حزقى‌ايل

1 2 3 4 5 6 7 8 9 10 11 12 13 14 15 16 17 18 19 20 21 22 23 24 25 26 27 28 29 30 31 32 33 34 35 36 37 38 39 40 41 42 43 44 45 46 47 48


څپرکی 48

”دا هغه قبيلې دى چې نومونه يې دلته ليکلے شوى دى، د شمالى سرحد سره به د دان يوه حِصه وى، دا به د حتلون په لار ليبو‌حمات پورې وى، حصر عينان او د دمشق شمالى سرحد به حمات پسې وى دا به د مشرق طرف نه د مغرب طرف ته د دې د سرحد حِصه وى.
2 د آشر به يوه حِصه وى، د دې سرحد به د دان حدودو سره د مشرق نه مغرب پورې وى.
3 يوه حِصه به د نفتالى وى، دا به د آشر د علاقې د مشرق نه مغرب پورې وى.
4 يوه حِصه به د منسى د قبيلې وى، دا به د نفتالى د علاقې د مشرق نه مغرب پورې وى.
5 يوه حِصه به د اِفرائيم وى، دا به د منسى د علاقې د مشرق نه مغرب پورې وى.
6 يوه حِصه به د روبين وى، دا به د اِفرائيم د علاقې د مشرق نه مغرب پورې وى.
7 يوه حِصه به د يهوداه وى، دا به د روبين د علاقې د مشرق نه مغرب پورې وى.
8 د يهوداه د سرحد سره چې کومه علاقه د مشرق نه تر مغرب پورې ده دا به هغه حِصه وى چې تۀ يې د خاص تحفې په طور پېش کړې. دا به دولس نيم کيلوميټره پلنه وى، او د دې اوږدوالے د مشرق نه مغرب پورې به د يوې قبائيلى حصې برابر وى، د مالِک خُدائ کور به د دې په مينځ کښې وى.
9 هغه خاص حِصه چې تۀ يې مالِک خُدائ ته وقف کوې دا به دولس نيم کيلوميټره اوږده او لس کيلوميټره پلنه وى.
10 دا به د اِمامانو دپاره مقدسه حِصه وى. دا به په شمالى طرف دولس نيم کيلوميټره اوږده وى، او په مغربى طرف به پينځۀ کيلوميټره پلنه وى، مشرق طرف ته به پينځۀ کيلوميټره پلنه او جنوبى طرف ته به دولس نيم کيلوميټره اوږده وى. د دې په مينځ کښې به د مالِک خُدائ مقدس کور وى.
11 دا به د مقدسو اِمامانو، د صدوقيانو دپاره وى، څوک چې زما په خِدمت کولو کښې وفادار وُو او بې‌لارې نۀ شول څنګه چې ليويان شول کله چې بنى اِسرائيل بې‌لارې شول.
12 دا به هغوئ ته د زمکې د مقدسې حصې نه خاص تحفه، او د ټولو نه مقدسه حِصه وى، د ليويانو د علاقې سرحد سره به وى.
13 د اِمامانو علاقې سره نزدې، ليويانو ته به هم دولس نيم کيلوميټره اوږده او پينځۀ کيلوميټره پلنه زمکه ورکړے شى. د دې مکمل اوږدوالے به دولس نيم کيلوميټره او پلنوالے به يې پينځۀ کيلوميټره وى.
14 هغوئ به نۀ دا خرڅوى او نۀ به يې بدلوى. دا ښۀ زمکه ده او نۀ دى په کار چې نورو لاسونو ته لاړه شى، ځکه چې دا مالِک خُدائ ته مقدسه ده.
15 پاتې دولس نيم کيلوميټره پلنه او دوه نيم کيلوميټره اوږده زمکه به د ښار د عام استعمال دپاره، د کورونو او د څرن ځائ دپاره وى. ښار به د دې په مينځ کښې وى،
16 او د دې ناپونه به دا وى، شمال طرف به پاو باندې دوه کيلوميټره وى، جنوب طرف به پاو باندې دوه کيلوميټره وى، مشرق طرف به پاو باندې دوه کيلوميټره وى، او د مغرب طرف به هم پاو باندې دوه کيلوميټره وى.
17 د ښار دپاره د څرن ځائ به شمال ته يو نيم سل ګزه مربع وى، جنوب ته به يو نيم سل ګزه مربع وى، مشرق ته به يو نيم سل ګزه مربع وى، او مغرب ته به هم يو نيم سل ګزه مربع وى.
