هجرت

1 2 3 4 5 6 7 8 9 10 11 12 13 14 15 16 17 18 19 20 21 22 23 24 25 26 27 28 29 30 31 32 33 34 35 36 37 38 39 40


څپرکی 18

یترون د مدیان کاهن او د حضرت موسیٰ خسر واورېدل چې خدای پاک د حضرت موسیٰ او د اسراییلو د خلکو دپاره کوم کارونه کړي وو او څنګه یې هغوی له مصر څخه راوویستل.
2 څه موده مخکې حضرت موسیٰ خپله ښځه صفوره او خپل دوه زامن لېږلي وو چې د هغه د خسر یترون سره واوسیږي.
3 د حضرت موسیٰ د اولني زوی نوم جرشون ؤ، ځکه کله چې د هغه هلک پیدا شو نو حضرت موسیٰ فرمایلي وو: <زه په پردۍ خاوره کې مسافر یم.>
4 هغه وفرمایل: <د خپل پلار خدای زما سره مرسته وکړه او زه یې له دې څخه وژغورلم چې فرعون مې ووژني> نو په دې خاطر یې د بل زوی نوم الیعازر کېښود.
5 یترون د حضرت موسیٰ د ښځې او د هغې د دوو زامنو سره هغې دښتې ته راغی چېرته چې حضرت موسیٰ مقدس غره ته نژدې خېمه ودرولې وه.
6 یترون هغه ته دا خبر ورولېږه: <زه ستا خسر یترون ستا د ښځې او دوو زامنو سره تاته راځم.>
7 نو حضرت موسیٰ د هغه مخې ته ورغی او هغه ته یې د احترام دپاره سر ټیټ کړ او هغه یې ښکل کړ. هغوی د یو بل د صحت پوښتنه وکړه او بیا د حضرت موسیٰ خېمې ته ورننوتل.
8 حضرت موسیٰ خپل خسر ته د هغو کارونو په هکله چې څښتن د اسراییلو د خلاصون په خاطر په فرعون او د مصر په خلکو باندې کړي وو بیان کړل. همدارنګه د هغو ټولو سختیو په هکله یې ورته وویل چې هغوی په لاره کې ورسره مخامخ شوي وو او څښتن هغوی څنګه وژغورل.
9 یترون د هغه احسان په سبب چې څښتن په اسراییلو باندې کړی ؤ چې هغوی یې له مصریانو څخه وژغورل خوشاله شو.
10 هغه وویل: <د څښتن ثنا او صفت دې وي چې تاسو یې د فرعون او د مصریانو څخه وژغورلئ! د څښتن ثنا او صفت دې وي چې خپل قوم یې له غلامۍ څخه وژغوره!
11 اوس زه پوهېږم چې څښتن له ټولو نورو خدایانو څخه لوی دی، ځکه چې هغه اسراییل د خپلو مغرورو دښمنانو څخه خلاص کړل.>
12 بیا د حضرت موسیٰ خسر یترون سوزېدونکې نذرانه او نورې قربانۍ خدای پاک ته راوړلې او حضرت هارون د اسراییلو د ټولو مشرانو سره راغی چې د عبادت په ځای کې د حضرت موسیٰ د خسر سره ډوډۍ وخوري.
13 بله ورځ حضرت موسیٰ په یو ځای کې کښېناست چې د خلکو دعوې فیصله کړي او هغه د سهار څخه تر ماښام پورې مصروف ؤ.
14 کله چې یترون هغه ټول کارونه ولیدل چې حضرت موسیٰ کول، هغه پوښتنه وکړه: <دا څه دي چې ته یې د خلکو دپاره کوې؟ دا کار ولې په یوازې ځان کوې او خلک د سهار څخه نیولې تر ماښامه پورې درڅخه چاپېر وي چې تا سره مشوره وکړي؟>
15 حضرت موسیٰ په ځواب کې وفرمایل: <ځکه چې خلک دلته راځي چې په دې پوه شي چې خدای پاک د هغوی څخه څه غواړي چې ویې کړي.
16 کله چې دوه تنه په خپل منځ کې کومه شخړه ولري، هغوی ماته راځي او زه دا پرېکړه کوم چې څوک په حقه دی. بیا هغوی ته د خدای پاک فرمانونه او قوانین بیانوم.>
17 بیا یترون وویل: <ته دا کار په صحیح طریقې سره نه کوې.
18 ته به خپل ځان او دا خلک سخت ستړي کړې. دا کار ستا دپاره ډېر سخت دی، ته یوازې دا کار نه شې کولی.
19 اوس ماته غوږ ونیسه چې تاته یوه ښه مشوره درکړم او خدای پاک به ستا سره مل وي. ستا دپاره دا ښه ده چې ته د خدای پاک په حضور کې د قوم نماینده ګي وکړې او د هغوی شخړې هغه ته راوړې.
20 هغوی ته د خدای پاک فرمانونه او قوانین ورزده کړه او د ژوند کولو طریقه وروښایه او ورته وښایه چې څه باید وکړي.
21 مګر له ټول قوم څخه لایق نفر وټاکه، داسې نفر چې د خدای پاک څخه وېریږي او د اعتبار وړ وي او د رشوت څخه کرکه کوي. هغوی په زر نفري، سل نفري، پنځوس نفري او لس نفري ډلو باندې مشران وټاکه.
22 هغوی پرېږده چې په دایمي توګه د قاضیانو په توګه د قوم خدمت وکړي. هغوی به سختې دعوې تاته راوړي او د کوچنیو شخړو پرېکړه به په خپله کوي. او په دې به ستا کار آسانه او بار به دې سپک شي.
23 که چېرې ته دا کار د خدای پاک د امر سره سم وکړې، هم به خپله ستړی نه شې او هم به د خلکو شخړې ژر حل شي او په خاطر جمعۍ سره به وکولی شي چې خپلو کورونو ته لاړ شي.>
24 حضرت موسیٰ د خپل خسر مشوره ومنله
25 او د ټولو اسراییلیانو څخه یې قابله نفر وټاکل. هغوی یې په زر نفري، سل نفري، پنځوس نفري او لس نفري ډلو باندې مشران وټاکل.
26 هغوی به همېشه د قاضیانو په توګه د خلکو خدمت کاوه. هغوی به سختې دعوې حضرت موسیٰ ته راوړلې، مګر د ساده دعوو پرېکړه به یې په خپله کوله.
27 بیا حضرت موسیٰ خپل خسر یترون رخصت کړ او یترون خپل وطن ته ستون شو.