متلونه

1 2 3 4 5 6 7 8 9 10 11 12 13 14 15 16 17 18 19 20 21 22 23 24 25 26 27 28 29 30 31


څپرکی 11

دڅښتن د تلې له غلط استعمال نه کرکه کويخو په پوره کاڼي تول تل خوښوي.
2 کله چې غرور راشي نو رسوایي هم راځيخو د عاجزۍ سره حکمت راځي.
3 د صادقانو پاک زړه د هغوی لارښوونه کويخو د خاینانو ګمراهي هغوی تباه کوي.
4 د عدالت په ورځ دولت ګټه نه لريخو صداقت انسان له مرګ نه ژغوري.
5 د پاک انسان صداقت د هغه لار سمويخو د بدکاره انسان بدي هغه راغورځوي.
6 د رښتینو خلکو صداقت هغوی ژغوريخو د خاینانو غوښتنې هغوی په دام کې نښلوي.
7 کله چې یو بدکاره مري امید یې تباه کیږينو زر او زور او ټول ارمانونه یې هم تباه کیږي.
8 نېک انسان له سختۍ نه ژغورل کیږياو په ځای یې بدکاره انسان د تکلیف په لور روانیږي.
9 بې ایمانه انسان په خپلو خبرو نور تباه کويخو نېکان د خپل علم له امله ژغورل کیږي.
10 نېکان چې بریالي کیږي ټول ښار پرې خوشحالیږياو بدکاران چې تباه کیږي د خوشحالۍ چیغې وهل کیږي.
11 ښار د رښتینو خلکو په برکت ودانیږيخو د بدکارانو د خولې په خبرو ورانیږي.
12 څوک چې بل ته په سپکه سترګه ګوري ناپوهه دیخو د پوهې خاوند خپله خوله پټه ساتي.
13 غیبت کوونکی د نورو راز ښکاره کويخو باوري انسان د بل په راز پرده اچوي.
14 کله چې ښې مشورې نه وي نو ولس له پښو غورځیږيخو که مشوره ورکوونکي ډېر وي د بریالیتوب سبب ګرځي.
15 په قرض کې د بل چا ضمانت کوونکي به زیان وموميخو په قرض کې له لاس ورکولو نه ډډه کوونکی به ډاډه وي.
16 مهربانه ښځه تل عزت ګټيخو ظالمان یوازې دولت ګټي.
17 مهربان انسان ځان ته ګټه رسويخو بې رحمه انسان ځان ته زیان رسوي.
18 د بدکاره سړي ګټه بې برکته دهخو د نېکۍ کرونکی حقیقي حاصل رېبي.
19 څوک چې په صداقت ولاړ وي نېکمرغه ژوند لريشرارت پېښوونکی په خپل مرګ پسې ګرځي.
20 څښتن د کږو لارو له خاوندانو نه کرکه کويخو د پاک زړه خاوندان خوښوي.
21 باور ولره چې بدکاران به بې سزا پاتې نه شيخو د نېکانو اولادونه به خلاصون ومومي.
22 د بې تمیزه او بې حیا ښځې ښکلا داسې دهلکه د خوګ په پوزه کې چې د سرو زرو پېزوان وي.
23 د نېکانو هیلې په برکت تمامیږيخو د بدکارانو امیدونه د غضب سبب ګرځي.
24 څوک چې سخاوت کوي نور به هم شتمن شيخو څوک چې سختي کوي نور به هم نېستمن شي.
25 یو سخي سړی به تل آباد شيڅوک چې د نورو تنده ماتوي خپله تنده به یې هم ماته شي.
26 د ګرانۍ په مقصد غله ساتونکي باندې لعنت ویل کیږيخو په خرڅوونکي باندې تل برکت ویل کیږي.
27 څوک چې د ښو په لټه کې وينو د نورو په رضا پسې ګرځيخو څوک چې په شرارت پسې ګرځينو له مصیبت سره مخامخ کیږي.
28 څوک چې په خپلې شتمنۍ تکیه کوي نو راغورځیږيخو نېکان د شنو پاڼو په شان تازه کیږي.
29 خپلې کورنۍ ته مصیبت رسوونکی په باد پسې منډې وهياو جاهل سړی تل د حکمت د خاوند غلام وي.
30 د نېک انسان د کار ثمره د ژوندانه ونه دهاو د حکمت خاوند د خلکو زړونه لاسته راوړي.
31 که نېکانو ته په دې دنیا کې انعام ورکول کیږينو د بدکارانو او ګناهکارانو به څه حال وي؟