هجرت

1 2 3 4 5 6 7 8 9 10 11 12 13 14 15 16 17 18 19 20 21 22 23 24 25 26 27 28 29 30 31 32 33 34 35 36 37 38 39 40


څپرکی 39

د آبي، بانجاني او سرو وړیو څخه هغوی په مقدس ځای کې د خدمت کولو دپاره ښکلي کالي جوړ کړل. هغوی د حضرت هارون دپاره هم د څښتن د حکم په مطابق چې حضرت موسیٰ ته یې کړی ؤ، خاص لباس جوړ کړ.
2 هغوی د سرو زرو او د آبي، بانجاني او سرو وړیو او د ښه کتان څخه مقدس پېشبند جوړ کړ.
3 هغوی سره زر وټکول او نرۍ پاڼې یې ورڅخه جوړې کړې او تارونه یې ورڅخه پرې کړل چې په آبي، بانجاني او سرو وړیو او ښه کتان کې ورڅخه کار واخیستل شي، دا د یو ماهر کسبګر کار ؤ.
4 هغوی د مقدس پېشبند دپاره د اوږې دوه تسمې جوړې کړې او د هغه په دواړو خواو باندې یې ونښلولې چې پېشبند ورسره وتړل شي.
5 ښه اوبدل شوی کمربند چې د همدغه شان موادو څخه جوړ شوی ؤ، هغه د مقدس پېشبند سره ونښلول شو چې د یوې ټوټې په شان ښکاره شي. هغوی دا کار د څښتن د امر سره سم چې حضرت موسیٰ ته یې کړی ؤ وکړ.
6 هغوی سلیماني تیږې په هغو ځایونو کې ولګولې چې د سرو زرو د قابونو په شان جوړ شوي دي او په هغو باندې یې د مهر په شان د حضرت یعقوب د زامنو د نومونو نقش وویست.
7 لکه څنګه چې څښتن په حضرت موسیٰ باندې امر کړی ؤ هغوی هغه تیږې د مقدس پېشبند د اوږې په تسمو باندې ولګولې چې د اسراییلو د دولسو قبیلو استازیتوب وکړي.
8 هغوی سینه پوښ د هماغو موادو څخه جوړ کړ چې مقدس پېشبند ورڅخه جوړ شوی ؤ او هماغسې ګلدوزي په کې وشوه.
9 هغه څلور کنجه ؤ، دوه ویشت سانتي اوږد ؤ او دوه ویشت سانتي پلن ؤ او دوه قاته ؤ.
10 بیا هغوی په هغه باندې څلور قطاره قیمتي تیږې ولګولې. په اول قطار کې یې یو یاقوت، یو ژیړ یاقوت او یو لعل ولګاوه،
11 په دوهم قطار کې یې یو زمروت، یو شین یاقوت او یو الماس ولګاوه،
12 په دریم قطار کې یې یوه فیروزه، یو عقیق او یو ارغواني یاقوت ولګاوه،
13 په څلورم قطار کې یې یو شینکی یاقوت، یوه سلیماني تیږه او یو یشم ولګاوه. هغه په داسې ځایونو کې ولګول شول چې د سرو زرو د قابونو په شان جوړ شوي دي.
14 دولس تیږې وې، د حضرت یعقوب د زامنو د هر نوم دپاره یوه یوه تیږه، په هرې یوې کې د یو مهر په شان نقش ایستل شوی ؤ او د دولسو قبیلو څخه د یوې قبیلې نوم په کې ؤ.
15 هغوی د سینه پوښ دپاره د سوچه سرو زرو څخه داسې ځنځیرونه جوړ کړل چې د یوې رسۍ په شان تاو شوي وو.
16 دوه د سرو زرو د قابونو په شان ځایونه او دوه د سرو زرو کړۍ ګانې یې جوړې کړې او د سینه پوښ په پورتنیو کنجونو پورې یې ونښلولې.
17 په دغو دوو کړیو باندې یې دوه د سرو زرو ځنځیرونه وتړل،
18 او د ځنځیرونو دوه نور سرونه یې په هغو ځایونو باندې چې د سرو زرو د قابونو په شان وو وتړل او په دې ډول یې د مقدس پېشبند د اوږې د تسمو په مخکینۍ برخې باندې ونښلول.
19 هغوی د سرو زرو دوه کړۍ ګانې جوړې کړې او د سینه پوښ په لاندینیو کنجونو پورې یې په دنننۍ څنډې باندې د مقدس پېشبند په څنګ کې ونښلولې.
