هجرت

1 2 3 4 5 6 7 8 9 10 11 12 13 14 15 16 17 18 19 20 21 22 23 24 25 26 27 28 29 30 31 32 33 34 35 36 37 38 39 40


څپرکی 22

که چېرې یو سړی یو غویی یا یو پسه غلا کړي او هغه حلال یا خرڅ کړي، نو هغه باید د هر غویي په بدل کې پنځه غوایان او د هر پسه په بدل کې څلور پسونه ورکړي.
2 ‏-
4 څه چې هغه غلا کړي دي باید د هغه تاوان ورکړي. که چېرې هغه هیڅ شی ونلري، نو د غلام په توګه دې خرڅ شي چې د غلا شوي شي تاوان ورکړي. که غلا شوی حیوان که هغه غویی، یا خر یا پسه وي د هغه سره ژوندی وموندل شي، هغه باید د هغه دوه چنده بیه ورکړي.که چېرې غل د شپې له خوا کور ته د ننوتلو په وخت کې ونیول شي او هغه ووژل شي نو چا چې هغه وژلی دی هغه د ده د قتل په خاطر مجرم نه دی. خو که دا کار د ورځې له خوا وشي نو هغه به د دې قتل په خاطر مجرم وګڼل شي.
5 که چېرې یو سړی خپل حیوانات په یو پټي یا د انګورو په باغ کې څروي او هغه پرېږدي چې وګرځي او د بل سړي په پټي کې وڅریږي، نو هغه باید د خپل پټي یا د انګورو د باغ ترټولو ښه حاصل په تاوان کې ورکړي.
6 که چېرې یو څوک په خپل پټي کې اور ولګوي او دا اور د اغزیو په وسیله د بل چا پټي ته خپور شي او د هغه ګېډۍ یا ولاړې غلې دانې وسوزوي، نو هرچا چې اور لګولی وي باید پوره تاوان یې ورکړي.
7 که چېرې یو سړی بل چاته پیسې یا قیمتي شیان د امانت په توګه ورکړي او هغه د هغه سړي د کور څخه غلا شي، که چېرې غل ونیول شي باید دوه چنده بیه ادا کړي.
8 مګر که چېرې هغه غل پیدا نه شي، د کور خاوند باید د قاضي په حضور کې ځان حاضر کړي او په دې ځای کې به هغه قسم خوري چې هغه د دې سړي شتمني نه ده غلا کړې.
9 فرض کړئ د دوه نفرو ترمنځ د غویي، خره، پسه، کالیو یا نورو شیانو په سر شخړه ده او هر یو وایي چې هغه زما دي. نو دواړه خواوې دې د فیصلې کولو دپاره قاضي ته راشي. نو کوم یو چې د قاضي له طرفه مجرم وګڼل شو، هغه بل نفر ته باید دوه چنده تاوان ورکړي.
10 که چېرې یو سړی خپل خر، غویی، پسه یا کوم بل حیوان بل چاته د امانت په توګه ورکړي او هغه مړ یا زخمي شي یا په داسې وخت کې غلا شي چې هیڅوک یې ونه ویني،
11 د هغوی ترمنځ به دا شخړه د څښتن په نوم په قسم خوړلو سره حل شي چې هغه سړي د دې بل سړي حیوان نه دی غلا کړی. نو خاوند دې دا ومني او هیڅ تاوان ته اړتیا نشته.
12 مګر که چېرې دا حیوان غلا شوی وي، هغه سړی باید د هغه خاوند ته تاوان ورکړي.
13 که چېرې هغه د کوم وحشي حیوان له خوا وژل شوی وي، هغه سړی دې د هغه حیوان د بدن پاتې برخه د ثبوت په ډول د هغه خاوند ته راوړي، نو دا لازمه نه ده چې هغه د وژل شوي حیوان په خاطر تاوان ورکړي.
14 که چېرې یو سړی د بل چا څخه یو حیوان په قرض واخلي او هغه په داسې وخت کې زخمي یا مړ شي چې د هغه خاوند حاضر نه وي، هغه یې باید تاوان ورکړي.
15 مګر که چېرې دا پېښه د هغه د خاوند په موجودیت کې وشي، نو د تاوان ورکولو اړتیا نشته. که چېرې دا حیوان په کرایه نیول شوی وي، نو د کرایې پیسې چې خاوند ته یې ورکړل شوې دي د هغه تاوان پوره کوي.
16 که چېرې یو سړی یوه داسې پېغله چې چاته کوژدن شوې نه وي وغولوي او د هغې سره زنا وکړي، نو هغه باید مهر ورکړي او د هغې سره دې واده وکړي.
17 که چېرې د هغې پلار بېخي راضي نه وي چې خپله لور هغه ته ورکړي، بیاهم باید هغه نفر د پېغلې پلار ته د ناوې د مهر په اندازه پیسې ورکړي.
18 کوډګره ژوندۍ مه پرېږدئ.
19 هرڅوک چې د یو حیوان سره جنسي اړیکې لري باید ووژل شي.
20 هرڅوک چې د څښتن څخه پرته بل خدای ته قرباني وکړي باید له منځه یوړل شي.
21 د یو بېګانه سړي سره بده رویه مه کوئ یا ظلم ورباندې مه کوئ، یاد ساتئ چې تاسو هم په مصر کې بېګانه وئ.
22 د کونډې یا یتیم سره بده رویه مه کوئ.
23 که چېرې تاسو داسې وکړئ او هغوی ماته د مرستې دپاره فریاد وکړي، زه به د هغوی دعا قبوله کړم.
24 زه به په قهر شم او تاسو به په جنګ کې ووژنم. ستاسو ښځې به کونډې شي او اولادونه به مو بې پلاره شي.
25 که چېرې تاسو زما د قوم څخه کوم غریب ته پیسې په قرض ورکړئ، د یو قرض ورکوونکي په شان عمل ورسره مه کوئ او هغه مه مجبوروئ چې سود درکړي.
26 که چېرې تاسو د یو چا چپنه په ګرو واخلئ، باید هغه د لمرپرېواته څخه مخکې بېرته ورکړئ.
27 ځکه چې دا د هغه یوازینی لباس دی چې هغه ورباندې تود وي. کېدای شي چې د هغه سره بل داسې شی نه وي چې هغه په کې ویده شي. که چېرې هغه ماته د مرستې دپاره فریاد وکړي، زه به د هغه دعا قبوله کړم ځکه چې زه رحیم یم.
28 د خدای پاک په باره کې بدې خبرې مه کوئ او نه د خپل قوم کوم مشر ته ښېرا کوئ.
29 د خپلو غلو دانو، د انګورو د شربتونو او زیتونو د تېلو د نذرانو په ورکولو کې ځنډ مه کوئ.تاسو باید خپل مشران زامن ماته وقف کړئ.
30 د خپلو غوایانو او پسونو اولني زېږېدل شوي بچي ماته راکړئ. پرېږدئ چې اولني زېږېدل شوي نران بچي د خپلو مورګانو سره اووه ورځې پاتې شي او په اتمه ورځ یې ماته راکړئ.
31 تاسو باید زما مقدس قوم اوسئ. نو د داسې حیوان غوښه مه خورئ چې وحشي حیواناتو داړلی وي. هغه سپیو ته واچوئ.