متلونه

1 2 3 4 5 6 7 8 9 10 11 12 13 14 15 16 17 18 19 20 21 22 23 24 25 26 27 28 29 30 31


څپرکی 12

څوک چې نصیحت مني نو د علم سره مینه لريخو څوک چې له اصلاح نه کرکه کوي بې عقله دی.
2 ښه انسان د څښتن رضا او خوشحالي حاصلويخو هغه انسان ته سزا ورکوي چې بدې نقشې جوړوي.
3 هېڅوک د بدۍ له امله ټینګ نه پاتې کیږيخو د نېکانو ریښه هېڅکله له بېخه نه ویستل کیږي.
4 یوه مېړنۍ او پتمنه ښځهد خپل مېړه د سر تاج دهخو هغه ښځه چې د خپل مېړه د شرم سبب ګرځيد هډوکو د سرطان په شان ده.
5 د نېکانو ارادې په انصاف سره جوړیږيخو د بدکارانو بدې مشورې انسان غولوي.
6 د بدکارانو ژبه وینو تویولو ته تل په کمین کې دهخو د صادقانو ژبه د خلکو ژوند ژغوري.
7 بدکاران مړه کیږي او له منځه ځيخو د نېکانو د کور بنیاد به ټینګ ولاړ وي.
8 د انسان ستاینه د هغه د هوښیارۍ له مخې کیږيخو د غلط فکر خاوند ته په سپکه سترګه کتل کیږي.
9 ښه ده چې انسان عاجز وي او نوکر ولريله هغه چا نه چې ځان لوړ ګڼي او ډوډۍ نه لري.
10 نېک انسان په خپلو حیواناتو باندې هم پام کويخو د بدکارانو رحم هم له ظلم نه ډک وي.
11 څوک چې په خپله ځمکه کې کار کوي په ګېډه به موړ شيخو څوک چې د ورځې خوبونه کوي نو ناپوهه دی.
12 بدکاران له شر اچوونکو نه د لوټ شوي مال تمه کويخو د نېکانو ریښې تل تازه او حاصل ورکوي.
13 بدکاره سړی د خپلو بدو خبرو په دام کې نیول کیږيخو نېک انسان له سختۍ نه ژغورل کیږي.
14 انسان د خپلې خولې په هوښیارو خبرو مړیږياو د خپلو لاسونو د کار ثمره ورکول کیږي.
15 جاهل سړي ته خپلې لارې چارې سمې ښکاريخو د حکمت خاوند د نورو لارښوونې ته غوږ نیسي.
16 جاهل سړی خپل قهر زر ښکاره کويخو ځیرک انسان په خپله بې عزتۍ پرده اچوي.
17 رښتینی انسان په صداقت شهادت ورکويخو دروغجن شاهد د ټګۍ خبرې کوي.
18 د بې پروایۍ خبرې د تورې په څېر غوڅول کويخو د حکمت د خاوندانو ژبه زخمونو ته شفا ورکوي.
19 رښتینې خبرې تل ټینګې پاتې کیږيخو د دروغو مزل لنډ وي.
20 څوک چې بدې نقشې جوړوي په زړونو کې یې ټګي ويخو د سولې او سلامتۍ غوښتونکي به خوشحاله وي.
21 نېک انسان ته هېڅکله زیان نه رسیږيخو بدکاران به تل له مصیبت سره مخامخ وي.
22 څښتن له دروغ ویلو نه کرکه کويخو له رښتینو خلکو خوشحاله وي.
23 ځیرک انسان خپله پوهه پټه ساتيخو کم عقل خلک خپل جهالت ښکاره کوي.
24 زحمت انسان لوړ مقام ته رسويخو لټي د انسان نه غلام جوړوي.
25 اندېښمن زړه انسان په غم ککړويخو د زړه ښې خبرې انسان خوشحالوي.
26 نېک سړی د خپل ملګري په پېژندلو کې احتیاط کويخو د بدکارانو کړه وړه هغوی بې لارې کوي.
27 لټ انسان حتی خپل ښکار هم نه شي پخولیخو خواریکښ انسان خپل حاصلات زیاتوي.
28 د صداقت په لاره کې ژوندون دیاو په سمه لاره کې هېڅکله مرګ نشته.