متلونه

1 2 3 4 5 6 7 8 9 10 11 12 13 14 15 16 17 18 19 20 21 22 23 24 25 26 27 28 29 30 31


څپرکی 17

په سکون سره د سپورې ډوډۍ خوړل ښه ديد هغه کور نه چې په کې کڅپرکیونه د جنګونو سره وي.
2 هوښیار نوکر به د پلار په شرمېدلي زوی باندې حکم وکړياو د کورنۍ د نورو غړو په شان به په میراث کې برخه واخلي.
3 سره او سپین زر په اور ازمایل کیږيخو د انسان د زړه امتحان څښتن اخلي.
4 بدکاره انسان د شرارت خبرو ته غوږ نیسياو دروغجن انسان د تباهۍ خبرې اوري.
5 څوک چې په خوارانو ملنډې وهينو د هغوی د خالق سپکاوی کوياو څوک چې د بل په مصیبت خوشحالیږينو بې سزا به پاتې نه شي.
6 لمسیان د خپلو مشرانو د سر تاج وياو ماشومان په خپل مور او پلار فخر کوي.
7 که د بې عقله سړي دپاره لویې خبرې ښه کار نه وينو د یو مشر سړي دپاره به دروغجنه ژبه څومره نامناسبه وي.
8 رشوت د ورکوونکي په نظر د جادو په څېر دیهغه چې هر کار کوي نو بریالی کیږي.
9 د مینې غوښتونکی د نورو په ګناه پرده اچوياو د یوې خبرې تکراروونکی نژدې دوستان بېلوي.
10 په عقلمن انسان یوځل سزا ډېر تاثیر کويخو کم عقل که سل لښتې ووهل شي بیاهم اصلاح به نه شي.
11 بدکاره انسان یوازې د سرکښۍ په لټه کې ويخو سخته سزا به ورته ورکړل شي.
12 د یوې ایږې سره چې بچي یې چا پټ کړي ويمخامخ کېدل ښه دينه د یو کم عقل سرهچې په خپل جهالت ټینګ ولاړ وي.
13 که څوک د نېکۍ په بدل کې بدي کوينو له کور نه به یې هېڅکله بدي لېرې نه شي.
14 د دعوې شروع د اوبو د بند د سوري په شان دهنو د شخړو د شروع نه مخکې بحث بند کړه.
15 مجرم پرېښودل او د بې ګناه محکومولد دواړو نه څښتن کرکه کوي.
16 کم عقل انسان حکمت په پیسو نه شي اخیستلیځکه چې هغه د پوهې د تر لاسه کولو دپاره هېڅ نیت نه لري.
17 یو ملګری هر وخت مینه کوياو ورور د سختې ورځې دپاره پیدا شوی دی.
18 بې عقله سړی د بل چا په قرض کې لاس ورکوياو ناپوهه انسان د بل چا ضمانت په غاړه اخلي.
19 جګړه خوښوونکی ګناه خوښوياو په لوړو دېوالونو تکیه کوونکی ځان تباه کوي.
20 دروغجن انسان خیر او برکت نه مومياو د کږې ژبې خاوند په بدۍ او بلا اخته کیږي.
21 څوک چې کم عقل زوی زېږوي خپل غم زیاتوياو د بې عقله زوی پلار خوشحاله نه وي.
22 خوشحاله زړه شفا ورکوونکې دوا دهخو خفه روح د انسان هډوکي وچوي.
23 بدکاره انسان په پټه رشوت اخلياو انصاف تر پښو لاندې کوي.
24 د عقل خاوند حکمت ته تل سترګې په لار ويخو د کم عقل نظر د ځمکې هرې خواته وي.
25 کم عقل زوی د پلار غم زیاتوياو د مور دپاره دردونه پیدا کوي.
26 که یو بې ګناه انسان ته سزا ورکول ښه کار نه وينو رښتیني عزتمن خلک په لښته وهل هم مناسب نه دي.
27 د علم خاوند خپله ژبه په خپل واک کې ساتياو پوه سړی د ارام روح خاوند وي.
28 که حتی جاهل هم چوپ پاتې شي نو د حکمت خاوند شمېرل کیږياو هغه جاهل چې خوله پټه ساتي نو د عقل خاوند ګڼل کیږي.