هجرت

1 2 3 4 5 6 7 8 9 10 11 12 13 14 15 16 17 18 19 20 21 22 23 24 25 26 27 28 29 30 31 32 33 34 35 36 37 38 39 40


څپرکی 16

د اسراییلو ټول قوم د ایلیم څخه لاړ او د دوهمې میاشتې په پنځلسمه ورځ د مصر څخه د تګ څخه وروسته هغوی د سین دښتې ته چې د ایلیم او سینا ترمنځ وه راغلل.
2 په دښته کې د اسراییلو ټول قوم حضرت موسیٰ او حضرت هارون ته شکایت وکړ
3 او ورته ویې ویل: <کاشکې مونږ د څښتن په لاس په مصر کې وژل شوي وای. مونږ به هلته د غوښې د دېګونو څنګ ته کښېناستو او څومره خواړه چې مونږ غوښتل مونږ به خوړل. مګر تاسو مونږ دې دښتې ته راوستلو چې ټول له لوږې ووژنئ.>
4 څښتن حضرت موسیٰ ته وفرمایل: <اوس به زه په تاسو ټولو باندې د اسمان څخه د ډوډۍ باران واوروم. خلک دې هره ورځ ځي او د ځان دپاره دې د یوې ورځې خواړه راټولوي. په دې ډول به زه هغوی وازمایم چې زما لارښودنې ته غاړه ږدي او که نه.
5 په شپږمه ورځ دې هغوی د دوو ورځو خواړه راوړي او ځان دپاره دې تیار کړي.>
6 نو حضرت موسیٰ او حضرت هارون ټولو اسراییلیانو ته وفرمایل: <نن ماښام به تاسو پوه شئ چې دا څښتن ؤ چې تاسو یې د مصر څخه راوویستلئ.
7 تاسو به په سهار کې د څښتن جلال ووینئ، ځکه چې هغه د خپل ځان په ضد ستاسو شکایتونه اورېدلي دي. مونږ څوک یو چې زمونږ څخه ګیله کوئ؟>
8 حضرت موسیٰ دا هم وفرمایل: <تاسو به پوه شئ چې دا څښتن دی چې په ماښام کې به درته غوښه او په سهار کې چې څومره ډوډۍ غواړئ درکوي، ځکه چې هغه د خپل ځان په ضد ستاسو شکایتونه اورېدلي دي. مونږ څوک یو؟ تاسو زمونږ څخه نه بلکه له څښتن څخه مو شکایت کړی دی.>
9 حضرت موسیٰ هارون ته وفرمایل: <ټول قوم ته ووایه چې د څښتن په مخکې ودریږي، ځکه چې هغه د هغوی شکایتونه اورېدلي دي.>
10 کله چې حضرت هارون د اسراییلو ټول قوم ته وینا کوله، هغوی د دښتې خواته وکتل او هلته د څښتن جلال په ورېځ کې ښکاره شو.
11 څښتن حضرت موسیٰ ته وفرمایل:
12 <ما د اسراییلیانو شکایتونه اورېدلي دي. هغوی ته ووایه: ماښام به تاسو غوښه وخورئ او په سهار کې به په ډوډۍ باندې ماړه شئ. بیا به تاسو پوه شئ چې زه ستاسو څښتن خدای یم.>
13 ماښام د مړزانو یوه لویه ډله راغله او ټول کمپ یې ونیوه او په سهار کې د کمپ په شاوخوا کې پرخه پرته وه.
14 کله چې پرخه والوتله، په ځمکه باندې د واورې په شان واړه بڅرکي راښکاره شول.
15 کله چې اسراییلیانو هغه ولیدل، نو ویې نه پېژندل او د یو او بل څخه یې پوښتنه کوله: <دا څه شی دي؟>حضرت موسیٰ هغوی ته وفرمایل: <دا هغه ډوډۍ ده چې څښتن تاسو ته د خوړلو دپاره درکړې ده.
16 څښتن امر کړی دی چې هرڅوک دې د خپلې ورځنۍ اړتیا په اندازه هغه راټوله کړي. دوه دوه لیتره دې د خپلې کورنۍ هر یو تن ته راټوله کړي.>
17 اسراییلیانو همداسې وکړل. ځینو ډېره او ځینو لږه راټوله کړه.
