هجرت

1 2 3 4 5 6 7 8 9 10 11 12 13 14 15 16 17 18 19 20 21 22 23 24 25 26 27 28 29 30 31 32 33 34 35 36 37 38 39 40


څپرکی 27

د غز د لرګي څخه د قربانۍ یو ځای جوړ کړه چې یو متر او دېرش سانتي لوړ وي. هغه دې څلور کنجه وي، دوه متره او شل سانتي دې اوږد وي او دوه متره او شل سانتي دې پلن وي.
2 د څلورو کنجونو دپاسه برجونه جوړ کړه ترڅو برجونه او قربانګاه ټول د یوې ټوټې لرګي څخه جوړ شي او ټولو ته دې د برنجو پوښ ورکړل شي.
3 د هغه ټول سامان د برنجو څخه جوړ کړه یعنې د ایرو د لېرې کولو لوښي او د هغه بېلچې، د وینې د شیندلو کاسې، د غوښې قاشق پنجې او د اور لوښي.
4 یوه د برنجو جالۍ جوړه کړه او د هغې په څلورو کنجونو باندې څلور د برنجو کړۍ ګانې ولګوه.
5 دا جالۍ د قربانۍ د ځای د څنډې لاندې کېږده ترڅو د قربانګاه تر نیمایي پورې ورسیږي.
6 د غز د لرګي څخه د وړلو میلې جوړې کړه او د برنجو پوښ ورته ورکړه
7 او د وړلو په وخت کې یې د قربانۍ د ځای د دواړو اړخونو په کړیو کې ولګوه.
8 د هغې نقشې په مطابق چې ما درته په غره باندې دروښودله، د قربانۍ ځای د تختو څخه جوړ کړه او تش یې پرېږده.
9 د ښه کتان د پردو څخه د مقدسې خېمې دپاره یوه حویلۍ جوړه کړه چې جنوب خوا یې پنځه څلوېښت متره اوږده وي.
10 هغه دې د برنجو په شلو پایو کې د شلو برنجي ستنو په وسیله د چنګکونو او سیخونو سره چې د سپینو زرو څخه جوړ شوي دي ټینګه شي.
11 د حویلۍ شمال خوا دې هم همداسې جوړه شي.
12 د حویلۍ لوېدیځې خواته به دوه ویشت متره اوږدې پردې وي د لسو ستنو او پایو سره.
13 ختیځې خواته یعنې په هغه ځای کې چې د ننوتلو دروازه ده، هم باید حویلۍ دوه ویشت متره پلنه وي.
14 ‏-
15 د دروازې دواړو خواو ته دې د درې ستنو او پایو سره اووه متره پردې وي.
16 د حویلۍ د دروازې دپاره دې یوه داسې پرده وي چې نهه متره اوږده وي. هغه دې د آبي، بانجاني او سرو وړیو او د ښه کتان څخه جوړه وي او د ګلدوزۍ کار دې په کې وشي. هغه دې د څلورو ستنو او څلورو پایو په وسیله ټینګه کړای شي.
17 ټولې ستنې چې د حویلۍ ګردچاپېره دي، د سپینو زرو د سیخونو سره دې ونښلول شي او چنګکونه یې باید د سپینو زرو څخه جوړ شي او پایې یې د برنجو څخه.
18 حویلۍ دې پنځه څلوېښت متره اوږده او دوه ویشت متره پلنه وي. پردې دې د ښه کتان څخه جوړې شي چې دوه متره او شل سانتي لوړې وي او د برنجو پایې به هم ورسره وي.
19 نور ټول سامان چې په خېمې کې ورڅخه کار اخیستل کیږي او هغه ټول مېخونه چې د خېمې او حویلۍ دپاره دي، هغه دې د برنجو څخه جوړ شوي وي.
20 په اسراییلیانو باندې امر وکړه چې د رڼا دپاره د زیتونو سوچه تېل راوړي ترڅو څراغونه بل وساتل شي.
21 په مقدسه خېمه کې د هغې پردې څخه دباندې چې د لوظ د صندوق په مخ کې ده، هارون او د هغه زامن دې دا څراغونه د ماښام څخه نیولې تر سهاره پورې د څښتن په حضور کې بل وساتي. اسراییلیان او د هغو اولاده دې د تل دپاره په دې حکم باندې عمل کوي.