متلونه

1 2 3 4 5 6 7 8 9 10 11 12 13 14 15 16 17 18 19 20 21 22 23 24 25 26 27 28 29 30 31


څپرکی 4

اَای زما زامنو! د خپل پلار نصیحت ته غوږ ونیسئاو هغه ته پام وکړئ چې عقل زده کړئ
2 ځکه چې زه تاسو ته ښه تعلیم درکومنو زما ښوونه او روزنه مه هېروئ.
3 کله چې زه د خپل پلار ځوان زوی وماو د خپلې مور په نظر یوازېنی او نازولی ماشوم وم
4 پلار مې ماته لارښوونه کوله او راته ویل به یې:«زما خبرې دې په خپل زړه کې ټینګې وساتهاو زما په حکمونو عمل کوه چې نېکمرغه ژوند ولرې.
5 حکمت حاصل کړه، عقل پیدا کړهزما کلام مه هېروه او مخ ترې مه اړوه.
6 حکمت له لاسه مه ورکوه نو ستا ساتنه به کوياو ورسره مینه کوه نو ستا حفاظت به کوي.
7 حکمت تر ټولو لوړ مقام لري نو حاصل یې کړهاو د خپلې ټولې شتمنۍ په بیه عقل تر لاسه کړه!
8 په درنه سترګه ورته ګوره نو تا به سرلوړی کړي.که ورته غاړه ورکړې نو ته به عزتمن شې.
9 ستا په سر به د افتخار شمله کېږدياو ښکلی تاج به در په سر کړي.»
10 نو ای زما زویه! ماته غوږ شه او خبرې مې ومنهنو په دې کار سره به دې عمر ډېر شي.
11 تاته مې د حکمت لار وښودلهاو ته مې د صداقت په لارو روان کړې.
12 په ګرځېدو کې به دې پښه په څه شي نه لګیږياو په منډه وهلو کې به نه ښویېږې.
13 نصیحت ته مې غاړه کېږده او له لاسه یې مه ورکوهټینګه ساتنه یې وکړه ځکه چې هغه ستا ژوند دی.
14 د بدکارانو په لار قدم مه ږدهاو د شر اچوونکو په لار تلل مه کوه.
15 ځان ترې وساته او پرې مه ځهمخ ترې واړوه او ورڅخه تېر شه.
16 ځکه دوی ته خوب نه ورځي چې چا ته یې زیان نه وي رسولیاو تر هغې نه ویده کیږي ترڅو چې بل یې نه وي غورځولی.
17 شرارت ورته د ډوډۍ په شان وي چې تل یې خورياو ظلم ورته د شرابو په څېر دی چې تل یې څښي.
18 خو د نېکانو لار د سباوون د رڼا په شان دهچې روښنایي یې زیاتیږي ترڅو د غرمې رڼا لګیږي.
19 د بدکارانو لار د تورې تیارې په شان دهاو په دې نه پوهیږي چې د لوېدلو سبب یې څه دی.
20 نو ای زما زویه! خبرو ته مې پام کوهاو څه چې درته وایم نو په غور یې واوره.
21 هغه له خپل نظر نه مه لېرې کوهاو د زړه په تل کې یې تل وساته.
22 څوک چې یې مني نو هغه ته اوږد ژوند ورکوياو ټول وجود ته یې شفا وربخښي.
23 له هرڅه نه لومړی د خپل زړه پوره پام ساتهځکه چې زړه دې د ټول ژوند سرچینه ده.
24 له خپلې خولې نه دې کږې وږې خبرې لېرې کړهاو له غولوونکو خبرو نه خپله ژبه وساته.
25 خپلې مخې ته سم او مخامخ ګورهاو سترګې دې هماغه لور ته ونیسه.
26 د خپلو قدمونو په لار پوره فکر وکړهنو بیا به دې د ژوند ټولې چارې ډاډمنې شي.
27 یو قدم هم ښي او کیڼ خواته مه ګرځهاو خپلې پښې له بدۍ نه لېرې وساته.