هجرت

1 2 3 4 5 6 7 8 9 10 11 12 13 14 15 16 17 18 19 20 21 22 23 24 25 26 27 28 29 30 31 32 33 34 35 36 37 38 39 40


څپرکی 24

څښتن حضرت موسیٰ ته وفرمایل: <ته، هارون، ناداب، ابیهو او د اسراییلو اویا مشران ماته غره ته راوخېژئ او له لېرې فاصلې څخه راته سجده وکړئ.
2 یوازې ته ماته نژدې راشه او نور دې راته نژدې نه راځي. د اسراییلو د قوم د نورو خلکو څخه دې هیڅوک هم غره ته نه راخېژي.>
3 کله چې حضرت موسیٰ راغی او خلکو ته یې د څښتن ټولې خبرې او قوانین اعلان کړل، هغوی په یو اواز په ځواب کې وویل: <مونږ به د څښتن په هره خبره باندې عمل کوو.>
4 حضرت موسیٰ د څښتن ټول امرونه ولیکل. هغه سهار وختي پاڅېد او د غره په لمنه کې یې د قربانۍ ځای جوړ کړ او هلته یې دولس تیږې چې د اسراییلو د دولسو قبیلو نماینده ګي یې کوله ودرولې.
5 بیا حضرت موسیٰ اسراییلي ځینې ځوانان ولېږل او هغوی سوزېدونکې نذرانې او ځینې غوایان د سلامتۍ د نذرانې په توګه څښتن ته قرباني کړل.
6 حضرت موسیٰ نیمه وینه راواخیستله او په لګنونو کې یې واچوله او نیمه یې په قربانګاه باندې وشیندله.
7 بیا هغه د لوظ کتاب راواخیست او خلکو ته یې په لوړ اواز سره ولوست. هغوی وویل: <مونږ به د څښتن اطاعت کوو او د هغه په ټولو امرونو باندې به عمل کوو.>
8 بیا حضرت موسیٰ هغه وینه چې په لګنونو کې وه راواخیستله او په خلکو باندې یې وشیندله. هغه وفرمایل: <دا د هغه لوظ وینه ده چې څښتن د دغو ټولو حکمونو په مطابق له تاسو سره کړی دی.>
9 حضرت موسیٰ د حضرت هارون، ناداب، ابیهو او د اسراییلو د اویا مشرانو سره غره ته وخوت
10 او د اسراییلو خدای یې ولید. د هغه د پښو لاندې د شین یاقوت د فرش په شان یو څه ښکاره کېدل چې د اسمان په شان شنه وو.
11 که څه هم د اسراییلو دغو مشرانو خدای پاک ولید، خو هغه ورته زیان ونه رساوه. بیا هغوی وخوړل او ویې څښل.
12 څښتن حضرت موسیٰ ته وفرمایل: <ماته د غره سرته راوخېژه او دلته پاتې شه. زه به تاته د تیږو لوحې چې په هغو باندې مې د خلکو د لارښودنې دپاره حکمونه لیکلي دي درکړم.>
13 حضرت موسیٰ او د هغه مرستیال یعنې یوشع تیار شول او حضرت موسیٰ مقدس غره ته ورپورته شو.
14 حضرت موسیٰ مشرانو ته وفرمایل: <تاسو دلته انتظار وباسئ، ترڅو مونږ بېرته راشو. حضرت هارون او حور ستاسو سره دي او هرڅوک چې کومه مسئله لري هغوی ته دې ورشي.>
15 کله چې حضرت موسیٰ غره ته پورته شو، ورېځو غر پټ کړ
16 او د څښتن جلال د سینا په غره باندې خپور شو. غر شپږ ورځې په ورېځو کې پټ ؤ او په اوومه ورځ څښتن له ورېځو څخه حضرت موسیٰ ته غږ وکړ.
17 د څښتن جلال اسراییلیانو ته داسې ښکارېده لکه د غره په سر باندې چې اور بل وي.
18 کله چې حضرت موسیٰ غره ته ورپورته شو، هغه په ورېځو کې ورننوت او څلوېښت ورځې او څلوېښت شپې په غره کې پاتې شو.