هجرت

1 2 3 4 5 6 7 8 9 10 11 12 13 14 15 16 17 18 19 20 21 22 23 24 25 26 27 28 29 30 31 32 33 34 35 36 37 38 39 40


څپرکی 28

خپل ورور هارون او د هغه زامن ناداب، ابیهو، العازار او ایتامار راوغواړه. هغوی د اسراییلو د خلکو څخه جلا کړه ترڅو د کاهنانو په توګه زما خدمت وکړي.
2 خپل ورور هارون دپاره خاص لباس جوړ کړه، ترڅو هغه ته عزت او ښکلا وروبخښي.
3 ټولو هغو ماهرو خلکو ته چې ما ورته په داسې کارونو کې توان ورکړی دی ووایه چې د هارون دپاره لباس جوړ کړي، ترڅو هغه د کاهن په توګه زما خدمت ته وقف شي.
4 هغه لباس چې هغوی یې باید جوړ کړي: سینه پوښ، مقدس پېشبند، چپنه، اوبدل شوی کمیس، لونګۍ او یوه پټۍ. هغوی دې دا خاص لباس ستا ورور هارون او د هغه د زامنو دپاره جوړ کړي، ترڅو هغوی وکولی شي چې د کاهنانو په توګه زما خدمت وکړي.
5 هغه ماهر نفر دې د آبي، بانجاني او سرو وړیو، د سرو زرو د تار او د ښه کتان څخه کار واخلي.
6 د سرو زرو تار او د آبي، بانجاني او سرو وړیو او د ښه کتان څخه مقدس پېشبند جوړ کړه، په دې کې دې ګلدوزي وشي.
7 مقدس پېشبند دې د اوږې دوه تسمې ولري چې د هغه په دواړو خواو باندې ونښلول شي چې پېشبند ورسره وتړل شي.
8 ښه اوبدل شوی کمربند چې د همدغه شان موادو څخه جوړ شي، هغه دې د مقدس پېشبند سره ونښلول شي چې د یوې ټوټې په شان ښکاره شي.
9 دوه سلیماني تیږې واخله او د یعقوب د زامنو د نومونو نقش ورباندې وباسه،
10 یعنې د هغوی د عمر په ترتیب، شپږ نومونه په یوه تیږه باندې او پاتې شپږ په بله تیږه باندې.
11 د یعقوب د زامنو د نومونو نقش په دوو تیږو باندې داسې وباسه لکه څنګه چې د غمي جوړوونکی د یو مهر نقش وباسي. بیا تیږې په هغو ځایونو کې ولګوه چې د سرو زرو د قابونو په شان جوړ شوي دي.
12 هغه تیږې د مقدس پېشبند د اوږې په تسمو باندې ولګوه چې د اسراییلو د دولسو قبیلو استازیتوب وکړي. په دې ډول به هارون د هغوی نومونه په خپلو اوږو باندې انتقالوي، ترڅو زه څښتن تل خپل قوم په یاد وساتم.
13 د سرو زرو د قابونو په شان دوه ځایونه جوړ کړه
14 او دوه د سوچه سرو زرو تاو شوي ځنځیرونه د یوې رسۍ په شان جوړ کړه او په هغو ځایونو کې یې ولګوه.
15 د مشر کاهن دپاره سینه پوښ جوړ کړه چې د خدای پاک د رضا د معلومولو دپاره ورڅخه کار واخلي. هغه دې د هماغو موادو څخه جوړ شي چې مقدس پېشبند ورڅخه جوړ شوی دی او هماغسې ګلدوزي دې په کې وشي.
16 هغه دې څلور کنجه وي، دوه ویشت سانتي دې اوږد وي او دوه ویشت سانتي دې پلن وي او دوه قاته دې وي.
17 بیا په هغه باندې څلور قطاره قیمتي تیږې ولګوه. په اول قطار کې یو یاقوت، یو ژیړ یاقوت او یو لعل ولګوه.
18 په دوهم قطار کې یو زمروت، یو شین یاقوت او یو الماس ولګوه.
19 په دریم قطار کې یوه فیروزه، یو عقیق او یو ارغواني یاقوت ولګوه
20 او په څلورم قطار کې یو شینکی یاقوت، یوه سلیماني تیږه او یو یشم ولګوه. هغه دې په داسې ځایونو کې ولګول شي چې د سرو زرو د قابونو په شان جوړ شوي دي.
21 دولس تیږې دې وي، د یعقوب د زامنو د هر نوم دپاره یوه یوه تیږه. په هرې یوې کې دې د یو مهر په شان نقش وایستل شي او د دولسو قبیلو څخه دې د یوې قبیلې نوم په کې وي.
22 د سینه پوښ دپاره د سوچه سرو زرو څخه داسې ځنځیرونه جوړ کړه چې د یوې رسۍ په شان تاو شوي وي.
