متلونه

1 2 3 4 5 6 7 8 9 10 11 12 13 14 15 16 17 18 19 20 21 22 23 24 25 26 27 28 29 30 31


څپرکی 9

حکمت د یوې ښځې په څېر خپل کور ودان کړی دیاو اووه ستنې یې توږلې او بیا یې ودرولې دی.
2 هغې د مېلمستیا دپاره غوښه تیاره کړېاو د انګورو شیره یې جوړه کړې دهاو دسترخوان یې هوار کړی دی.
3 هغې خپلې وینځې ورولېږلېچې د ښار له لوړو ځایونو نه خپل غږ پورته کړي:
4 «هرڅوک چې ساده وي، دلته دې راشي!»او بیا ناپوهه خلکو ته وایي:
5 «راشئ! زما ډوډۍ وخورئاو لږه د انګورو شیره وڅښئ کوم چې ما جوړه کړې ده.
6 خپله د ناپوهۍ لار پرېږدئ نو تاسو به نېکمرغه ژوند ولرئاو د عقل په لار به روان شئ.
7 څوک چې ملنډې وهونکی اصلاح کوي نو ځان شرموياو څوک چې بدکار رټي نو ځان ته زیان رسوي.
8 د ملنډې وهونکی رټنه مه کوه هسې نه چې ستا نه کرکه وکړيد حکمت د خاوند رټنه کوه نو ستا سره به مینه وکړي.
9 د حکمت خاوند ته لارښوونه وکړهنو نور به هم خپل حکمت ډېر کړينېک سړي ته تعلیم ورکړهچې خپله پوهه نوره هم زیاته کړي.
10 له څښتن څخه وېره د حکمت شروع دهاو عقل د سپېڅلي ذات د پېژندلو علم دی.
11 ځکه زما په مرسته به ستا د ژوند ورځې ډېرې شياو ستا د عمر کلونه به نور هم زیات شي.
12 که د حکمت خاوند یې نو دا به دې په ګټه وياو که ته ملنډې وهونکی یې نو یوازې زیان به زغمې.»
13 کم عقلتوب د یوې بې حیا ښځې په څېر دیچې ډېره ساده او په هېڅ نه پوهیږي.
14 هغه د خپل کور د دروازې تر څنګ ناسته دهاو بیا د ښار په لوړو ځایونو کې په تخت کښېني.
15 څوک چې په خپله لار سم ځينو هغوی ته نارې وهي:
16 «هرڅوک چې ساده وي، دلته دې راشي!»او بیا ناپوهه انسان ته وایي:
17 «د غلا اوبه خوږې وياو په پټه تر لاسه شوې ډوډۍ خوندوره وي.»
18 هغوی نه پوهیږي چې د هغې په کور کې ټول وژل شوي دياو مېلمانه یې د قبر په ژوره کنده کې پراته دي.