متلونه

1 2 3 4 5 6 7 8 9 10 11 12 13 14 15 16 17 18 19 20 21 22 23 24 25 26 27 28 29 30 31


څپرکی 14

هوښیاره ښځه خپل کور ودانويخو جاهله ښځه خپل کور په خپل لاس ورانوي.
2 څوک چې له څښتن څخه وېریږي هغه په سمه لار ځيخو څوک چې په غلطو لارو روان وي څښتن سپکوي.
3 د جاهل له کبرجنې ژبې نه د سزا شنه لښته جوړیږيخو د هوښیارانو د خولې خبرې له هغوی ساتنه کوي.
4 چېرته چې څاروي نه وي هلته اخور خالي ويخو د غویي په زور ډېر حاصل لاسته راځي.
5 رښتینی شاهد هېڅکله دروغ نه وایيخو دروغجن شاهد تل دروغ بادوي.
6 ملنډې وهونکی حکمت لټوي خو هېڅ نه موميخو د عقل خاوند علم په اسانۍ لاسته راوړي.
7 له کم عقل نه لېرې لاړ شهځکه چې له خولې نه به یې علم حاصل نه کړې.
8 ځیرک انسان په خپل حکمت خپله لار پېژنيخو د کم عقلانو جهالت د ګمراهۍ سبب ګرځي.
9 جاهل د ګناه د تاوان په نذرانه پورې خانديخو صادقان د څښتن رضا او خوشحالي غواړي.
10 یوازې د انسان زړه په خپل خفګان ښه پوهیږياو هېڅوک د هغه په خوشحالۍ کې برخه نه شي اخیستلی.
11 د بدکارانو کور به وران شيخو د صادقانو خېمه به ودانه شي.
12 د یو انسان په نظر یوه لار سمه ښکاريخو په اخر کې هغه په مرګ پای ته رسیږي.
13 حتی په خندا کې زړه هم خفه کیږياو د خوشحالۍ په اخر کې خفګان پاتې کیږي.
14 له سمې لارې نه مخ اړوونکی به د خپل کار حاصل وګوريخو نېک انسان به د خپل عمل په مېوه نور هم موړ شي.
15 ساده سړی په هرڅه باندې باور کويخو ځیرک انسان د هر قدم په اخیستلو کې فکر کوي.
16 د حکمت خاوند په احتیاط له بدو نه خپل ځان ساتيخو کم عقل انسان په ځان ډاډمن او د هېڅ شی پروا نه لري.
17 غوسه ناک خلک د جهالت کارونه کوياو له مکرجن انسان نه خلک کرکه کوي.
18 جهالت د ساده خلکو په نصیب ويخو د ځیرکه خلکو په سر به د علم تاج وي.
19 بدکاران به د ښو خلکو په مخکې سر ټیټې شياو شر اچوونکي به د نېکانو په دروازو کې په ګونډو شي.
20 د مسکین انسان نه خپل ګاونډي هم کرکه کويخو شتمن انسان ډېر دوستان لري.
21 څوک چې خپل ګاونډي سپک ګڼي نو ګناه کوياو بختور دی هغه څوک چې په عاجزانو رحم کوي.
22 څوک چې بدې ارادې لري بې لارې کیږيخو څوک چې نېکې ارادې لري نو مینه او وفا یې په برخه کیږي.
23 ټول سخت کارونه د آبادۍ سبب ګرځيخو تشې خبرې حتمي نېستي راولي.
24 د هوښیارانو دولت د هغوی د سر تاج دیخو د کم عقلانو ناپوهي د هغوی جهالت دی.
25 رښتینی شاهد د خلکو ژوند ژغوريخو د دروغجن له خولې نه د ټګۍ خبرې راوځي.
26 له څښتن څخه وېره د انسان دپاره د امن ټینګه کلا دهاو د هغه د اولادونو دپاره کلکه پناه ګاه ده.
27 له څښتن څخه وېره د ژوند سرچینه دهچې انسان د مرګ له دامونو څخه ژغوري.
28 د پاچا شان او شوکت په ډېرو خلکو جوړ ويخو بې ولسه مشر له تباهۍ سره مخامخ کیږي.
29 څوک چې زر نه په قهریږي د ډېرې پوهې خاوند ويخو غوسه ناک سړی خپل جهالت ښکاره کوي.
30 ارام فکر بدن ته روغتیا ورکويخو کینه هډوکي وراسته کوي.
31 څوک چې په غریبانو ظلم کوي نو د هغوی د خالق سپکاوی کويخو څوک چې په مظلومانو رحم کوي نو د خالق درناوی کوي.
32 بدکاره انسان په خپلو عملونو ځان تباه کويخو نېک انسان د مرګ په خوله کې هم پناه اخلي.
33 حکمت د عقلمن انسان په زړه کې تلپاتې وياو د کم عقلانو په منځ کې هم خپل ځان څرګندوي.
34 په صداقت سره یو قوم سرلوړی کیږيخو ګناه د هغوی د رسوایۍ سبب ګرځي.
35 پاچا د هوښیار خدمتګار څخه خوشحالیږيخو څوک چې د شرم کارونه کوي د هغه د قهر سبب کیږي.