متلونه

1 2 3 4 5 6 7 8 9 10 11 12 13 14 15 16 17 18 19 20 21 22 23 24 25 26 27 28 29 30 31


څپرکی 21

د پاچا زړه د اوبو د ویالې په څېر د څښتن په لاس کې دیکوم طرف ته چې یې خوښه وي هلته یې بیایي.
2 د انسان په نظر خپلې ټولې لارې سمې ښکاريخو څښتن د زړونو په رازونو قضاوت کوي.
3 څښتن د قربانۍ نهعدالت او انصاف کول ډېر خوښوي.
4 د بدکارانو کبرجنې سترګې او مغروره زړونهد خوارې ځمکې د حاصل په شان دي.
5 د خواریکښ انسان نقشې د آبادۍ سبب ګرځيخو ډېره بې صبري انسان ته نېستي راوړي.
6 په دروغجنه ژبه شتمني ګټل داسې ديلکه د مرګ په اخرنۍ سلګۍ پسې ګرځېدل.
7 د بدکارانو ظلم به هغوی د تباهۍ په لور راکاږيځکه چې هغوی له هر ښه کار نه انکار کوي.
8 د ګناهکار انسان لار کږه وږه ويخو د پاک سړي کارونه رښتیني وي.
9 د کوټې د سر دپاسه په یو کنج کې اوسېدلد جګړه مارې ښځې سره په کور کې د اوسېدلو نه ښه دی.
10 بدکاره انسان د بدۍ وږی وياو په بل چا هېڅ رحم نه کوي.
11 کله چې ملنډې وهونکي ته سزا ورکول کیږينو ساده سړی ترې حکمت حاصلوياو کله چې هوښیار ته لارښوونه وشينو نور علم تر لاسه کوي.
12 عادل خدای د بدکاره کورنۍ د نژدې څخه وینياو په بدکارانو باندې بلا او تباهي راولي.
13 څوک چې د غریبانو فریاد ته خپل غوږونه بند کړينو د هغه خپل فریاد به هېڅوک هم وانه وري.
14 په پرده کې تحفه ورکول د غوسې اور سړوياو په پټه رشوت ورکول سړی د سخت غضب نه ساتي.
15 عادل په انصاف کولو خوشحالیږيخو شر اچوونکي ترې وېریږي.
16 څوک چې د هوښیارۍ د لارې نه بې لارې شينو هغه به د مړو په ډله کې وشمېرل شي.
17 څوک چې عیش او عشرت خوښوي نېستمن به شيڅوک چې شراب او کڅپرکی خوښوي نو شتمن به نه شي.
18 د نېکانو په ځای به بدکاران قرباني شياو خاینان به د صادقانو په ځای سزا ومومي.
19 د یوې جګړه مارې ښځې سره په غوسه کې اوسېدلو نهپه دښته کې ځانته اوسېدل ښه دي.
20 د هوښیار انسان کور د عطرو او د قیمتي خزانو نه ډک ويخو کم عقل چې څه ګټي هغه څټي.
21 څوک چې نېکي کوي او په مهربانۍ پسې ګرځينو اوږد ژوند، نېکمرغي او عزت به تر لاسه کړي.
22 یو هوښیار انسان د جنګیالیو د ښارپه لویو دېوالونو ختلی شياو هغه کلک دېوالونه یې راغورځولی شيچې هغوی ورباندې ټینګ باور لري.
23 څوک چې خوله او ژبه په خپل واک کې ساتينو خپل ځان د سختۍ او تکلیف نه ساتي.
24 کبرجن او مغرور سړی به د ملنډې وهونکي په نوم مشهور شيچې چلند به یې تل د غرور او غوسې نه ډک وي.
25 د لټ انسان لوږه هغه د مرګ په لور بیایيځکه چې د کار کولو نه انکار کوي.
26 د هغه ټوله ورځ ډېرو شیانو ته سخت زړه کیږيخو نېک سړی سخاوت کوي او د سختۍ نه ځان ساتي.
27 که څښتن ته د بدکارانو قرباني د کرکې وړ وينو په بدنیتۍ سره قرباني ورکول به څومره نامناسبه وي.
28 دروغجن شاهد به تباه شيخو څوک چې نورو ته غوږ نیسي خبرې به یې تلپاتې وي.
29 د بدکاره سړي په مخ کې سپین سترګي ښکاريخو رښتینی انسان په خپله لار ډاډمن قدمونه پورته کوي.
30 هېڅ داسې حکمت، پوهه او انساني فکر نشتهچې د څښتن په خلاف بریالیتوب ته ورسیږي.
31 اس د جنګ د ورځې دپاره تیاریږيخو بریالیتوب د څښتن په لاس کې دی.