متلونه

1 2 3 4 5 6 7 8 9 10 11 12 13 14 15 16 17 18 19 20 21 22 23 24 25 26 27 28 29 30 31


څپرکی 8

حکمت د یوې هوښیارې ښځې په څېر نارې وهياو پوهه په لوړ اواز خپل غږ پورته کوي.
2 هغه د لارې په غاړه په لوړو ځایونو ولاړه وياو د څلور لارو په سر ودریږي.
3 هغه د ښار د دروازو دننهد تګ راتګ د لارو په خوا کې نارې وهي:
4 «ای سړیو! زه په تاسو ټولو ته غږ کوماو په تاسو ټولو باندې اواز کوم.
5 ای ساده خلکو! په خپل ځان کې ځیرکتیا پیدا کړئ!ای کم عقلانو! د ښو او بدو ترمنځ فرق وکړئ!
6 غوږ ونیسئ! زه ستاسو دپاره ښې خبرې لرمچې په رښتینې ژبه به یې درته بیان کړم.
7 زه چې څه په خوله وایم، هغه رښتیا دياو ژبه مې له بدو خبرو نه کرکه کوي.
8 د خولې ټولې خبرې مې سمې ديیوه هم په کې کږه او غولوونکې نه ده
9 چې عقلمن انسان ته ټولې روښانه ديڅوک چې علم لري نو پوهیږي چې دا خبرې سمې دي.
10 د سپینو زرو په ځای زما نصیحت غوره کړئاو د سوچه سرو زرو په ځای علم حاصل کړئ
11 ځکه حکمت د لعلونو نه ډېر قیمتي دیچې له ارزښت سره یې ستا د خوښې هېڅ شی برابر نه دی.
12 زه حکمت یم او له ځیرکتیا سره یو ځای اوسېږماو علم او لیاقت تر لاسه کوم.
13 له څښتن څخه وېره له شرارت نه نفرت کول دينو ځکه له کبر، غرور، بدۍ او کږو خبرو نه کرکه کوم.
14 مشوره او حکمت زما کار دیزه عقلمن یم او زما سره قدرت دی.
15 پاچاهان زما په مرسته پاچاهي کوياو حکمرانان د انصاف پرېکړې کوي.
16 شهزادګان زما په مرسته حکومت کويواکداران او ټول عادل قاضیان فیصلې کوي.
17 زه له خپلو مینوالو سره مینه کومڅوک چې ما لټوي نو ما پیدا کوي.
18 دولت او عزت زما سره دیعدالت او تلپاتې شتمني زما ده.
19 زه د خالصو سرو زرو نه غوره مېوه ورکومچې حاصل یې له سوچه سپینو زرو نه بهتر دی.
20 د عدالت په لار روان یماو د انصاف په لارو تګ کوم
21 نو ځکه خپلو مینوالو ته شتمني ورکوماو د هغوی خزانې ډکوم.
22 څښتن له ټولو نه لومړیچې نور څه یې لا نه وو پیدا کړی، له هرڅه نه مخکېزه پیدا کړم.
23 له ازله یې زما د بدن برخې یوځای کړلېاو د دنیا له جوړېدو او د هرڅه نه مخکېزه موجود وم.
24 کله چې لا ژور دریابونه نه وو پیدا شوياو له چینو څخه اوبه نه وې راوتلېزه زېږېدلی وم.
25 مخکې له دی چې غرونه په خپل ځای ودریږياو غونډۍ رامنځته شيزه زېږېدلی وم.
26 مخکې له دی چې څښتن ځمکه او پراخه کروندې جوړ کړياو د دنیا لومړنۍ خاوره پیدا کړيزه زېږېدلی وم.
27 کله چې هغه اسمانونه په خپل ځای ودرولاو د دریاب په مخ یې د اسمان لمن راچاپېر کړهزه هلته وم.
28 کله چې هغه په اسمان کې ورېځې ځای په ځای کړېاو د ځمکې په مخ یې د اوبو چینې روانې کړېزه حاضر وم.
29 کله چې هغه دریابونو ته خپل حدود وټاکلچې اوبه یې له حکم نه سرغړونه ونه کړياو د ځمکې بنیاد یې کېښودزه هلته وم.
30 زه هر وخت د هغه په څنګ کې وماو زه هره ورځ خوشحالېدماو تل د هغه په حضور کې خوشحاله وم.
31 د نړۍ په ټوله ځمکه کې یې خوشحاله وماو د ټولو انسانانو نه خوشحالېدم.
32 نو ای زما زامنو! اوس ماته غوږ ونیسئبختور دي هغوی چې زما په لارو ځي.
33 زما نصیحت ته غوږ شئ او حکمت پیدا کړئهغه له پام نه مه غورځوئ او مخ ترې مه اړوئ.
34 بختور دی هغه څوک چې ماته غوږ نیسياو هره ورځ زما د کور په مخ کې ولاړ وياو زما د دروازې په درشل کې انتظار وباسي.
35 ځکه څوک چې ما پیدا کړي نو ژوند پیدا کوياو د څښتن رضا او خوشحالي حاصلوي
36 خو څوک چې ما نه پیدا کوي له ځان سره ظلم کويهرڅوک چې زما نه کرکه کوي له مرګ سره مینه کوي.»