متلونه

1 2 3 4 5 6 7 8 9 10 11 12 13 14 15 16 17 18 19 20 21 22 23 24 25 26 27 28 29 30 31


څپرکی 23

کله چې ته د اختیار د خاوند سره ډوډۍ خوړلو ته کښېنېنو ښه فکر وکړه چې ستا په مخکې څه دي.
2 که ته ډېر خېټور انسان هم یېنو په خپله مرۍ دې چاړه کېږده
3 او د خوندورو خوړو نه یې د یوې مړۍ تمه هم مه لرهځکه چې دا خوراک ستا د چل او تېرایستلو دپاره دی.
4 د شتمنۍ د لاسته راوړلو دپاره ځان مه ستومانه کوههوښیار اوسه او د داسې کار نه ځان وساته
5 ځکه ټوله شتمني به دېناڅاپه د باز په شان وزرې پرانیزياو د سترګو په رپ کې به اسمان ته والوزي او ختمه به شي.
6 د شوم سړي ډوډۍ مه خورهاو د خوندورو خوړو نه یې د یوې مړۍ تمه هم مه لره
7 ځکه هرڅه چې ته خورې هغه یې حسابوياو درته وایي چې راځه، ما سره وخوره او وڅښه!خو هغه د زړه له کومي دا خبره نه کوي.
8 کومه مړۍ چې دې خوړلې ده هغه به بېرته وګرځوېاو ټولې خوږې خبرې به دې له منځه لاړې شي.
9 کم عقل سړي ته هېڅکله نصیحت مه کوهځکه هغه ستا د هوښیارۍ کلام ته په سپکه سترګه ګوري.
10 د ځمکې د حد پخوانۍ تیږه مه بېځایه کوهاو د یتیمانو ځمکه په ظلم مه نیسه
11 ځکه چې د دوی ساتونکی زورور دیاو هغه به د دوی حق ستا نه واخلي.
12 د زړه له کومي نصیحت قبول کړهاو د علم او پوهې خبرو ته غوږ ونیسه.
13 د خپل زوی په اصلاح کې لټي مه کوه.که ته یې په لښته ووهې نو مړ به نه شي.
14 نو هغه ته په لښته سزا ورکړهچې روح یې د قبر نه وژغورل شي.
15 نو ای زما زویه! که ته د حکمت خاوند شېنو زړه به مې ډېر خوشحاله شي
16 او کله چې ته رښتینې خبرې کوېنو زړه مې د خوشحالۍ نه ټوپونه وهي.
17 خپل زړه مه پرېږده چې له ګناهکارانو سره بخیلي وکړيبلکې هر وخت د څښتن نه په وېره کې اوسه
18 نو باور ولره چې په راتلونکې کې ستا دپاره پوره امید دیاو هېڅکله به ستا هیلې له منځه لاړې نه شي.
19 نو ای زما زویه! ماته غوږ ونیسه او هوښیار اوسهاو خپل زړه دې په سمه لار باندې ټینګ وساته.
20 د شرابیانو سره ناسته ولاړه مه کوهاو د خېټورو خلکو سره چې ډېره غوښه خوښوي مه ګرځه
21 ځکه چې شرابیان او خېټور خلک به خوار شياو ډېر خوب به هغوی ته زاړه کالي واغوندي.
22 د خپل پلار خبرو ته دې غوږ ونیسه چې تاته یې ژوند درکړی دیاو د خپلې بوډۍ مور سپینو ویښتو ته په سپکه سترګه مه ګوره.
23 حقیقت حاصل کړه او هغه په بیه واخلهاو د پیسو په خاطر حکمت، نصیحت او عقل مه خرڅوه.
24 د نېک سړي پلار ډېر خوشحاله وياو هوښیار زوی د خپل پلار دپاره د خوښۍ سبب وي.
25 پرېږده چې ستا مور او پلار په تا خوښ اوسياو مور دې چې ته یې زېږولی یې خوشحالي وکړي.
26 نو ای زما زویه! خپل زړه دې ماته راکړهاو په ډېره خوشحالۍ زما په لارو قدم کېږده
27 ځکه زناکاره ښځه ستا دپاره ژوره کنده دهاو هغه د یوې تنګې څاه په څېر ده.
28 هغه د یو داړه مار په شان په کمین کې ناسته وياو د خلکو ترمنځ خیانت زیاتوي.
29 څوک دی چې افسوس کوياو څوک دی چې غمجن دی؟څوک دی چې شخړې جوړوياو څوک دی چې شکایت کوي؟څوک دی چې ناحقه زخمونه لرياو څوک دی چې سترګې یې سرې دي؟
30 دا هغه څوک دي چې تل شراب خورياو هر ډول شراب څښي او تل ورپسې ګرځي.
31 د شرابو سور رنګ ته په شوق مه ګورهچې په پیاله کې ځلیږياو په اسانۍ له ستوني نه تېریږي
32 خو په اخر کې د مار په شان چیچل کوياو د منګري په څېر د زهرو ډک وي.
33 ستا سترګې به هر ډول حیرانوونکي شیان وینياو په زړه کې به دې ګډې وډې خبرې ګرځي.
34 د هغه چا په شان به شې چې د دریاب دپاسه خوب کوياو د څپو په سر پروت ټالۍ وهي.
35 ته به ووایې: «هغوی زه ووهلم خو زه دردمند نه شوم.زه یې وټکولم خو پوه پرې نه شوم.کله به راویښ شم چې د شرابو یوه بله پیاله وڅښم؟»