متلونه

1 2 3 4 5 6 7 8 9 10 11 12 13 14 15 16 17 18 19 20 21 22 23 24 25 26 27 28 29 30 31


څپرکی 2

ای زما زویه! که ته زما خبرې ومنېاو حکمونه مې د زړه په تل کې ذخیره کړې
2 نو زما د حکمت خبرو ته غوږ ونیسهاو خپل زړه پوهې ته رامات کړه.
3 که په حقیقت کې د عقل غوښتلو دپاره خپل غږ پورته کړېاو د پوهې دپاره په لوړ اواز نارې ووهې
4 که د سپینو زرو په شان یې لټون وکړېاو د پټو خزانو په څېر ورپسې وګرځې
5 نو په دې به پوه شې چې څنګه له څښتن څخه ووېرېږېاو د خدای پېژندلو علم به حاصل کړې.
6 ځکه دا څښتن دی چې حکمت ورکوياو د هغه له خولې نه علم او پوهه راوځي.
7 هغه رښتینو خلکو ته د حکمت خزانې ورکوياو د هغوی دپاره سپر دی چې خپل ژوند په صداقت تېروي.
8 ترڅو د انصاف کوونکو د لارو حفاظت وکړياو د خپلو وفادارانو د لارې ساتنه وکړي.
9 نو بیا به ته په انصاف، عدالت او برابرۍ پوه شېاو ته به ټولې ګټورې لارې وپېژنې.
10 نو حکمت به ستا د زړه تل ته ښکته شيعلم به ستا روح خوشحاله کړي.
11 لیاقت به تا د خپل نظر لاندې وساتياو پوهه به دې ټینګ حفاظت وکړي.
12 نو بیا به حکمت تا د بدکارو خلکو نه وژغوريله هغه خلکو نه چې بدې خبرې کوي
13 څوک چې د صداقت لارې پرېږدياو په تورو تیارو لارو تلل کوي
14 څوک چې د بدو کارونو په کولو خوشحالیږينو له کږو لارو نه خوند اخلي
15 د چا لارې چې کږې وږې دينو ټولې چارې یې غولوونکې دي.
16 نو حکمت به تا د بل چا له ښځې نه وژغوريد هغې ښځې نه چې غوړې خبرې کوي
17 چا چې د ځوانۍ د وخت مېړه پریښیاو خپل لوظ یې هېر کړی چې د خدای سره کړی ؤ.
18 ځکه د هغې د کور لار د مرګ لور ته ښکته کیږياو لارې یې د مړو دنیا په لور لاندې تللې دي.
19 هرڅوک چې د هغې غېږ ته ورشي بیا بېرته نه راځياو هېڅکله به هغوی د ژوند لارو ته ونه رسیږي.
20 نو بیا به ته د ښو خلکو په لار روان شېاو د نېکانو په لارو کې به پاتې شې.
21 نو په حقیقت کې به رښتیني خلک په دې ځمکه کې واوسیږياو هغه څوک به په کې پاتې شي چې د پاکو زړونو خاوندان وي
22 خو بدکاران به د ځمکې له سر نه لېرې شياو خاینان به ترې له ریښې نه وویستل شي.