18 کومه پاتې علاقه چې د مقدسې حصې سره لګېدلې ده او دې سره په اوږدو تلې ده، دا به د مشرق طرف ته پينځۀ کيلوميټره او د مغرب طرف ته به هم پينځۀ کيلوميټره وى. د ښار کارکوونکو دپاره به د دې پېداوار خوراک ورکوى.
19 د ښار کار کوونکى څوک چې دا کَرى هغوئ به د بنى اِسرائيلو د ټولو قبيلو نه وى.
20 دا ټوله حِصه به هر طرف ته دولس نيم کيلوميټره مربع وى. د خاص تحفې په طور به تاسو مقدسه حِصه، سره د ښار د جائيداد يو طرف ته کړئ.
21 څۀ چې پاتې وُو د هغه علاقې په دواړو طرفونو کښې د مقدسې برخې سره او د ښار جائيداد دا به د شهزاده ملکيت وى. دا به د مشرق طرف ته دولس نيم کيلوميټره د مقدسې حصې نه تر مشرقى سرحد وى، او د مغرب طرف نه به دولس نيم کيلوميټره تر مغربى سرحده وى. دا دواړه علاقې چې د قبائيلى حِصو اوږدوالى پورې غزېدلې دى دا به د شهزاده ملکيت وى، او مقدسه حِصه به سره د خُدائ د کور د مقدس ځائ د دې په مينځ کښې وى.
22 نو د ليويانو جائيداد او د ښار جائيداد به د دې علاقې په مينځ کښې پروت وى چې د شهزاده ملکيت دے. کومه علاقه چې د شهزاده ملکيت دے هغه به د يهوداه او د بنيامين د سرحد په مينځ کښې پرته وى.“
23 ”نو دغه شان به د نورو قبيلو وى، د بنيامين به يوه حِصه وى، دا به د مشرق طرف نه تر مغرب طرف پورې وى.
24 د شمعون به يوه حِصه وى، دا به د مشرق نه تر مغرب پورې د بنيامين د علاقې سرحد وى.
25 د يساکار به يوه حِصه وى، دا به د مشرق نه تر مغرب پورې د شمعون د علاقې سرحد وى.
26 د زبولون به يوه حِصه وى، دا به د مشرق نه تر مغرب پورې د يساکار د علاقې سرحد وى.
27 د جاد به يوه حِصه وى، دا به د مشرق نه تر مغرب پورې د زبولون د علاقې سرحد وى.
28 د جاد د زمکې جنوبى پوله به د تامار د جنوب نه د مريبه قادِس د اوبو پورې وى، بيا به د مِصر د وادۍ سره لوئ سمندر پورې تلې وى.
29 دا هغه زمکه ده چې تاسو به يې د ميراث په طور د بنى اِسرائيلو د قبيلو په مينځ کښې تقسيم کړئ، او دا به د هغوئ حِصه وى، مالِک قادر مطلق خُدائ فرمائى.“
30 ”دا به د ښار نه د وتو دروازې وى. د شمال طرف دېوال کوم چې پاو باندې دوه کيلوميټر اوږد دے،
31 په دې کښې به درې دروازې چې د بنى اِسرائيلو د قبيلو په نومونو ياديږى. د روبين دروازه، د يهوداه د دروازه، او د ليويانو دروازه.
32 مشرق طرف ته چې کوم پاو باندې دوه کيلوميټره اوږد دېوال دے په هغې کښې به درې دروازې وى، د يوسف دروازه، د بنيامين دروازه او د دان دروازه.
33 د جنوب طرف ته، چې کوم پاو باندې دوه کيلوميټره دېوال دے، په کښې به درې دروازې وى چې به د شمعون دروازه، د يساکار دروازه او د زبولون دروازه ياديږى.
34 مغرب طرف ته چې کوم پاو باندې دوه کيلوميټره اوږد دېوال دے په کښې به درې دروازې وى، د جاد دروازه، د آشر دروازه او د نفتالى دروازه.
35 ټوله فاصله ګېرچاپېره به نهۀ کيلوميټره وى. او د هغې ورځې نه وروستو به د دې ښار نوم دا وى، مالِک خُدائ هلته موجود دے.“