متلونه

1 2 3 4 5 6 7 8 9 10 11 12 13 14 15 16 17 18 19 20 21 22 23 24 25 26 27 28 29 30 31


څپرکی 22

نېک نامي د ډېرې شتمنۍ نه غوره دهاو عزت د سرو او سپینو زرو نه بهتر دی.
2 شتمن او غریب په یو صفت کې شریک ديځکه چې څښتن د دواړو خالق دی.
3 ځیرک انسان بدي او بلا ویني او خپل ځان ترې ساتيخو ساده سړی د هغې په لور روان وي او سزا به یې ویني.
4 عاجزي د څښتن له وېرې پیدا کیږيچې انسان ته شتمني، عزت او نېکمرغه ژوند ورکوي.
5 د دروغجن انسان لار له اغزو او دامونو نه ډکه ويخو په چا چې خپل ځان ګران وي نو ځان ترې لېرې ساتي.
6 ماشوم په سمه لار روان کړه.که سپین ږیری هم شي نو مخ به ترې وانه ړوي.
7 شتمن په مسکینانو باندې حکومت کوياو پور اخیستونکی د پور ورکوونکي غلام دی.
8 څوک چې د بې انصافۍ تخم کري نو مصیبت به رېبياو د کبر کاسه به یې نسکوره شي.
9 بختور دی هغه څوک چې سخاوت کويځکه د خپلو خوړو یوه برخه خوارانو ته ورکوي.
10 ملنډې وهونکی وشړه نو شخړې به ورسره ختم شيبحثونه او پېغورونه به ورسره هم بند شي.
11 څوک چې د پاک زړه خاوند وي او خوږې خبرې کوينو پاچا به هم د هغه ملګری شي.
12 څښتن په علم او پوهه خپل نظر ساتيخو د خاینانو نقشې له منځه وړي.
13 لټ سړی له کور څخه نه وځي او وایي: «بهر زمری دی!که کوڅې ته ووځم نو مړ به مې کړي!»
14 د زناکارې ښځې خوله د ژورې کندې په څېر دهچا ته چې څښتن په غوسه وي نو په کې غورځیږي.
15 جهالت د ماشوم په زړه کې نغښتی ويخو د ادب لښته به یې ترې لېرې وباسي.
16 څوک چې په غریب ظلم وکړي او خپله شتمني ډېره کړياو شتمن ته تحفې ورکوي، نو اخر به نېستمن شي.
17 د حکمت د خاوندانو خبرو ته غوږ نیسه او ورته پام کوهاو زما تعلیم د زړه له کومي قبول کړه
18 نو که دا خبرې د زړه په تل کې وساتې او تل ستا په شونډو وينو خوشحالي به دې په برخه شي.
19 نو زه همدا نن تاته تعلیم درکومد دې دپاره چې په څښتن باندې پوره باور ولرې.
20 ما ستا دپاره دېرش نصیحتونه لیکلي ديچې د علم او نصیحت نه ډک دي
21 ترڅو تا پوه کړم چې رښتیا او د باور وړ خبرې زده کړېاو هغه چا ته رښتینی ځواب ورکړې چې ته یې رالېږلی یې.
22 د غریب د غریبۍ نه په غلا غلطه ګټه مه اخلهاو په محکمه کې د مسکینانو حق تر پښو مه لاندې کوه
23 ځکه څښتن به د دوی د حق ساتنه وکړياو هغوی به تباه کړي چې د دوی نه یې غلا کړې ده.
24 د غوسه ناک انسان سره ناسته ولاړه مه کوهاو د هغه چا سره ملګرتیا مه کوه چې زر په قهریږي
25 هسې نه چې د هغه عادتونه زده کړېاو خپل ځان په دام کې ونښلوې.
26 د بل چا په قرض کې لاس مه ورکوهاو مه د چا د پور ضمانت په خپله غاړه اخله.
27 که ته چېرته دا قرض ورنه کړېنو د خوب کټ او بستره به درنه یوسي.
28 د ځمکې د حد پخوانۍ تیږه مه بېځایه کوهکوم چې پلار او نیکه دې پخوا ایښودلې ده.
29 څوک چې په خپل کار کې مهارت ولريد پاچاهانو په حضور کې به خدمت کوياو د عامو خلکو خدمت به نه کوي.