متلونه
څپرکی 7
ای زما زویه! زما خبرې په یاد ساتهاو حکمونه مې د خزانې په څېر په خپل زړه کې وساته.
2 زما په حکمونو عمل کوه چې نېکمرغه ژوند ولرېاو زما تعلیم د خپلو سترګو د کسي په شان وساته.
3 هغه په خپلو ګوتو پورې وتړهاو د خپل زړه په تخته یې ولیکه.
4 حکمت ته خپله خور ووایهعقل او پوهه ډېر نژدې خپلوان وګڼه
5 نو دوی به تا د بل چا د ښځې نه لېرې وساتيد هغې ښځې نه چې غوړې خبرې کوي.
6 زه یو وخت د خپل کور په کړکۍ کې ولاړ وماو د کړکۍ له جالۍ نه مې لاندې کتل
7 نو ساده ځوانان مې ولیدلاو د هغوی په منځ کې مېیو ناپوهه ځوان په نظر راغی.
8 هغه د هغې ښځې د کور په نژدې کوڅه کې روان ؤاو د هغې د کور په لور یې په ډاډه ډول قدمونه اخیستل.
9 د ماښام په وخت کې چې لمر پرېوتهتوره تیاره راغله او نیمه شپه شوه.
10 ناڅاپه یوه ښځه له هغه سره مخامخ شوهچې د بدلمنۍ کالي یې اغوستي وو او نیت یې ښه نه ؤ.
11 دا ښځه ډېره بې حیا او بې شرمه وهاو له کور نه بیرون تل سرګردانه ګرځېدله
12 او هر وخت به کوڅو او چوکونو ته تللهاو د ښار په هر ګوټ کې به په کمین کې ولاړه وه.
13 نو هغې له هغه نه په زور غاړه چاپېر کړه او ښکل یې کړاو په سپین سترګۍ یې هغه ته وویل:
14 «نن ما د قربانۍ غوښه پخه کړې دهاو خپل نذر مې پوره کړی دی.
15 په دې خاطر زه راووتلم چې ستا سره وګورماو غوښتل مې چې تا ولټوم او پیدا مې کړې.
16 ما د مصر قیمتي ټوکرونه او رنګارنګ څادرونهاو ښکلي پوښونه په خپل کټ باندې غوړولي دي.
17 ما په خپله بستره عطرکنډ، عود او دالچیني شیندلي دي.
18 زما سره لاړ شه چې تر سهاره په عشق ماړه شواو د یو بل له مینې نه خوند واخلو
19 ځکه مېړه مې په کور کې نشتههغه په یو لېرې سفر تللی دی.
20 د پیسو ډکه کڅوړه یې له ځان سره وړې دهاو د پنځلسمې سپوږمۍ تر راختلو پورې بېرته نه راځي.»
21 نو ښځې په خپلو ډېرو خوږو خبرو هغه مجبور کړاو په خپلو نرمو خبرو یې هغه بې لارې کړ.
22 نو هغه سمدلاسه په هغې پسې روان شولکه غویی چې حلالېدو ته روان شياو د غرڅه په شان چې په ټوپونو دام ته روان وي
23 ترڅو چې غشی یې ځیګر سوری کړيلکه مرغۍ چې د دام خواته په منډه روانه وياو نه پوهیږي چې خپل ژوند به له لاسه ورکړي.
24 نو ای زما زامنو! ماته غوږ ونیسئاو زما خبرو ته پوره پام وکړئ.
25 خپل زړه مه پرېږدئ چې د داسې ښځې طرف ته وګرځياو یا د هغې په غلطو لارو روان شي.
26 ځکه چې ډېر خلک یې ژوبل کړي دياو بې شمېره خلک یې وژلي دي.
27 د هغې د کور لارې د ګور په لور تللې ديچې د مرګ ژورې کندې ته لاندې کوزیږي.