هجرت

1 2 3 4 5 6 7 8 9 10 11 12 13 14 15 16 17 18 19 20 21 22 23 24 25 26 27 28 29 30 31 32 33 34 35 36 37 38 39 40


څپرکی 29

دا هغه مراسم دي چې د کاهنانو په توګه د هارون او د هغه د زامنو د ټاکنې دپاره دې سرته ورسیږي: یو داسې ځوان غویی او دوه پسونه واخله چې کوم عیب په کې نه وي.
2 د غنمو د ډېرو ښو اوړو څخه فطیرې ډوډۍ پخې کړه. ځینې د زیتونو په تېلو کې پخې کړه، ځینې بې له تېلو او ځینې یې د کلچو په شکل چې تېل ورباندې موښل شوي وي پخې کړه.
3 دا ټولې ډوډۍ په یوې ټوکرۍ کې واچوه او کله چې ته راځې او هغه غویی او دوه پسونه ماته قرباني کوې نو هغه درسره راوړه.
4 بیا هارون او د هغه زامن د مقدسې خېمې د دروازې خولې ته راوله او غسل ورته ورکړه.
5 دا کالي واخله او هارون ته یې ورواغونده: کمیس، هغه چپنه چې د مقدس پېشبند لاندې اغوستل کیږي، مقدس پېشبند او سینه پوښ. مقدس پېشبند په کمربند باندې وتړه.
6 هغه ته لونګۍ په سر کړه او په هغې باندې د وقف کولو پاک نښان وتړه په کوم باندې چې نقش ایستل شوی دی.
7 بیا د مسح کولو تېل واخله او د هغه په سر باندې یې توی کړه او مسح یې کړه.
8 د هغه زامن راوله او کمیسونه ورته واغونده
9 او خولۍ ګانې ورته په سر کړه. بیا د هارون او د هغه د زامنو په ملاګانو باندې پټۍ ګانې وتړه. په دې ډول به هارون او د هغه زامن وټاکې. هغوی او د هغوی اولاده به د تل دپاره د کاهنانو په توګه زما خدمت کوي.
10 غویی د مقدسې خېمې مخې ته راوله او هارون او د هغه زامن به د هغه په سر باندې خپل لاسونه کېږدي.
11 هغه د خېمې د دروازې په خوله کې زما په حضور کې حلال کړه.
12 د غویي لږه وینه واخله او په خپله ګوته یې په هغو برجونو باندې چې د قربانۍ د ځای په کنجونو کې دي وسولوه. بیا پاتې وینه د قربانۍ د ځای په بېخ کې توی کړه.
13 بیا ټوله هغه وازګه چې په کولمو باندې پرته وي، د اینې ډېره ښه برخه او د هغه دوه پښتورګي چې وازګه ورباندې پرته وي واخله او هغه ماته د یوې نذرانې په توګه په قربانګاه باندې وسوزوه.
14 مګر د غویي غوښه، پوستکی او خوشایي د کمپ څخه دباندې وسوزوه. دا د ګناه یوه نذرانه ده چې د کاهنانو د ګناهونو د پاکولو دپاره ده.
15 د هغو پسونو څخه یو پسه واخله او هارون او د هغه زامن به خپل لاسونه د هغه په سر باندې کېږدي.
16 هغه حلال کړه او وینه یې واخله او د قربانۍ د ځای په څلورو خواو باندې یې وشینده.
17 پسه ټوټې ټوټې کړه او د نس دنننۍ برخې او پښې یې ومینځه او د سر او د نورو ټوټو سره یې کېږده.
18 بیا ټول پسه په قربانګاه باندې وسوزوه. دا زما یعنې څښتن دپاره یوه سوزېدونکې نذرانه ده چې بوی یې په ما باندې ښه لګیږي.
19 هغه بل پسه واخله او هارون او د هغه زامن به خپل لاسونه د هغه په سر باندې کېږدي.
20 هغه حلال کړه. لږه وینه یې واخله او د هارون او د هغه د زامنو د ښي غوږونو په نرمیو، د ښي لاسونو په غټو ګوتو او د ښي پښو په غټو ګوتو باندې یې وسولوه. بیا پاتې وینه د قربانۍ د ځای په څلورو خواو باندې وشینده.
21 د هغې وینې څخه لږه وینه چې د قربانۍ په ځای باندې پرته ده واخله او لږ د مسح کولو تېل واخله او په هارون او د هغه په زامنو او د هغوی په کالیو باندې یې وشینده. بیا به هغه، د هغه زامن او د هغوی لباس ماته وقف شي.
22 د پسه وازګه، لم، هغه وازګه چې په کولمو باندې پرته وي، د اینې ډېره ښه برخه، دوه پښتورګي د وازګې سره چې ورباندې پرته وي او ښي ورون، دا ټول ورڅخه پرې کړه. (دا پسه د ټاکنې د مراسمو دپاره دی.)
