متلونه

1 2 3 4 5 6 7 8 9 10 11 12 13 14 15 16 17 18 19 20 21 22 23 24 25 26 27 28 29 30 31


څپرکی 20

شراب څښل انسان مسخره کوي او نشه شور او شخړې پیدا کوينو هرڅوک چې په دې اخته شي د حکمت خاوند به نه شي.
2 د پاچا غوسه د غړمبېدونکي زمري په څېر وېره پیدا کويڅوک چې هغه راپاروي نو خپل ځان تباه کوي.
3 د جنګ نه ځان ویستل انسان ته عزت ورکويخو هر جاهل سړی زر جګړې جوړوي.
4 لټ انسان د کښت په موسم کې قلبه نه کوياو د لو په وخت کې چې هر شی لټوي هېڅ نه مومي.
5 د انسان د زړه خیالونه د ژورې څاه د اوبو په شان ديخو د پوهې خاوند هغه ترې نه بهر راوباسي.
6 ډېر خلک د وفادارۍ دعوه کويخو هېڅوک یو وفادار انسان پیدا کولای نه شي.
7 نېک انسان خپل ژوند په صداقت تېروياو راتلونکی نسل به یې تل بختور وي.
8 کله چې یو پاچا د قضاوت په تخت کښېنينو څه چې یې په نظر بد وي د بوسو په څېر یې بادوي.
9 څوک ویلی شي چې زما زړه پاک دیاو زه پاک او بې ګناه یم؟
10 په ټګۍ سره اندازه کول او په غلطو کاڼو وزن کولدواړه د څښتن د کرکې سبب ګرځي.
11 حتی یو ماشوم هم په خپل سلوک سره ځان داسې ښایيچې ګوندې کارونه یې پاک او رښتیني دي.
12 غوږونه چې اوري او سترګې چې ګوريدواړه څښتن جوړ کړي دي.
13 که د خوب سره مینه کوې خوار به شېنو تل ویښ اوسه چې په ګېډه موړ شې.
14 اخیستونکی تل دا شکایت کوي چې «دا ښه نه دی! دا ښه نه دی!»خو کله یې چې واخلي نو بیا وایي: «ښه سودا مې وکړه!»
15 سره زر او قیمتي غمي ډېر زیات پیدا کیږيخو هغه شونډې چې د علم خبرې کوي نه مندونکې ګاڼه ده.
16 که څوک د یو پردي سړي ضمانت کوينو کالي دې ترې ګرو واخلياو بیا دې د پردیو په ضمانت کېد ځان سره امانت وساتي.
17 حرامه ډوډۍ خوږه ويخو وروسته یې خوله د خاورو ډکیږي.
18 خپلې نقشې تل په مشوره جوړوهاو له ښې مشورې پرته جنګ ته مه ځه.
19 غیبت کوونکی د نورو راز ښکاره کوينو له بېځایه خبرلوڅ انسان نه ځان لېرې ساته.
20 څوک چې په خپل مور او پلار لعنت وایينو د ژوند ډېوه به یې په توره تیاره کې مړه شي.
21 کوم میراث چې زر تر لاسه کیږينو په اخر کې به د برکت وسیله نه وي.
22 داسې مه وایه چې زه به د دې بدیو بدل اخلم.څښتن ته صبر وکړه چې ستا بدل واخلي.
23 څښتن په غلطو کاڼو وزن کولو نه کرکه کوينو د تلې غلط استعمال بد کار دی.
24 د انسان د ژوند لاره څښتن ټاکلې دهنو بیا څنګه څوک خپله لار پېژندلی شي؟
25 څوک چې په بیړه نذر مني او بیا فکر کوينو خپل ځان په دام کې نښلوي.
26 هوښیار پاچا بدکاران د غنمو په شان غوبل کوياو له ښو خلکو نه یې بېلوي لکه باد چې بوس بادوي.
27 د څښتن څراغ د انسان د روح لټون کويچې د هغه د زړه ټول رازونه ښکاره کوي.
28 مینه او وفا د یو پاچا کلکه ساتنه کويچې د مهربانۍ له امله به یې تخت تل ټینګ وي.
29 د ځوانانو عزت د هغوی قوت او قدرت دیاو سپین ویښته د مشرانو شان او شوکت دی.
30 د ادب لښته شرارت لېرې کوياو د اصلاح زخمونه د انسان زړه دننه پاکوي.