متلونه

1 2 3 4 5 6 7 8 9 10 11 12 13 14 15 16 17 18 19 20 21 22 23 24 25 26 27 28 29 30 31


څپرکی 19

هغه غریب چې خپل ژوند په صداقت تېرويله هغه چا نه ښه دی چې کم عقل او دروغجن وي.
2 له علم پرته د خپلو غوښتنو ښکاره کول ښه کار نه دیځکه څوک چې بیړه کوي خپله لار خطا کوي.
3 انسان په خپل جهالت ځان تباه کوياو بیا ګناه او ملامتیا په څښتن اچوي.
4 شتمن سړی ډېر دوستان پیدا کويخو غریبي له انسان نه خپل ورور هم جدا کوي.
5 دروغجن شاهد به بې سزا پاتې نه شياو څوک چې دروغ بادوي د سزا نه به خلاص نه شي.
6 ډېر خلک له مشرانو نه مرسته غواړياو د تحفې ورکوونکي سره هرڅوک دوستي کوي.
7 که د غریب سړي نه ټول خپلوان کرکه کوينو دوستان به څومره ترې ځان لېرې ساتياو حتی د خبرو کولو کوښښ یې هم ځای ته نه رسیږي.
8 څوک چې پوهه حاصلوي نو د خپل ځان سره مینه کويبریالی دی هغه څوک چې پوهې ته په درنه سترګه ګوري.
9 دروغجن شاهد به بې سزا پاتې نه شياو څوک چې دروغ بادوي هغه به تباه شي.
10 که د کم عقل سره د عیش او عشرت ژوند ښه نه ښکارينو په شهزادګانو به د غلام حکومت کول څومره نامناسبه وي.
11 هوښیاري انسان له غوسې نه لېرې ساتياو څوک چې د بل په ګناه پرده اچوي سرلوړې به شي.
12 د پاچا قهر د غړمبېدونکي زمري په څېر دیخو رحم یې د پرخې په شان په شنو واښو وریږي.
13 کم عقل زوی د خپل پلار دپاره لوی مصیبت دیاو د جګړه مارې ښځې جنګ د تل څڅېدونکي چت په څېر دی.
14 کور او مال د مور او پلار نه په میراث پاتې کیږيخو هوښیاره ښځه د څښتن له خوا ښه تحفه ده.
15 لټي په انسان دروند خوب راولياو ناراسته انسان وږی پاتې کیږي.
16 څوک چې د څښتن په حکمونو عمل کوي نو خپل ځان ساتيڅوک چې د هغه لارو ته په سپکه سترګه ګوري نو مړ به شي.
17 څوک چې په غریب رحم کوي لکه څښتن ته چې پور ورکوياو څښتن به ورته د دې اجر ورکوي.
18 په پوره امید خپل زوی ته نصیحت کوههسې نه چې په اخر کې یې ژوند تباه شي.
19 پرېږده چې غوسه ناک انسان د خپل قهر نتیجه وګوري.که یوځل یې د سزا نه وژغورې نو بیا به یې تل ژغورې.
20 لارښوونه قبوله کړه او نصیحت واورهنو په اخر کې به د حکمت خاوند شې.
21 د انسان په زړه کې ډېرې نقشې ويخو هغه څه کیږي چې د څښتن خوښه وي.
22 مینه او وفا د انسان ښکلا دهاو یو غریب انسان د دروغجن نه غوره دی.
23 له څښتن څخه وېره انسان ته ژوند وربخښياو په مړه ګېډه شپه تېروياو د هرې بلا نه یې خوندي ساتي.
24 لټ انسان کاسې ته لاس غزولی شيخو خپله مړۍ خولې ته وړلی نه شي.
25 ملنډې وهونکي ته په لښته سزا ورکړهچې د ساده سړي د عبرت سبب شياو که د عقل خاوند اصلاح کړېهغه به نور هم علم حاصل کړي.
26 څوک چې په پلار لاس اوچتوي او مور له کوره شړينو داسې زوی شرم او رسوایي راوړي.
27 نو ای زما زویه! که ته نصیحت ته غوږ ونه نیسېنو د علم د خبرو نه به بې لارې شې.
28 بدکاره شاهد په انصاف پورې خندا کوياو بدکاران د شرارت نه خوند اخلي.
29 د ملنډو وهونکو دپاره سزا دهاو د کم عقلانو د ملا دپاره لښته ده.