23 د هغې ټوکرۍ څخه د هر قسم ډوډۍ نه یوه یوه ډوډۍ راواخله
24 او دا ټول د هارون او د هغه د زامنو په لاسونو کې کېږده. بیا هغوی دې هغه پورته ونیسي ترڅو دا وښایي چې هغه ماته وقف شوي دي.
25 بیا یې د هغوی د لاسونو څخه راواخله او په قربانګاه باندې یې د سوزېدونکې نذرانې سره وسوزوه چې بوی یې په ما څښتن باندې ښه لګیږي.
26 کله چې ته د هارون د ټاکلو دپاره د پسه سینه واخلې، نو اول باید هغه پورته ونیسې ترڅو دا وښایي چې دا غوښه ماته وقف شوې ده. دا به ستا برخه وي.
27 ‏-
28 په راتلونکي کې کله چې د اسراییلیانو څخه څوک د کاهن د ټاکنې په مراسمو کې او یا د سلامتۍ د نذرانې د وړاندې کولو په وخت کې د پسه سینه او ورون وړاندې کوي، نو غوښه به یې زما وي، خو کاهنان کولی شي هغه وخوري. دا قانون به هیڅکله نه بدلیږي.
29 د هارون مقدس لباس به د هغه له مرګ څخه وروسته د هغه اولادې ته پاتې شي، ترڅو هغوی په کې مسح شي او وټاکل شي.
30 د هارون زوی چې د هغه څخه وروسته کاهن کیږي او مقدسې خېمې ته ورننوزي چې په مقدس ځای کې خدمت وکړي، نو هغه دې اووه ورځې دا لباس واغوندي.
31 هغه پسه چې د ټاکنې د مراسمو دپاره دی واخله او غوښه یې په یو پاک ځای کې پخه کړه.
32 د مقدسې خېمې د دروازې په خولې کې دې هارون او د هغه زامن د پسه غوښه او هغه ډوډۍ چې په ټوکرۍ کې پاتې ده وخوري.
33 یوازې هغوی کولی شي چې د ټاکنې په مراسمو کې هغه غوښه او ډوډۍ چې د هغوی د کفارې د ادا کولو دپاره ورڅخه کار اخیستل کیږي وخوري. عادي خلک نه شي کولی هغه وخوري ځکه چې دا شیان مقدس دي.
34 که چېرې څه غوښه یا ډوډۍ ونه خوړل شي او تر سهاره پورې پاتې شي، هغه وسوزوه. هغه باید ونه خوړل شي ځکه چې هغه مقدس دي.
35 لکه څنګه چې ما درته حکم کړی دی د هارون او د هغه د زامنو د ټاکنې مراسم دې په اوو ورځو کې سرته ورسیږي.
36 ته باید هره ورځ یو غویی حلال کړې او ماته یې وړاندې کړې ترڅو د هغوی یعنې د هارون او د هغه د زامنو ګناه وبخښم او د قربانۍ ځای پاک شي. برسېره پردې باید د زیتون تېل واخلې او د قربانۍ ځای ورباندې مسح کړې چې مقدس شي.
37 اووه ورځې دا کار وکړه. بیا به د قربانۍ ځای دومره مقدس شي چې هرڅوک یا هر شی چې د هغه سره ولګیږي، هغه به هم مقدس شي.
38 ته باید هره ورځ په قربانګاه باندې دوه یو کلن وري قرباني کړې.
39 یو په سهار کې قرباني کړه او بل په ماښام کې.
40 د اولني وري سره یو کیلوګرام ښه اوړه وړاندې کړه چې یو لیتر سوچه د زیتونو تېل ورسره ګډ وي او د څښلو د نذرانې په توګه یو لیتر د انګورو شربت وړاندې کړه.
41 دوهم وری په ماښام کې قرباني کړه او د هغه سره هماغه اندازه اوړه، د زیتون تېل او د انګورو شربت وړاندې کړه لکه څنګه چې په سهار کې دې وکړل. دا زما دپاره یوه سوزېدونکې نذرانه ده او د هغې بوی په ما باندې ښه لګیږي.
42 دا سوزېدونکې نذرانه دې د تل دپاره هره ورځ د مقدسې خېمې د دروازې په خولې کې زما حضور ته وړاندې شي. زه به هلته د اسراییلو د خلکو سره لیدنه او کتنه وکړم او تا سره به خبرې وکړم.
43 د اسراییلیانو سره به هم هلته لیدنه او کتنه وکړم او هغه ځای به زما د جلال په وسیله پاک شي.
44 نو زه به خېمه او د قربانۍ ځای پاک کړم او هارون او د هغه زامن به د دې دپاره پاک کړم چې د کاهنانو په توګه زما خدمت وکړي.
45 بیا به زه د اسراییلو د خلکو په منځ کې اوسېږم او د هغوی خدای به یم.
46 هغوی به په دې پوه شي چې زه د هغوی څښتن خدای یم چا چې هغوی له مصر څخه راوویستل ترڅو د هغوی په منځ کې واوسېږم. زه د هغوی څښتن خدای یم.