هجرت

1 2 3 4 5 6 7 8 9 10 11 12 13 14 15 16 17 18 19 20 21 22 23 24 25 26 27 28 29 30 31 32 33 34 35 36 37 38 39 40


څپرکی 8

بیا څښتن حضرت موسیٰ ته وفرمایل: <فرعون ته ورشه او هغه ته ووایه چې څښتن فرمایي: زما قوم پرېږده چې لاړ شي او زما عبادت وکړي.
2 که چېرې ته د هغوی د پرېښودلو څخه انکار وکړې، زه به ستا په ټول هېواد باندې د چونګښو بلا نازله کړم.
3 د نیل سیند به د چونګښو څخه ډک شي. هغوی به ستا ماڼۍ او ستا د خوب کوټې ته درننوزي او ستا کټ ته به دروخېژي. حتیٰ ستا د قوم او د درباریانو کورونو او ستا تنورونو او د خمیره کولو لګنونو ته به هم ورننوزي.
4 چونګښې به ستا، ستا د قوم او ستا د ټولو درباریانو سرونو ته ټوپونه وهي.>
5 څښتن حضرت موسیٰ ته وفرمایل: <هارون ته ووایه: خپله امسا د ویالو، نهرونو او ډنډونو خواته ونیسه ترڅو چونګښې بیرون ووزي او د مصر ځمکه په هغو پټه شي.>
6 نو حضرت هارون خپله امسا د اوبو په سر ونیوله او چونګښې راووتلې او ځمکه ورباندې پټه شوه.
7 مګر جادوګرانو هم همداسې کار وکړ. هغوی هم د جادو په وسیله چونګښې ځمکې ته راوویستلې.
8 فرعون حضرت موسیٰ او حضرت هارون راوغوښتل او ورته ویې ویل: <تاسو څښتن ته دعا وکړئ چې زمونږ څخه دا چونګښې لېرې کړي نو زه به ستاسو قوم پرېږدم چې لاړ شي او څښتن ته قربانۍ وړاندې کړي.>
9 حضرت موسیٰ په ځواب کې وفرمایل: <زه به ستا دپاره دعا وکړم. ماته وخت وټاکه چې زه کله ستا، ستا د درباریانو او ستا د قوم دپاره دعا وکړم. بیا به تاسو او ستاسو کورونه د چونګښو څخه خلاص شي او یوازې د نیل په سیند کې به چونګښې پاتې شي.>
10 فرعون په ځواب کې وویل: <سبا زما دپاره دعا وکړه.>حضرت موسیٰ وفرمایل: <څنګه چې ستا خوښه وي زه به هماغسې وکړم. بیا به ته پوه شې چې زمونږ د څښتن خدای په شان بل خدای نشته.
11 ته، ستا درباریان او ستا خلک به له چونګښو څخه خلاص شئ او چونګښې به بغیر د نیل د سیند څخه په بل ځای کې پاتې نه شي.>
12 بیا حضرت موسیٰ او حضرت هارون له فرعون څخه لاړل او حضرت موسیٰ څښتن ته سوال وکړ چې هغه چونګښې له منځه یوسي چې څښتن په فرعون باندې نازلې کړې وې.
13 څښتن د حضرت موسیٰ سوال قبول کړ او هغه چونګښې چې په کورونو، حویلیو او پټیو کې وې مړې شوې.
14 مصریانو هغه ډېرۍ کړې او ټوله ځمکه خوسا بوی ونیوله.
15 کله چې فرعون ولیدل چې چونګښې مړې شوې، هغه بیا خپل زړه سخت کړ او لکه څنګه چې څښتن فرمایلي وو هغه د حضرت موسیٰ او حضرت هارون خبرو ته غوږ ونه نیوه.
16 بیا څښتن حضرت موسیٰ ته وفرمایل: <هارون ته ووایه چې په خپله امسا باندې ځمکه ووهي چې د مصر ټولې خاورې په ورږو بدلې شي.>