20 دوه نورې کړۍ ګانې یې جوړې کړې او د اوږې د تسمو په لاندینۍ برخه کې یې ونښلولې چې د مقدس پېشبند په مخکینۍ برخې باندې بخۍ ته نژدې او د مقدس پېشبند د کمربند دپاسه وې.
21 لکه څنګه چې څښتن حضرت موسیٰ ته امر کړی ؤ، هغوی د سینه پوښ کړۍ ګانې د مقدس پېشبند د کړۍ ګانو سره په آبي مزي باندې وتړلې چې د کمربند سره وصل شي، ترڅو سینه پوښ د مقدس پېشبند څخه لېرې نه شي.
22 هغه چپنه چې د مقدس پېشبند لاندې اغوستل کېدله ټوله د آبي ټوکر څخه جوړه شوه.
23 د هغې په منځ کې یې د سر دپاره یو سوری پرېښود او د سوري ګردچاپېره یې یوه غاړه وګنډله ترڅو چپنه ونه شلیږي.
24 هغوی د چپنې د لمنې په څنډه باندې د آبي، بانجاني او سرو وړیو او ښه کتان څخه انار جوړ کړل.
25 د سوچه سرو زرو څخه یې زنګونه جوړ کړل او هغه یې د لمنې په څنډه باندې د انارو ترمنځ ونښلول.
26 لکه څنګه چې څښتن په حضرت موسیٰ باندې امر کړی ؤ زنګونه او انار د هغې چپنې د لمنې په څنډه باندې چې د خدمت کولو دپاره به اغوستل کېدله، د یو او بل ترمنځ راغلل.
27 هغوی د حضرت هارون او د هغه د زامنو دپاره د ښه کتان څخه کمیسونه جوړ کړل
28 او لونګۍ، خولۍ ګانې او نیکرونه یې ورته د ښه کتان څخه جوړ کړل.
29 پټۍ د ښه کتان او د آبي، بانجاني او سرو وړیو څخه جوړه شوې وه او هغه ګلدوزي شوې وه، لکه څنګه چې څښتن په حضرت موسیٰ باندې امر کړی ؤ
30 هغوی د سوچه سرو زرو څخه یو ګل جوړ کړ او په هغه باندې یې د دې لغتونو یعنې څښتن ته وقف شوی یو نقش وویست لکه څنګه چې په یو مهر باندې ایستل کیږي.
31 لکه څنګه چې څښتن په حضرت موسیٰ باندې امر کړی ؤ هغوی هغه ګل په یو آبي مزي باندې د لونګۍ په مخکینۍ برخې پورې وتاړه.
32 په دې ډول هغه ټول کار چې په مقدسې خېمې باندې روان ؤ هغه ختم شو. اسراییلیانو ټول شیان د څښتن د امر سره سم چې حضرت موسیٰ ته یې کړی ؤ جوړ کړل.
33 بیا هغوی دا شیان حضرت موسیٰ ته راوړل: خېمه او د هغې ټول سامان، د هغې چنګکونه، چوکاټونه، اړمونه، ستنې او پایې،
34 د پسه د داسې پوستکي څخه پوښ چې سور رنګ ورکړل شوی ؤ، د ښې څرمنې پوښ او دنننۍ پرده،
35 د لوظ صندوق چې د تیږو لوحې په کې دي، د هغه د میلو سره او د هغه سرپوښ چې کفاره ورباندې ادا کیږي،
36 مېز د هغه د ټول سامان سره او مقدسه ډوډۍ،
37 د سوچه سرو زرو څراغدان، د هغه څراغونه، د هغه ټول سامان او د څراغونو دپاره تېل،
38 د سرو زرو قربانګاه، د مسح کولو تېل او خوشبویي، د مقدسې خېمې د دروازې دپاره پرده،
39 برنجي قربانګاه د هغې د برنجي جالۍ سره، د هغې ستنې او ټول لوښي، تشت د پایې سره،
40 د حویلۍ پردې د هغو د ستنو او پایو سره او د حویلۍ د دروازې دپاره پرده، د حویلۍ دپاره رسۍ ګانې او مېخونه، د مقدسې خېمې دپاره ټول سامان
41 او ښکلي کالي چې په مقدس ځای کې د خدمت دپاره اغوستل کیږي، د حضرت هارون کاهن دپاره خاص لباس او د هغه د زامنو دپاره لباس کله چې هغوی د کاهنانو په توګه خدمت کوي.
42 لکه څنګه چې څښتن په حضرت موسیٰ باندې امر کړی ؤ، اسراییلیانو ټول کارونه سرته رسولي وو.
43 حضرت موسیٰ ټول کار وکاته او ویې لیدل چې هغوی د څښتن د امر سره سم کار کړی ؤ. نو هغوی ته یې برکت ورکړ.