هجرت

1 2 3 4 5 6 7 8 9 10 11 12 13 14 15 16 17 18 19 20 21 22 23 24 25 26 27 28 29 30 31 32 33 34 35 36 37 38 39 40


څپرکی 15

بیا حضرت موسیٰ او اسراییلیانو څښتن ته دا سندره وویله:<زه به د څښتن دپاره سندره ووایمځکه چې د جلال سره یې بری ومونداسونه او د هغو سپاره یې دریاب ته ورګوزار کړل
2 څښتن زما قوي ساتونکی دیدا هغه څوک دی چې زه یې ژغورلی یمهغه زما خدای دی او زه به یې ستاینه کومزما د پلار خدای دی او وبه وایم چې لوړ دی
3 څښتن جنګیالی دیڅښتن د هغه نوم دی
4 د فرعون جنګي ګاډۍ او لښکرېهغه ورګوزارې کړې دریاب تهد فرعون ښه ښه منصبدارانډوب شول په سره بحیره کې
5 ژور دریاب هغوی لاندې کړلهغوی تل ته د یوې تیږې په شان ورسېدل
6 ستا په ښي لاس کې څښتنههیبتناک زور موجود دیستا ښي لاس ای څښتنهدښمنان ټوټې ټوټې کوي
7 خپل د حضور په لوی والي کېته خپل مخالفین له پښو غورزوېستا قهر لمبه کیږي اوهغوی د بوسو په شان سوزوي
8 تا دریاب پو کړاو اوبه ډېرۍ شوېسیلابونه د یو دېوال په شان کلک ودرېدلد دریاب ډېره ژوره برخه جامده شوه
9 دښمن به لافې وهلېزه به هغوی تعقیب کړم او ورپسې وبه رسېږمزه به د هغوی غنیمت ووېشمزه به ځان ورباندې موړ کړمزه به خپله توره راوباسماو زه به هغوی له منځه یوسم
10 مګر تا یو پوکی وکړاو دریاب هغوی لاندې کړلپه زورورو اوبو کېهغوی د سرپو په شان ډوب شول
11 د خدایانو په منځ کېڅوک ستا په شان دی ای څښتنه؟څوک ستا په شان دی؟ته مقدس او لوی یېستا جلال هیبتناک دیته عجیب عجیب کارونه کوې
12 تا خپل ښي لاس اوږد کړاو ځمکې زمونږ دښمنان ژوندي تېر کړل
13 تل ولاړ په خپل وعده یېکړې به خپل قوم ته لارښودنهکوم چې تا ژغورلیپه خپل قوت سره به ته هغویخپلې پاکې ځمکې ته بوځې
14 قومونه به خبر شي او په لړزان به شيد فلسطین په قوم به راشي سخته وېره
15 د ادوم مشران به ووېریږي ډېرد موآب مشران به په لړزه شيد کنعان خلک به خپل همت د لاسه ورکړي
16 سخته وېره او لړزه به په هغوی باندې پرېوزيستا د مټ په زور باندې بههغوی تر هغه وخته پورېد تیږې په شان غلي ويترڅو ستا قوم تېر شي ای څښتنهترڅو ستا قوم چې تا د غلامۍ نهازاد کړی تېر شي
17 ته به هغوی دننه راولېاو په خپل غره باندې به یې ځای په ځای کړېهغه ځای څښتنهچې تا د خپل کور دپاره انتخاب کړی دیمقدس ځای چې تا په خپله ودان کړی دی
18 تل ترتله به څښتنپادشاهي کاندي>
19 کله چې د فرعون اسونه، جنګي ګاډۍ او سپاره دریاب ته ورداخل شول، څښتن په هغوی باندې اوبه بېرته راوستلې. مګر اسراییلیان په دریاب کې په وچه ځمکه باندې تېر شول.
20 بیا مریم د حضرت هارون خور چې پیغمبره وه په خپل لاس کې یوه چمبه واخیستله او ټولې ښځې د چمبو سره ورپسې شوې او نڅا یې کوله.
21 مریم د هغوی دپاره دا سندره وویله:<څښتن ته سندره ووایئځکه چې هغه په سرلوړۍ سره بریالی شوی دیهغه اسونه او سپاره دریاب ته غورزولي دي>
22 بیا حضرت موسیٰ اسراییلیان د سرې بحیرې څخه د شور دښتې ته بوتلل. درې ورځې هغوی په دښته کې روان وو، مګر اوبه یې ونه موندلې.
23 بیا هغوی یو ځای ته چې ماره نومېدله راغلل. مګر د هغه ځای اوبه ډېرې ترخې وې او هغوی نه شو کولی چې هغه وڅښي. له دې امله په هغه باندې د ماره نوم کېښودل شو.
24 نو خلک د حضرت موسیٰ په مقابل کې راپورته شول او ویې ویل: <مونږ به څه څښو؟>
25 بیا حضرت موسیٰ څښتن ته زارۍ وکړې او څښتن ورته د لرګي یوه ټوټه وروښودله. حضرت موسیٰ هغه په اوبو کې وغورزوله او اوبه خوږې شوې.څښتن هلته هغوی ته قوانین ورکړل چې د هغو له مخې ژوند وکړي او هغوی وازمایي چې د هغه قوانینو ته غاړه ږدي او که نه.
26 هغه وفرمایل: <که چېرې تاسو خپل څښتن خدای ته په غور سره غوږ ونیسئ او هغه څه وکړئ کوم چې د هغه په نظر کې ښه دي او که چېرې تاسو د هغه په امرونو باندې عمل وکړئ او د هغه د فرمانونو څخه پیروي وکړئ، نو زه به په تاسو باندې هغه ناروغۍ نازلې نه کړم کومې چې ما په مصریانو باندې نازلې کړې وې. ځکه چې زه څښتن یم او زه تاسو ته شفا درکوونکی یم.>
27 بیا هغوی ایلیم ته راغلل. هلته دولس چینې او د خرما اویا ونې وې. نو هغوی هلته د چینو په غاړه خېمې ودرولې.