متلونه

1 2 3 4 5 6 7 8 9 10 11 12 13 14 15 16 17 18 19 20 21 22 23 24 25 26 27 28 29 30 31


څپرکی 3

اای زما زویه! زما تعلیم مه هېروهاو زما حکمونه په خپل زړه کې ټینګ وساته
2 ځکه دا به ستا د عمر ورځې او کلونه ډېر کړياو سوله او سلامتي به در په برخه کړي.
3 مینه او وفا د خپل ځانه مه لېرې کوههغه د تل دپاره د خپلې غاړې هار کړهاو د خپل زړه په تخته یې ولیکه.
4 نو بیا به ته د خدای او انسان په نظر کې نېک وګڼل شېاو د یو هوښیار انسان په توګه وپېژندل شې.
5 په خپل ټول زړه په څښتن توکل کوهاو په خپل عقل او پوهه تکیه مه کوه.
6 په هر کار کې د هغه د حضور غوښتنه کوهنو هغه به ستا لارې هوارې کړي.
7 په خپل فکر ځان د حکمت خاوند مه ګڼهله څښتن څخه وېره کوه او له بدۍ نه مخ واړوه.
8 نو په دې به ستا بدن تل روغ وياو ټول وجود به دې تازه شي.
9 په خپلې شتمنۍ سره د څښتن عزت کوهاو د خپل ټول فصل لومړنۍ مېوه ورکوه
10 نو بیا به ستا ګودامونهله غلي دانې نه ډک شياو چاټۍ ګانې به دېد انګورو له شیرې څخه له خولې نه واوړي.
11 نو ای زما زویه! د څښتن اصلاح ته په سپکه سترګه مه ګورهاو کله چې تا رټي نو هېڅکله مه خفه کېږه
12 ځکه څښتن چې له چا سره مینه کوينو هغه ته سزا ورکويلکه یو پلار ته چې کوم زوی منلی وينو رټنه یې د محبت نښه ده.
13 بختور دی هغه څوک چې حکمت حاصل کړياو هغه څوک چې پوهه پیدا کړي
14 ځکه چې د هغې ثمره له سپینو زرو نه غوره دهاو حاصل یې له سرو زرو نه ډېر زیات دی.
15 هغه د لعلونو نه ډېر قیمتي دیچې له ارزښت سره یې ستا له خوښې هېڅ ګټه برابره نه ده.
16 د هغې په یو لاس کې اوږد ژوند دیاو په بل لاس کې یې دولت او عزت دی.
17 لارې یې خوشحالوونکې دياو ټولې لارې یې د سولې او سلامتۍ دي.
18 څوک چې هغې ته غېږ ورکوينو د هغوی دپاره د ژوندانه ونه دهاو بختور دي هغه څوکچې هغې ته ټینګه غاړه ورکوي.
19 څښتن په خپل حکمت سره د ځمکې بنیاد کېښوداو اسمانونه یې د خپلې پوهې په وسیله پیدا کړل.
20 د هغه د علم په وسیله د ځمکې په تل کې د اوبو چینې روانیږياو له ورېځو نه یې باران او پرخه په ځمکه راوریږي.
21 نو ای زما زویه! پوهه له خپله نظره مه لېرې کوهاو په خپل ځان کې د حکمت او لیاقت ټینګه ساتنه کوه.
22 دوی به ستا روح تازه ساتياو دا به ستا د غاړې د فضل هار وي.
23 نو بیا به په ډاډه زړه په خپله لار روان شېاو ستا پښه به په تیږه نه لګیږي.
24 کله چې ته ویده کېږې نو نه به وېرېږېاو د څملاستو په وخت کې به په خواږه خوب ویده کېږې.
25 نو له ناڅاپي بلا نه مه وېرېږه کله چې په تا راشياو نه د هغه توفان له تباهۍ نه چې په بدکارانو راځي
26 ځکه څښتن به تل ستا ساتونکی ويچې پښه دې په دام کې ونه نښلي.
27 ترڅو چې د نېکۍ کولو توان لرېنو د مسکینانو سره له مرستې نه ډډه مه کوه.
28 کله چې څوک ستا نه څه وغواړي او ته یې ولرېنو ورته مه وایه چې نن لاړ شه او سبا راشه، بیا به یې درکړم.
29 د خپل ګاونډي په خلاف د زیان رسولو اراده مه لرهڅوک چې ستا په خوا کې اوسیږي او په تا باور کوي.
30 ترڅو چې چا تاته زیان نه وي رسولینو په هغه باندې بېځایه تور مه لګوه.
31 د ظالم انسان سره بخیلي مه کوهاو د هغه د لارې پیروي مه کوه.
32 ځکه څښتن له هغه چا نه کرکه کوي چې په غلطه لار روان ويخو هغه د رښتینو خلکو سره د دوستۍ اړیکې لري.
33 د څښتن لعنت د بدکاره انسان په کور باندې وریږيخو هغه د نېکو خلکو په کورنیو باندې برکت وروي.
34 هغه په ملنډو وهونکو خندا کويخو په عاجزانو خپل فضل کوي.
35 د حکمت خاوندانو ته عزت په میراث کې رسیږيخو کم عقلان به د شرم سره مخامخ کیږي.