متلونه

1 2 3 4 5 6 7 8 9 10 11 12 13 14 15 16 17 18 19 20 21 22 23 24 25 26 27 28 29 30 31


څپرکی 6

ای زما زویه! که د چا ضمانت دې په غاړه اخیستی ويیا دې د پردي سړي په قرض کې چا ته لاس ورکړی وي
2 نو د خپلې ژبې د خبرې له امله په دام کې رانیول شوی یېاو د خپلې خولې د خبرو په لومه کې نښتی یې.
3 نو ای زما زویه! بیا داسې وکړه چې ځان ترې وژغورهځکه چې ته د هغه سړي په لاسونو کې لوېدلی یې:هغه ته په ډېره عاجزۍ ورشه او عذر زاري ورته وکړه.
4 مه ویده کېږهاو یوه شېبه هم ارام مه کوه.
5 لکه د هوسۍ په شان ځان د ښکاري له منګولو وژغورهاو د مرغۍ په څېر ځان د دام لرونکي له لاسه خلاص کړه.
6 ای لټ سړیه! د مېږي له ژوند نه عبرت واخلهد هغه په لارو چارو غور وکړه او حکمت پیدا کړه!
7 میږی نه کوم قوماندان لرياو نه کوم مشر او نه کوم آمر لري
8 خو د لو په وخت کې خپل خواړه راټولوياو په اوړي کې ځان ته خوراک ذخیره کوي.
9 نو ته لټ به ترڅو پورې پروت یېاو کله به له خوبه راپاڅېږې؟
10 که ته وایې: «نور به هم ویده شماو لاس به د سر لاندې کېږدم چې ارام وکړم»
11 نو غریبي به د داړه مار په شان په تا راشياو نېستي به د وسله وال غل په څېر درباندې یرغل وکړي.
12 شر اچوونکی انسان بېکاره او بېځایه ګرځياو په خوله کږې وږې خبرې کوي.
13 هغه سترګې وهياو بېځایه پښې دربوياو په ګوتو اشارې کوي.
14 په خپل زړه کې تل بدې نقشې جوړوياو جنګ او جګړې ته لمن وهي.
15 نو ځکه به سمدلاسه لوی مصیبت پرې نازل شياو ناڅاپه به ټوټې ټوټې شي چې د جوړېدو به نه وي.
16 شپږ شیان دي چې څښتن ترې نفرت کوياو اووه شیان دي چې د هغه په نظر د کرکې وړ دي:
17 کبرجنې سترګې او دروغجنه ژبهاو هغه لاسونه چې بې ګناه وینه تویوي
18 هغه زړه چې بدې نقشې جوړوياو هغه پښې چې د بدۍ په لور په بیړه منډې وهي
19 هغه دروغجن شاهد چې تل دروغ بادوياو هغه څوک چې د ورونو ترمنځ جګړو ته لمن وهي.
20 نو ای زما زویه! د خپل پلار په حکم عمل وکړهاو د خپلې مور روزنه له پامه مه غورځوه.
21 د هغوی خبرې تل په خپل زړه کې یاد ساتهاو د هار په شان یې په خپله غاړه کې ګرځوه.
22 کله چې ګرځې نو خبرې به یې درته لارښوونه کويکله چې ویده شې نو روزنه به یې ستا ساتنه کوياو کله چې راویښ شې نو حکم به یې مشوره درکوي.
23 ځکه حکم یې ډېوه او روزنه یې رڼا دهنصیحت او سختې خبرې یې د ژوندون لار ده
24 ترڅو تا د بدلمنې ښځې نه وساتيله هغې ښځې نه چې نرمه ژبه لري.
25 په زړه کې د هغې د ښایست شوق مه کوهاو هغه مه پرېږده چې په سترګې وهلو دې د ځان غلام کړي
26 ځکه بدلمنه ښځه د یوې ډوډۍ په بیه اخیستل کیږيخو د بل چا ښځه به دې قیمتي ژوند ښکار کړي.
27 څوک په خپل لمن کې بل شوی اور وړلی شياو کالي یې ونه سوځیږي
28 او یا څوک په سرو سکروټو ګرځېدلی شيچې پښې یې په اور تڼاکې نه شي؟
29 نو دا د هغه چا په شان دی چې د بل له ښځې سره څمليهرڅوک چې هغې ته لاس وروړي بې سزا به پاتې نه شي.
30 څوک چې د نس د مړېدو په خاطر غلا کوينو خلک هغه غل ته په سپکه سترګه نه ګوري
31 خو که ونیول شي نو اووه چنده بیه به ورکوياو په بدل کې به یې د خپل کور ټوله شتمني خرڅوي.
32 څوک چې د بل له ښځې سره زنا کوي نو ناپوهه دیڅوک چې داسې کوي نو په حقیقت کې ځان تباه کوي.
33 هغه به له رسوایۍ او وهلو څخه خلاص نه شياو بې عزتي به ترې لېرې نه شي.
34 نو کینه او غیرت به یې په مېړه اور بل کړياو زړه به یې په بدل اخیستلو کې هېڅکله ونه سوځیږي.
35 هغه به د دې په بدل کې هېڅ ډول قرباني قبوله نه کړياو هرڅه چې ورکړې وبه یې نه مني.