هجرت

1 2 3 4 5 6 7 8 9 10 11 12 13 14 15 16 17 18 19 20 21 22 23 24 25 26 27 28 29 30 31 32 33 34 35 36 37 38 39 40


څپرکی 33

بیا څښتن حضرت موسیٰ ته وفرمایل: <ته او دا قوم چې د مصر څخه دې راوویست له دې ځای څخه لاړ شئ او هغې ځمکې ته ورشئ چې ما وعده کړې وه چې هغه به ابراهیم، اسحاق، یعقوب او د هغوی اولادې ته ورکړم.
2 زه به ستاسو څخه مخکې یوه فرښته ولېږم او کنعانیان، اموریان، حیتیان، فرزیان، حویان او یبوسیان به له هغه ځای څخه راوباسم.
3 تاسو ډېرې ښې او حاصلخېزې ځمکې ته ځئ! مګر زه به ستاسو سره لاړ نه شم، ځکه چې تاسو سرزوری قوم یئ او کېدای شي چې په لار کې مو له منځه یوسم.>
4 ‏-
5 مخکې هم څښتن داسې سختې خبرې کړې وې او حضرت موسیٰ ته یې داسې فرمایلي وو: په رښتیا سره دا قوم سرزوری دی. که زه د هغوی سره لاړ شم نو هغوی به سمدستي ووژنم. خو هغوی ته ووایه چې خپلې ګاڼې وباسي، بیا به زه پرېکړه وکړم چې د هغوی سره څه وکړم. نو خلکو په ژړا شروع وکړه.
6 کله چې هغوی د سینا د غره څخه لاړل، نور یې د ګاڼو اچول بس کړل.
7 حضرت موسیٰ به د کمپ څخه دباندې په یوې لېرې فاصله کې یوه خېمه ودروله او هغه به یې د څښتن د حضورۍ د خېمې په نوم یادوله. هرچا چې به غوښتل د کوم شي په باره کې د څښتن رضا معلومه کړي، نو هغې خېمې ته به ورتلل.
8 کله به چې حضرت موسیٰ هغې خېمې ته ورتله، ټول قوم به د خپلو خېمو په دروازو کې ودرېده او حضرت موسیٰ ته به یې تر هغه وخته پورې کتل ترڅو به هغه خېمې ته ورننوت.
9 د حضرت موسیٰ د ننوتلو څخه وروسته به ورېځ راښکته کېدله او د خېمې د دروازې په خولې کې به ودرېدله او څښتن به د حضرت موسیٰ سره د هغې ورېځې له منځ څخه خبرې کولې.
10 څنګه به چې قوم د خېمې په دروازه کې ورېځ لیدله چې ولاړه به وه، نو ټول به په سجده پرېوتل.
11 څښتن به حضرت موسیٰ سره مخامخ خبرې کولې لکه څنګه چې یو سړی د خپل ملګري سره خبرې کوي. بیا به حضرت موسیٰ کمپ ته راستنېده، مګر د هغه ځوان مرستیال د نون زوی یوشع به په خېمه کې پاتې کېده.
12 حضرت موسیٰ څښتن ته وفرمایل: <ته ماته وایې چې دغه قوم بوځه، خو دا دې راته ونه ویل چې څوک راسره لېږې. تا ماته ویلي دي چې زه تا ښه پېژنم او ستا څخه خوشاله یم.
13 که چېرې ته زما څخه خوشاله یې، نو ماته دې خپل پلانونه ووایه، ترڅو تا وپېژنم او همېشه دې خوشاله کړم. دا مه هېروه چې دا قوم ستا خپل قوم دی.>
14 څښتن په ځواب کې وفرمایل: <زه به په خپله ستا سره لاړ شم او بری به درکړم.>
15 حضرت موسیٰ هغه ته وفرمایل: <که چېرې ته زمونږ سره نه ځې، نو مونږ مه مجبوروه چې له دې ځای څخه لاړ شو.
16 خو که چېرې ته زمونږ سره لاړ شې، نو هرڅوک به په دې پوه شي چې ته د خپل قوم او زما څخه خوشاله یې. په دې ډول به د دنیا د نورو ټولو قومونو څخه زمونږ فرق وشي.>
17 څښتن حضرت موسیٰ ته وفرمایل: <کومه غوښتنه چې تا کړې ده زه به هماغسې وکړم، ځکه چې زه تا ډېر ښه پېژنم او ستا څخه خوشاله یم.>
18 بیا حضرت موسیٰ وفرمایل: <اوس دې خپل جلال ماته وښایه.>
19 څښتن په ځواب کې وفرمایل: <زه به ستا په مخکې تېر شم او ته به زما شان او شوکت وګورې او خپل پاک نوم به درته ووایم. زه څښتن یم او په چا باندې چې وغواړم رحم وکړم نو په هغوی باندې رحم کوم او په چا باندې چې وغواړم مهربانه شم نو په هغوی باندې مهرباني کوم.>
20 هغه زیاته کړه: <خو تا نه پرېږدم چې زما مخ ووینې، ځکه هیڅوک نه شي کولی چې زما مخ وویني او ژوندی پاتې شي.>
21 بیا څښتن وفرمایل: <دلته زما په خوا کې یو ځای شته، ته کولی شې چې په یو ګټ باندې ودرېږې.
22 کله چې زما جلال تېریږي، زه به تا د ګټ په یو چاود کې واچوم او په خپل لاس به دې پټ کړم ترڅو زه تېر شم.
23 بیا به زه خپل لاس لېرې کړم او ته به زما شا ووینې، مګر مخ به مې ونه وینې.>