23 دوه د سرو زرو کړۍ ګانې جوړې کړه او د سینه پوښ په پورتنیو کنجونو یې ونښلوه
24 او په دغو دوو کړیو باندې دوه د سرو زرو ځنځیرونه وتړه.
25 د ځنځیرونو دوه نور سرونه د هغو ځایونو پورې وتړه چې د سرو زرو څخه جوړ شویو قابونو په شان دي او په دې ډول یې د مقدس پېشبند د اوږې د تسمو په مخکینۍ برخې باندې ونښلوه.
26 بیا د سرو زرو دوه کړۍ ګانې جوړې کړه او د سینه پوښ په لاندینیو کنجونو پورې یې ونښلوه. هغه دې په دنننۍ څنډې باندې د مقدس پېشبند په څنګ کې وي.
27 دوه نورې کړۍ ګانې جوړې کړه او د اوږې د تسمو په لاندینۍ برخه کې یې ونښلوه چې د مقدس پېشبند په مخکینۍ برخې باندې بخۍ ته نژدې او د مقدس پېشبند د کمربند دپاسه دي.
28 د سینه پوښ کړۍ ګانې دې د مقدس پېشبند د کړۍ ګانو سره چې کمربند سره وصل دي په آبي مزي باندې وتړل شي، ترڅو سینه پوښ د مقدس پېشبند څخه لېرې نه شي.
29 هرکله چې هارون مقدس ځای ته ورننوزي، هغه به هغه سینه پوښ اغوندي چې د اسراییلو د قبیلو نومونه ورباندې لیکل شوي دي. هغه به دا نومونه د خپل زړه دپاسه وړي، ترڅو زه څښتن تل خپل قوم رایادوم.
30 اوریم او تمیم په سینه پوښ کې د هغه د زړه دپاسه کېږده. نو کله چې هارون زما پاک حضور ته راځي، هغه به یې وړي. په داسې وختونو کې باید هغه همېشه دا سینه پوښ واغوندي، ترڅو د اسراییلو د قوم دپاره زما رضا معلومه کړي.
31 هغه چپنه چې د مقدس پېشبند لاندې اغوستل کیږي هغه ټوله دې د آبي ټوکر څخه جوړه شي.
32 د هغې په منځ کې دې د سر دپاره یو سوری پرېښودل شي او د سوري ګردچاپېره دې یوه غاړه وګنډل شي ترڅو چپنه ونه شلیږي.
33 د چپنې د لمنې په څنډه باندې د آبي، بانجاني او سرو وړیو څخه داسې انار جوړ کړه چې په منځ کې یې د سرو زرو زنګونه وي.
34 د سرو زرو زنګونه او انار دې د چپنې د لمنې ګردچاپېره د یو بل ترمنځ راشي.
35 هارون دې د کاهن په توګه د خدمت کولو په وخت کې دغه چپنه واغوندي. کله چې هغه زما حضور ته په مقدس ځای کې راننوزي یا کله چې هغه ځي، د زنګونو اواز به اورېدل کیږي او هغه به نه وژل کیږي.
36 د سوچه سرو زرو څخه یو ګل جوړ کړه او په هغه باندې د دې لغتونو یعنې څښتن ته وقف شوی یو نقش وباسه لکه څنګه چې په یو مهر باندې ایستل کیږي.
37 هغه ګل په یو آبي مزي باندې د لونګۍ په مخکینۍ برخې پورې وتړه.
38 هارون دې هغه په خپل تندي باندې وتړي ترڅو زه څښتن هغه ټولې مقدسې نذرانې چې اسراییلیان یې ماته وقف کوي قبولې کړم، حتیٰ که چېرې خلک د هغو په وړاندې کولو کې کومه سهوه هم وکړي.
39 د هارون دپاره د ښه کتان څخه کمیس او یوه لونګۍ جوړ کړه. پټۍ هم جوړه کړه او هغه دې ګلدوزي شي.
40 د هارون د زامنو دپاره کمیسونه، پټۍ ګانې او خولۍ ګانې جوړې کړه چې هغوی ته عزت او ښکلا ورکړي.
41 خپل ورور هارون او د هغه زامنو ته دغه لباس ورواغونده. هغوی د زیتون په تېلو باندې مسح کړه او مقرر یې کړه. هغوی وقف کړه ترڅو د کاهنانو په توګه زما خدمت وکړي.
42 د هغوی دپاره د کتان داسې نیکرونه جوړ کړه چې د ملا څخه نیولې تر ورنونو پورې ورسیږي چې بدنونه یې ښکاره نه شي.
43 کله چې هارون او د هغه زامن مقدسې خېمې ته ورننوزي یا د قربانۍ ځای ته ورنژدې کیږي چې په مقدس ځای کې د کاهنانو په توګه خدمت وکړي، باید هغه تل واغوندي ترڅو هغوی خپل ځانونه ګناهکار نه کړي او مړه نه شي. دا دې د هارون او د هغه د اولادې دپاره یو دایمي حکم وي.