هجرت

1 2 3 4 5 6 7 8 9 10 11 12 13 14 15 16 17 18 19 20 21 22 23 24 25 26 27 28 29 30 31 32 33 34 35 36 37 38 39 40


څپرکی 11

څښتن حضرت موسیٰ ته وفرمایل: <زه به په فرعون او د هغه په خلکو باندې اخرنۍ بلا نازله کړم. د هغې څخه وروسته به هغه تاسو پرېږدي چې له دې ځای څخه لاړ شئ او تاسو ټول به له دې ځایه وشړي.
2 د اسراییلو خلکو ته ووایه چې نارینه او ښځې دې د خپلو ګاونډیانو څخه د سرو زرو او سپینو زرو ګاڼې وغواړي.>
3 څښتن اسراییلیان د مصریانو په نظر کې عزتمن کړل او په خپله حضرت موسیٰ په مصر کې د فرعون د درباریانو او د قوم په نظر کې ډېر لوی سړی وګڼل شو.
4 بیا حضرت موسیٰ وفرمایل: <څښتن فرمایي چې زه به په نیمه شپه کې له مصر څخه تېر شم
5 او هر مشر زوی به په مصر کې مړ شي، د فرعون د زوی څخه نیولې چې د تخت وارث دی د هغې وینځې د مشر زوی پورې څوک چې په مېچن کې غلې دانې میده کوي او د حیواناتو اولني زېږېدلي بچي به هم مړه شي.
6 په ټول مصر کې به داسې ژړا او واویلا وي چې هلته هیڅ کله نه وه او نه به وي.
7 مګر په اسراییلیانو کې به داسې ارامي وي چې حتیٰ د سپي غپا به هم نه وي. بیا به تاسو وپوهېږئ چې څښتن د مصریانو او اسراییلیانو ترمنځ فرق کوي.>
8 حضرت موسیٰ خپله وینا پای ته ورسوله او ویې فرمایل: <ستا ټول درباریان به ماته راشي او ماته به سجده وکړي او زارۍ به راته وکړي چې زه خپل ټول قوم له ځان سره واخلم او لېرې لاړ شم.> بیا حضرت موسیٰ ډېر په قهر سره د فرعون څخه لاړ.
9 څښتن حضرت موسیٰ ته فرمایلي وو: <فرعون به ستا خبرې ته غوږ ونه نیسي، خو په دې کار سره به ماته موقعه په لاس راشي چې په مصر کې به نورې معجزې هم وښایم.>
10 حضرت موسیٰ او حضرت هارون فرعون ته دا ټولې معجزې وروښودلې، مګر څښتن د فرعون زړه سخت کړ او هغه اسراییلیان پرېنښودل چې د هغه له هېواد څخه لاړ شي.