18 کله چې هغوی هغه اندازه کړه، چا چې ډېره راټوله کړې وه د هغه سره زیاته نه وه او چا چې لږه راټوله کړې وه د هغه سره کمه نه وه. هر یو د خپلې اړتیا په اندازه راټوله کړې وه.
19 حضرت موسیٰ هغوی ته وفرمایل: <هیڅوک دې هغه تر سهار پورې ونه ساتي.>
20 مګر له هغوی څخه ځینو حضرت موسیٰ ته غوږ ونه نیوه او لږه یې وساتله. په راتلونکي سهار هغې چینجي وکړل او بد بوی یې کاوه او حضرت موسیٰ هغوی ته په قهر شو.
21 هر سهار هرچا د خپلې اړتیا په مطابق خواړه راټولول او کله به چې لمر ګرمېده نو څه چې په ځمکه باندې پاتې کېدل هغه به ویلي کېدل.
22 په شپږمه ورځ هغوی دوه چنده راټوله کړه، یعنې څلور لیتره د هر یو تن دپاره. نو د قوم ټول مشران راغلل او حضرت موسیٰ یې خبر کړ.
23 حضرت موسیٰ هغوی ته وفرمایل: <څښتن امر کړی دی چې سبا د ارام کولو مقدسه ورځ ده چې څښتن ته وقف شوې ده. نن هرڅه چې غواړئ پاخه یې کړئ او هرڅه چې غواړئ ویې ایشوئ. هرڅه چې پاتې کیږي هغه د سهار دپاره وساتئ.>
24 څنګه چې حضرت موسیٰ امر کړی ؤ، څه چې پاتې شول هغوی تر راتلونکې ورځې پورې وساتل او هغه بوی او چینجي ونه کړل.
25 حضرت موسیٰ وفرمایل: <دا نن وخورئ، ځکه چې نن د سبت او د ارام کولو ورځ ده چې څښتن ته وقف شوې ده او تاسو به بیرون په ځمکه باندې خواړه ونه مومئ.
26 تاسو باید شپږ ورځې خواړه راټول کړئ، مګر په اوومه ورځ چې د سبت ورځ ده هیڅ شی به نه وي.>
27 بیاهم ځینې خلک په اوومه ورځ د خواړو د راټولولو دپاره لاړل، مګر هغوی هیڅ څه ونه موندل.
28 بیا څښتن حضرت موسیٰ ته وفرمایل: <تاسو به ترڅه وخته پورې زما د امرونو څخه سرغړونه کوئ؟
29 یاد ساتئ چې زه څښتن یم او ما تاسو ته د ارام کولو دپاره یوه ورځ درکړې ده. همدا دلیل دی چې زه به په شپږمه ورځ همېشه د دوه ورځو خواړه درکوم. په اوومه ورځ دې هرڅوک په خپل کور کې پاتې شي او د هغه ځای څخه دې نه راوزي.>
30 نو قوم په اوومه ورځ ارام وکړ.
31 دا خواړه د اسراییلو قوم د من په نوم یادول. هغه د دڼیا د دانو په شان وو، هغه سپین وو او د شاتو په شان خوند یې درلود.
32 حضرت موسیٰ وفرمایل: <څښتن امر کړی دی چې دوه لیتره من واخلئ او د راتلونکو نسلونو دپاره یې وساتئ. نو هغوی به دا خواړه وویني چې هغه مې تاسو ته په هغه وخت کې په دښته کې درکړي وو چې کله مې د مصر څخه راوویستلئ.>
33 حضرت موسیٰ هارون ته وفرمایل: <یو لوښی راواخله او دوه لیتره من په کې واچوه او په عبادتخانه کې یې کېږده چې د راتلونکو نسلونو دپاره د یادګار په توګه وساتل شي.>
34 څنګه چې څښتن په حضرت موسیٰ باندې امر کړی ؤ، حضرت هارون هغه د لوظ د صندوق مخې ته کېښود چې وساتل شي.
35 اسراییلیانو څلوېښت کاله من وخوړ تر هغې پورې چې هغوی د کنعان خاورې ته ورسېدل او هلته ځای په ځای شول.
36 (هغه لوښی چې د من د اندازه کولو دپاره استعمالېده هغه د عومر په نوم یادېده او د شلو لیترو سره برابر ؤ.)