حزقى‌ايل

1 2 3 4 5 6 7 8 9 10 11 12 13 14 15 16 17 18 19 20 21 22 23 24 25 26 27 28 29 30 31 32 33 34 35 36 37 38 39 40 41 42 43 44 45 46 47 48


څپرکی 10

کله چې ما بره وکتل، د وزرو والا د مخلوق د سر دپاسه په آسمان کښې ما نيلم کاڼے وليدو چې لکه د تخت په شان ښکارېدو.
2 مالِک خُدائ هغه سړى ته چا چې د کتان جامې اچولې وې وفرمائيل، ”د وزرو والا مخلوق د پايو د لاندې په مينځ کښې تېر شه. خپل لاسونه د سکروټو نه ډک کړه او په ښار يې وشينده.“ او چې ما وليدل هغه هم هغه شان دننه لاړو.
3 اوس د وزرو والا مخلوق د خُدائ د کور د جنوبى دروازې سره ولاړ وو کله چې هغه سړے دننه لاړو، نو وريځې دننه دربار ډک کړو.
4 نو بيا د مالِک خُدائ جلال د وزرو والا مخلوق دپاسه راوچت شو او د خُدائ د کور درشل ته لاړو. وريځو د خُدائ کور ډک کړو، او د هغۀ دربار د مالِک خُدائ د جلال د شغلو نه ډک وو.
5 د وزرو والا مخلوق د وزرو آواز د لرې پورې اورېدلے شو تر بهرنى درباره پورې، هغه داسې ښکارېدو لکه د قادر خُدائ د آواز په شان کله چې هغه خبرې کوى.
6 کله چې مالِک خُدائ هغه سړى له حُکم وکړو چا چې د کتان جامې اغوستې وې، ”د وزرو والا مخلوق د لاندې لاړ شه او د پايو د مينځ نه اور راواخله،“ هغه سړے لاندې ورغلو او د يوې پايې په خوا کښې ودرېدو.
7 نو بيا د وزرو والا په مخلوق کښې يو خپل لاس هغه اور ته وراوږد کړو کوم چې د هغوئ په مينځ کښې بلېدلو. هغۀ د هغه اور نه لږ راوچت کړو او د هغه سړى په لاس کښې يې واچولو چې د کتان جامې يې اغوستې وې، نو بيا هغه سړى اور واخستو او بهر لاړو.
8 نو ما بيا وکتل چې هر يو د څلورو وزرو والا مخلوق د وزرونو لاندې يو څيز ليدل کېدو چې د انسان د لاس په شان ښکارېدو.
9 ما وکتل چې، د هر يو څلور وزرو والا مخلوق سره په خوا کښې يوه پايه وه، او هغه پايې لکه د ايکوامرين کاڼو په شان ځلېدلې.
10 څلور واړه پايې يو شان ښکارېدې او يو رنګ جوړې شوې وې، او په هره يوه پايه کښې يوه بله پايه چورلېدله.
11 د وزرو والا مخلوق په څلورو واړو طرفونو حرکت کولے شو، چې هر اړخ ته به يې مخ وو نو بغېر د تاوېدو نه به تلے شول. هغوئ به بغېر د تاوېدو را تاوېدو نه هغه اړخ ته تلل کوم خوا به يې چې مخ وُو.
12 د هغوئ ټول بدن، د هغوئ د شاګانو په شمول، د هغوئ لاسونه او د هغوئ وزرونه په مکمل توګه د سترګو نه ډک وُو، لکه څنګه چې د هغوئ څلور پايې وې.
13 ما واورېدل چې پايو ته يې د ”چورلېدونکو پايو“ نامه ورکړه.
14 د هر يو وزرو والا مخلوق څلور مخونه وُو، اول مخ لکه د غوائى په شان وو، او دوېم مخ يې د انسان په شان وو، درېم مخ يې لکه د ازمرى په شان وو، او څلورم مخ لکه د باز په شان وو.
15 نو بيا دا وزرو والا مخلوق مخ په بره اوچت شو. دا هغه ژوندے مخلوق وو کوم چې ما د کبار د سيند په غاړه ليدلے وو.
16 کله چې به دې مخلوق حرکت کولو نو د هغوئ په خوا کښې پايو به هم ورسره حرکت کولو او کله چې به دې مخلوق خپلې وزرې خورې کړې چې د زمکې نه والوځى، نو پايو د هغوئ خوا نۀ پرېښودله.
17 هرکله چې به د وزرو والا مخلوق په آرام ودرېدل، نو پايې به هم ورسره ودرېدې، او کله چې به د وزرو والا مخلوق والوتلو نو پايې به هم ورسره والوتلې، ځکه چې د وزرو والا مخلوق روح په هغې کښې وو.
18 نو بيا د مالِک خُدائ جلال د خُدائ د کور درشل نه لاړو او د وزرو والا مخلوق دپاسه ودرېدو.
19 نو کله چې ما وکتل نو هغه مخلوق خپل وزرونه خوارۀ کړل او د زمکې نه اوچت شول، نو کله چې دوئ لاړل، هغه پايې د هغوئ سره لاړې. هغوئ د خُدائ د کور په درشل کښې نمرخاتۀ طرف ته ودرېدل، او د بنى اِسرائيلو د مالِک خُدائ جلال د هغوئ د سر دپاسه وو.
20 دا هغه ژوندے مخلوق وو کوم چې ما د بنى اِسرائيلو د خُدائ پاک د تخت د لاندې د کبار د سيند په غاړه ليدلے وو، نو زۀ په دې پوهه شوم چې دا هم هغه شان ژوندے مخلوق دے.
21 د هر يو څلور مخونه او څلور وزرونه وُو، او داسې يو څيز يې د وزرو لاندې وو چې په ليدلو کښې لکه د انسان د لاسونو په شان ښکارېدو.
22 د هغوئ مخونه بلکل هم هغه شان ښکارېدل کوم چې ما د کبار د سيند په غاړه ليدلى وُو. هر يو په تلو کښې نېغ تلو.