17 نو حضرت هارون ځمکه په امسا باندې ووهله او د مصر ټولې خاورې په ورږو بدلې شوې او ټول انسانان او حیوانات په کې پټ شول.
18 جادوګرانو هڅه وکړه چې د جادو په وسیله ورږې پیدا کړي، مګر هغوی ونه شو کولی. په انسانانو او حیواناتو باندې ورږې وې.
19 جادوګرانو فرعون ته وویل: <دا کار خدای کړی دی!> مګر د فرعون زړه سخت ؤ او څنګه چې څښتن فرمایلي وو، فرعون د حضرت موسیٰ او حضرت هارون خبرو ته غوږ ونه نیوه.
20 څښتن حضرت موسیٰ ته وفرمایل: <سبا سهار وختي پاڅه او کله چې فرعون سیند ته ځي، ورشه او ورسره وګوره او هغه ته ووایه چې څښتن داسې فرمایي: زما قوم پرېږده چې لاړ شي او زما عبادت وکړي.
21 که ته زما قوم پرېنږدې چې لاړ شي، زه به په تا، ستا په درباریانو او ستا په قوم او په کورونو باندې مچان نازل کړم. د مصریانو کورونه به د مچانو څخه ډک شي او ځمکه به ورباندې پټه شي.
22 مګر زه به د جوشن سیمه چې زما قوم په کې اوسي، بچ کړم چې هلته هیڅ مچان نه وي. دا کار د دې دپاره کوم ترڅو تاسو پوه شئ چې زه حتیٰ په دې خاوره باندې هم اختیار لرم.
23 زه به ستا او د خپل قوم ترمنځ ښکاره فرق وکړم. دا معجزه به سبا پېښیږي.>
24 نو څښتن د فرعون په ماڼۍ او د هغه د درباریانو په کورونو باندې ډېر زیات مچان نازل کړل. مچانو د مصر ټول هېواد وران کړ.
25 بیا فرعون حضرت موسیٰ او حضرت هارون راوغوښتل او هغوی ته یې وویل: <لاړ شئ او په همدې هېواد کې خپل خدای ته قربانۍ وړاندې کړئ.>
26 حضرت موسیٰ په ځواب کې وفرمایل: <دا ښه کار نه دی. ځکه مصریان به زمونږ څخه خفه شي چې مونږ خپل څښتن خدای ته حیوانات قرباني کړو. که چېرې دا حیوانات په داسې ځای کې قرباني کړو چې مصریان مو وویني، نو هغوی به مونږ سنګسار کړي.
27 لکه څنګه چې زمونږ څښتن خدای امر کړی دی، مونږ باید هغه ته د قربانۍ وړاندې کولو په خاطر درې ورځې په دښته کې سفر وکړو.>
28 فرعون وویل: <زه به تاسو پرېږدم چې لاړ شئ او خپل څښتن خدای ته په دښته کې قرباني وړاندې کړئ. مګر ډېر لېرې لاړ نه شئ او زما دپاره دعا وکړئ.>
29 حضرت موسیٰ په ځواب کې وفرمایل: <څنګه چې زه لاړ شم نو ستا دپاره به دعا وکړم چې څښتن ستا، ستا له درباریانو او ستا له قوم څخه مچان لېرې کړي. مګر ته به بیا مونږ نه غولوې او د قوم مخنیوی به نه کوې چې هغوی څښتن ته قرباني وړاندې کړي.>
30 حضرت موسیٰ د فرعون څخه لاړ او څښتن ته یې دعا وکړه.
31 څښتن د حضرت موسیٰ دعا قبوله کړه. مچانو فرعون، د هغه درباریان او د هغه قوم پرېښودل. یو مچ هم پاتې نه شو.
32 مګر دا ځل هم فرعون خپل زړه سخت کړ او د اسراییلو قوم یې پرېنښود چې لاړ شي.