې ځه. د ځان سره هغه امسا یوسه په کومې چې تا د نیل سیند وهلی ؤ.
6 زه به د سینا د غره سره په یو ګټ باندې ستا په مخکې ودرېږم. ته هغه ګټ ووهه او خلکو ته به د څښلو دپاره له هغه څخه اوبه جاري شي.> نو حضرت موسیٰ د اسراییلو د مشرانو په مخکې همداسې وکړل.
7 او هغه د دې ځای نوم مسا او مریبه کېښود، ځکه چې اسراییلیانو شکایت وکړ او څښتن یې وازمایه او ویې ویل: <آیا څښتن زمونږ په منځ کې دی او که نه؟>
8 عمالیقیان رفیدیم ته راغلل او په اسراییلیانو باندې یې حمله وکړه.
9 حضرت موسیٰ یوشع ته وفرمایل: <زمونږ له خلکو څخه یو څو تنه انتخاب کړه او لاړ شه د عمالیقیانو سره جګړه وکړه. زه به سبا د غونډۍ په سر ودرېږم او د خدای پاک امسا به زما په لاسونو کې وي.>
10 څنګه چې حضرت موسیٰ حکم کړی ؤ، یوشع د عمالیقیانو سره جګړه وکړه او حضرت موسیٰ، حضرت هارون او حور د غونډۍ سرته لاړل.
11 ترڅو پورې چې د حضرت موسیٰ لاسونه پورته وو، اسراییلیان بریالي کېدل. مګر کله چې هغه خپل لاسونه ښکته کول نو عمالیقیان به بریالي کېدل.
12 کله چې د حضرت موسیٰ لاسونه ستړي شول، نو حضرت هارون او حور یوه تیږه راوړه او حضرت موسیٰ یې په هغې باندې کښېناوه. په دواړو خواو یې د حضرت موسیٰ لاسونه پورته ونیول، نو د هغه لاسونه د لمر تر پرېوتلو پورې ټینګ پاتې شول.
13 په دې ډول یوشع عمالیقیانو ته په بشپړه توګه ماتې ورکړه.
14 بیا څښتن حضرت موسیٰ ته وفرمایل: <د دې بري یو بیان ولیکه ترڅو هغه یو یادګار پاتې شي. یوشع ته ووایه چې زه به عمالیقیان په بپشړه توګه تباه کړم.>
15 حضرت موسیٰ د قربانۍ ځای جوړ کړ او دا نوم یې ورباندې کېښود څښتن زما د بریالیتوب بیرغ دی.
16 هغه وفرمایل: <د څښتن بیرغ جګ ونیسئ! څښتن به د تل دپاره د عمالیقیانو په ضد جګړې ته دوام ورکړي!>