هجرت

1 2 3 4 5 6 7 8 9 10 11 12 13 14 15 16 17 18 19 20 21 22 23 24 25 26 27 28 29 30 31 32 33 34 35 36 37 38 39 40


څپرکی 36

بصلئیل، اهولیاب او نور کارګران چې څښتن ورته مهارت او پوهه ورکړې ده د څښتن د حکم سره سم به مقدسه خېمه جوړه او تیاره کړي.>
2 بیا حضرت موسیٰ بصلئیل او اهولیاب او ټول ماهر خلک چې څښتن ورته توان ورکړی ؤ او غوښتل یې چې کار وکړي، راوغوښتل چې راشي او کار شروع کړي.
3 هغوی د حضرت موسیٰ څخه هغه ټولې نذرانې چې د اسراییلو خلکو د مقدسې خېمې د جوړولو د کار دپاره راوړې وې واخیستلې. خو خلکو به حضرت موسیٰ ته هر سهار د رضاکارۍ نذرانې راوړلې.
4 نو هغو ټولو ماهرو کسبګرو چې په مقدسې خېمې باندې یې کار کاوه، خپل کار پرېښود
5 او حضرت موسیٰ ته یې وویل: <د هغه کار دپاره چې څښتن یې امر کړی دی، خلک له ضرورت څخه زیاتې نذرانې راوړي.>
6 بیا حضرت موسیٰ حکم وکړ او هغوی دا خبره ټول کمپ ته ورسوله: <هیڅ سړی یا ښځه دې د مقدسې خېمې دپاره نور هیڅ شی د نذرانې په توګه نه راوړي.> نو خلک نور د نذرانو د راوړلو څخه منع کړای شول،
7 ځکه څه چې مخکې راوړل شوي وو، هغه د ټول کار د بشپړولو دپاره ډېر وو.
8 د کارګرانو څخه ټولو ماهرو نفرو د ښه کتان او د آبي، بانجاني او سرو وړیو د لسو پردو څخه مقدسه خېمه جوړه کړه او په هغو کې یې د کروبیانو نقش ګلدوزي کړی ؤ.
9 د ټولو پردو اندازه یوشان وه، دولس متره اوږدې او دوه متره پلنې وې.
10 د دې پردو څخه پنځه پردې سره یوځای شوې او یوه جوړه ورڅخه جوړه شوه او دوهمه جوړه د نورو پنځو څخه جوړه شوه.
11 هغوی په هره جوړه کې د بیرونۍ پردې په څنډه باندې د آبي رنګه ټوټې کړۍ ګانې جوړې کړې.
12 همدارنګه هغوی پنځوس کړۍ ګانې په یوې پردې باندې او پنځوس د بلې جوړې په اخرنۍ پردې باندې په داسې ډول جوړې کړلې چې هغه کړۍ ګانې یو بل ته مخامخ وي.
13 بیا هغوی پنځوس د سرو زرو چنګکونه جوړ کړل او د پردو د دوه جوړو په یوځای تړلو کې یې ورڅخه کار واخیست، ترڅو ټوله یوه خېمه ورڅخه جوړه شي.
14 هغوی د مقدسې خېمې د پوښ دپاره د وزو د وړیو څخه پردې جوړې کړې چې ټولې یوولس دانې وې.
15 یوولس واړه پردې په یوه اندازه وې، یعنې دیارلس متره اوږدې او دوه متره پلنې وې.
16 هغوی پنځه پردې په یوه جوړه کې سره یوځای کړې او نورې شپږ یې په بله جوړه کې.
17 بیا یې پنځوس کړۍ ګانې د یوې جوړې د اخرنۍ پردې په څنډه کې جوړې کړلې او د بلې جوړې د اخرنۍ پردې په څنډه کې یې همداسې جوړې کړلې.
18 د برنجو پنځوس چنګکونه یې جوړ کړل او په کړۍ ګانو کې یې واچول چې خېمه یوځای سره وتړي.
19 بیا یې د خېمې دپاره د پسه د داسې پوستکي څخه پوښ جوړ کړ چې سور رنګ ورکړل شوی ؤ او په هغه باندې یې د ښې څرمنې څخه یو پوښ جوړ کړ.
20 هغوی د خېمې دپاره د غز د لرګي څخه ولاړ چوکاټونه جوړ کړل.
21 هر چوکاټ څلورنیم متره اوږد او پنځه شپېته سانتي پلن ؤ،
22 دوه یوشان نښلوونکې تختې یې درلودلې، ترڅو چوکاټونه سره یوځای شي. ټولو چوکاټونو دا تختې درلودلې.
23 هغوی د خېمې د جنوب خوا دپاره شل چوکاټونه جوړ کړل،
24 او څلوېښت د سپینو زرو پایې یې جوړې کړې چې ورلاندې شي، د هر چوکاټ لاندې دوه دوه پایې وې، د دې دپاره چې دوه تختې یې ونیسي.
25 هغوی د بلې خوا یعنې د خېمې د شمال خوا دپاره شل چوکاټونه جوړ کړل،
26 او څلوېښت د سپینو زرو پایې یې جوړې کړلې چې د هر چوکاټ لاندې دوه دوه وي.
27 د خېمې د شا دپاره یې چې د لوېدیځ خواته وه، شپږ چوکاټونه جوړ کړل،
28 او دوه چوکاټونه یې د خېمې د کنجونو دپاره جوړ کړل کوم چې شاته وو.
29 په دغو دوو کنجونو کې هغه چوکاټونه د بېخ څخه نیولې تر سره پورې سره یوځای وو او په یوې کړۍ کې لګول شوي وو، دا دواړه یوشان وو.
30 نو اته چوکاټونه او شپاړس د سپینو زرو پایې وې، د هر چوکاټ لاندې دوه دوه پایې وې.
31 هغوی د غز د لرګي څخه پنځلس اړمونه جوړ کړل، پنځه یې د هغو چوکاټونو دپاره جوړ کړل چې د خېمې په یوې خوا باندې وو،
32 پنځه د هغو چوکاټونو دپاره چې په بلې خوا باندې وو او پنځه د هغو چوکاټونو دپاره چې شاته د لوېدیځ خواته په آخر سر کې وو.
33 منځنی اړم چې د چوکاټونو تر نیمایي پورې ایښودل شوی ؤ، هغه د خېمې د یو سر څخه تر بل سره پورې غزېدلی ؤ.
34 چوکاټونو ته یې د سرو زرو پوښ ورکړ او د سرو زرو کړیو سره یې ولګول چې اړمونه ونیسي. همدارنګه هغوی اړمونو ته هم د سرو زرو پوښ ورکړ.
35 هغوی د ښه کتان او آبي، بانجاني او سرو وړیو څخه یوه پرده جوړه کړه او په هغې کې یې د کروبیانو نقش ګلدوزي کړی ؤ.
36 د هغې دپاره یې د غز د لرګي څخه څلور ستنې جوړې کړې او د سرو زرو پوښ یې ورته ورکړ او د هغو دپاره یې د سرو زرو چنګکونه جوړ کړل او څلور پایې یې ورته جوړې کړې.
37 هغوی د خېمې د دروازې دپاره د آبي، بانجاني او سرو وړیو او د ښه کتان څخه یوه پرده جوړه کړه چې ګلدوزي په کې شوې وه.
38 د دې پردې دپاره هغوی پنځه ستنې جوړې کړې چې د چنګکونو سره لګېدلې وې، د هغو سرونو او سیخونو ته یې د سرو زرو پوښ ورکړ او د ستنو دپاره یې پنځه برنجي پایې جوړې کړلې.