متلونه

1 2 3 4 5 6 7 8 9 10 11 12 13 14 15 16 17 18 19 20 21 22 23 24 25 26 27 28 29 30 31


څپرکی 31

دا د لموییل پاچا خبرې دي چې مور یې ورته زده کړي دي.
2 «ای زما زویه! ای زما د ګېډې نه پیدا شویه زویهچې په نذرونو مې لاسته راوړی یې.
3 د ځوانۍ قوت دې په ښځو باندې مه ختموهاو په هغو لارو تګ مه کوه چې پاچاهان تباه کوي.
4 نو ای لموییله! پاچاهانو ته دا په کار نه ويشراب څښل د پاچاهانو سره ښه نه ښکارياو د نشې شوق د واکدارانو سره مناسب نه وي
5 هسې نه چې هغوی شراب وڅښي او حکمونه هېر کړياو ټول مظلومان له خپل حق نه محروم کړي.
6 نشه هغه چا ته ورکړه چې د مرګ په انتظار وياو شراب هغه چا ته ورکړه چې په غم اخته وي.
7 پرېږده چې هغوی وڅښي او خپله غریبي هېره کړياو بیا خپل دردونه په یاد رانه وړي.
8 د هغوی په ځای خبرې کوه چې د ځان دپاره څه نه شي ویلیاو د هغو غریبانو د حق دپاره چې د ګور په غاړه ولاړ دي.
9 خپله خوله خلاصه کړه او په انصاف قضاوت کوهاو د خوارانو او مسکینانو د حق ساتنه کوه.»
10 یوه مېړنۍ او پتمنه ښځه څوک پیدا کولای شي؟هغه د لعلونو نه ډېره ارزښتناکه وي.
11 مېړه یې په هغې پوره باور لرياو نه پرېږدي چې خاوند یې د څه شي محتاجه شي.
12 هغه په ټول ژوند کې د خپل مېړه سره ښه کوياو هېڅکله ورته تاوان نه رسوي.
13 هغه وړۍ او مالوچ پیدا کوياو په خوشحالۍ سره یې په خپلو لاسونو اوبي.
14 هغه د سوداګرو د کشتیو په شان ويچې خپل خواړه له لېرې ځای نه راوړي.
15 هغه سهار وختي په تیاره کې له خوبه راپاڅیږياو خپلې کورنۍ ته خواړه برابروياو وینځو ته د کارونو لارښوونه کوي.
16 هغه د ډېر فکر کولو نه وروسته ځمکه اخلياو د خپلې ګټې په پیسو باندې د انګورو باغ جوړوي.
17 هغه خپله ملا ټینګه تړياو خپلې مټې رانغاړي.
18 هغه پوهیږي چې سوداګري یې ګټوره دهنو د شپې تر ناوخته یې د کار دپاره څراغ لګېدلی وي.
19 هغه په خپلو لاسونو څرخه کوياو په خپلو ګوتو تار له دوک نه تاووي.
20 هغه غریبانو ته د مرستې لاس غزوياو د مسکینانو سره د سخاوت له مخې مرسته کوي.
21 هغه د واورې له یخنۍ څخه وېره نه لريځکه چې د کورنۍ ټولو غړو یې ګرم کالي اغوستي دي.
22 هغه د خپلې بسترې دپاره پوښونه جوړوياو د بانجاني رنګه ښه کتان څخه کالي تیاروي.
23 د هغې مېړه د ښار په دروازو کې مشهور وياو په جرګه کې ناست مشران یې د عزت خاوند بولي.
24 هغه د کتان کالي او کمربندونه جوړوياو وروسته یې په سوداګرو خرڅوي.
25 هغه د پت او عزت په لباس سمبال وياو د راتلونکې څخه وېره نه لري او خاندي.
26 هغه په حکمت سره خبرې کوياو ژبه یې له مهربانۍ نه ډکه روزنه ورکوي.
27 هغه د کور په ټولو چارو پوره پاملرنه کوياو هېڅکله د لټۍ ډوډۍ نه خوري.
28 اولادونه یې په یوه خوله هغه مبارکه ګڼياو مېړه یې هم د هغې ستاینه کوي:
29 «ډېرې ښځې د پت او عزت کارونه کويخو ته د هغو ټولو نه ښه یې.»
30 نازونه اداګانې غولوونکې او حسن فاني ويخو کومه ښځه چې له څښتن څخه وېریږي نو د ستاینې وړ وي.
31 د هغې د لاسونو د کار ثمره ورکړئاو د خلکو په منځ کې یې د کار ستاینه وکړئ.