متلونه

1 2 3 4 5 6 7 8 9 10 11 12 13 14 15 16 17 18 19 20 21 22 23 24 25 26 27 28 29 30 31


څپرکی 28

بدکاران تښتي که څوک ورپسې روان هم نه ويخو نېکان د زمري په شان زړور وي.
2 په کوم وطن کې چې ګډوډي وي نو واکداران یې ډېر ويخو پوه او هوښیار مشران د دولت نظام ټینګ ساتي.
3 کوم غریب واکدار چې په خوارانو ظلم کويد هغه تېز باران په شان دی چې ټول فصل تباه کوي.
4 څوک چې له قانون نه سرغړونه کوي نو د بدکارانو ستاینه کويخو څوک چې د قانون تابعداري کوي نو د بدکارانو مخالفت کوي.
5 بدکاران په انصاف او عدالت نه پوهیږيخو څوک چې د څښتن لټون کوي هغوی په هرڅه ښه پوهیږي.
6 هغه غریب چې خپل ژوند په صداقت تېرويله هغه شتمن نه ښه دی چې د منافقت په لار روان وي.
7 هوښیار زوی په قانون باندې عمل کويخو د بد اخلاقانو ملګری خپل پلار سپکوي.
8 څوک چې له غریبانو نه سود اخلي او خپله شتمني زیاتوينو اخر به د هغوی مال د هغه چا شي چې په مسکینانو رحم کوي.
9 څوک چې له قانون نه سرغړونه کوينو څښتن د هغه له دعا نه کرکه کوي.
10 څوک چې صادقان بې لارې کوي او هغوی ته کنده کیندينو په خپله به په کې راوغورځیږيخو د پاک زړه خاوندان به ښه میراث تر لاسه کړي.
11 شتمن سړی خپل ځان د حکمت خاوند ګڼيخو غریب عقلمن د هغه د زړه د تل نه خبر وي.
12 کله چې نېکان بریالي کیږي نو ټول خلک خوشحالیږيخو کله چې بدکاران واک ته رسیږي نو خلک ترې پټیږي.
13 څوک چې خپله ګناه پټوي او په هغې پرده اچوينو بریالی به نه شيخو څوک چې په خپلو ګناهونو اقرار کوي او لاس ترې اخلينو په هغه به رحم وشي.
14 بختور دی هغه څوک چې هر وخت له څښتن څخه وېریږيخو څوک چې خپل زړه سخت کړي په بلا اخته کیږي.
15 بدکاره انسان چې په خوارانو حکومت کويد غړمبېدونکي زمري یا د ایږې په شان چې ناڅاپه یرغل کوي.
16 ناپوهه پاچا په خپلو خلکو ډېر ظلم کويڅوک چې د ناروا ګټې نه کرکه کوي تل خپل عمر اوږدوي.
17 که چا خپل لاسونه د بل په وینو سره کړي وينو د مرګ تر کندې پورې به سرګردانه وياو هېڅوک دې د هغه سره مرسته نه کوي.
18 څوک چې خپل ژوند په صداقت تېروي هغه به وژغورل شيخو څوک چې منافقت کوي نو ناڅاپه به راوغورځول شي.
19 څوک چې په خپله ځمکه کې کار کوي په ګېډه به موړ شيخو څوک چې د ورځې خوبونه کوي نو سخته غریبي به پرې راشي.
20 صادق انسان ته به ډېر زیات برکتونه ورکړل شيخو څوک چې ډېر زر شتمن کېدل غواړي نو بې سزا به پاتې نه شي.
21 دا ښه کار نه دی چې د چا طرفداري وشيحتی یو سړی د یوې مړۍ ډوډۍ دپاره هم بې انصافي کوي.
22 شوم سړی هڅه کوي چې زر شتمن شيخو په دې نه پوهیږي چې نېستي د هغه انتظار کوي.
23 څوک چې بل اصلاح کوي نو په اخر کې به عزتمن شيله هغه چا نه چې ډېره غوړه مالي کوي.
24 څوک چې د خپل مور او پلار مال په زور اخلياو وايي چې دا کومه ګناه نه دهنو د ورانکارو سره ملګرتیا کوي.
25 د وږو سترګو خاوند جنګ جګړې جوړويخو څوک چې په څښتن باور کوي نو آباد به شي.
26 څوک چې په خپل ځان ډاډه وي هغه کم عقل دیخو څوک چې د حکمت په لار روان وي خلاصون به ومومي.
27 څوک چې د مسکینانو سره مرسته کوينو له نېستۍ سره به مخ نه شيخو څوک چې پرې سترګې پټوينو لعنتونه به ورباندې ووریږي.
28 کله چې بدکاران واک ته رسیږي نو خلک ترې پټیږيخو کله چې هغوی بربادیږي نو نېکان آبادیږي.