متلونه

1 2 3 4 5 6 7 8 9 10 11 12 13 14 15 16 17 18 19 20 21 22 23 24 25 26 27 28 29 30 31


څپرکی 25

دا هم د سلیمان هغه متلونه دي چې د یهودا د پاچا حزقیا کاتبانو راټول کړي دي.
2 دا د خدای لویي ده چې رازونه پټ ساتيد یوې موضوع څېړل د پاچا لویي ښکاره کوي.
3 لکه څنګه چې اسمان لوړ او ځمکه ژوره دههمداسې د پاچاهانو د زړونو رازونه هم پټ دي.
4 د سپینو زرو نه ناپاکي لېرې کړهچې زرګر ترې ښایسته لوښی جوړ کړي.
5 د پاچا له حضور نه بدکاران لېرې کړهچې تخت یې د عدالت په بنیاد ټینګ پاتې شي.
6 د پاچا په حضور کې ځان لوړ مه ګڼهاو د لویو خلکو په ځای مه کښېنه
7 نو دا به ښه وي چې هغه تاته ووایي:«راشه او زما په خوا کې کښېنه»له دې نه چې د مشرانو په مخکې دې سپک کړياو په لاندې ځای کې دې کښېنوي.څه چې تا په خپلو سترګو لیدلي دي
8 نو په محکمه کې په ویلو بیړه مه کوههسې نه چې تا ملامته او بیا دې رسوا کړي.که داسې وشي نو په اخر کې به ته څه کوې؟
9 په یوه دعوه کې د هرچا سره مخامخ بحث کوهاو د بل چا راز ورته مه ښکاره کوه
10 هسې نه چې څوک یې واوري او تا وشرموياو بدنامي به دې هېڅکله ختمه نه شي.
11 په ځای خبره داسې دهلکه د سپینو زرو په ګاڼه کې چې د سرو زرو مرۍ وي.
12 د حکمت د خاوند نصیحت، اورېدونکي ته داسې دیلکه په غوږ کې د خالصو سرو زرو غوږوالۍ او یا ګاڼه وي.
13 صادق استازی د خپل لېږونکي دپاره داسې دیلکه د لو په وخت کې چې د غرونو د واورې یخوالی ويچې د خپل بادار روح تازه کوي.
14 څوک چې د تحفې ورکولو لاپې وهي او نه یې ورکويلکه د هغې ورېځې او باد په شان دی چې باران نه وروي.
15 د صبر په وسیله یو حکمران هم رضا کیږياو نرمه ژبه هډوکي ټوټې ټوټې کوي.
16 که شات پیدا کړې نو د اړتیا نه ډېر مه خورههسې نه چې زیات وخورې او زړه دې بد شي.
17 د خپل ګاونډي کور ته ډېر مه ورځههسې نه چې زړه یې بد شي او ستا نه کرکه وکړي.
18 څوک چې د بل په خلاف د دروغو تور لګويلکه د لور یا تورې او یا تېره غشي په څېر زیان رسوي.
19 د سختۍ په وخت کې په بې اعتباره سړي باور کول داسې ديلکه په خوځېدلي غاښ خوړل او یا په ګوډه پښه ګرځېدل.
20 د مات زړه خاوند ته د خوشحالۍ سندرې ویل داسې ديلکه د یخنۍ په ورځ د چا نه څادر اخیستلاو یا یې په زخمونو باندې مالګه شیندل.
21 که ستا دښمن وږی وي نو هغه ته خواړه ورکړه چې ویې خورياو که چېرې تږی وي نو هغه ته اوبه ورکړه چې ویې څښي
22 په دې کار به ته د هغه په سر باندې اور بل کړېاو څښتن به تاته اجر درکړي.
23 لکه څنګه چې د شمال باد باران راوليهمداسې غیبت د سړي په مخ کې غوسه پیدا کوي.
24 د کوټې د سر دپاسه په یو کنج کې اوسېدلد جګړه مارې ښځې سره په کور کې د اوسېدلو نه ښه دی.
25 د لېرې ځای نه د خوشحالۍ زېري اورېدل داسې ديلکه تږي سړي ته یخې اوبه ورکول.
26 د یو نېک انسان بدکارانو ته تسلیمېدللکه د خټو نه ډکه چینه او د څاه چټلېدل.
27 لکه څنګه چې د ډېرو شاتو خوړل ښه کار نه دیهمداسې د ځان دپاره عزت او درناوی غوښتل ښه کار نه دی.
28 څوک چې د خپل نفس مخنیوی نه شي کولای داسې دیلکه یو ښار چې دېوالونه یې سوري او وران شوي وي.