حزقى‌ايل

1 2 3 4 5 6 7 8 9 10 11 12 13 14 15 16 17 18 19 20 21 22 23 24 25 26 27 28 29 30 31 32 33 34 35 36 37 38 39 40 41 42 43 44 45 46 47 48


څپرکی 46

”مالِک قادر مطلق خُدائ داسې فرمائى چې، د دننه دربار دروازه کومه چې د نمرخاتۀ په طرف ده هغه دې د کار شپږ واړو ورځو دپاره بنده وى، خو د سبت په ورځ او د نوې مياشتې په ورځ به دا کولاو وى.
2 شهزاده دې دربار ته د بهر د طرف د برنډې د لار نه ورننوځى او د دروازې چوکاټ سره دې ودريږى. اِمامان دې خپلې سوزېدونکې قربانۍ وکړى او د سلامتيا نذرانې دې پېش کړى. هغه دې د دروازې په درشل کښې عبادت وکړى او بيا دې هغه بهر لاړ شى. خو دروازه به تر ماښام پورې کولاو وى.
3 د هر سبت په ورځ او د هرې نوې مياشتې په ورځ دې د دې مُلک خلق د دروازې په درشل کښې د مالِک خُدائ په حضور کښې عبادت وکړى.
4 سوزېدونکې نذرانه چې شهزاده يې مالِک خُدائ ته د سبت په ورځ پېش کوى دا به شپږ نران ګډورى او يو ګډ وى، ټول به بې‌عېبه وى.
5 د غلې نذرانه چې د ګډ سره ورکوى هغه به يوه ايفه وى او د ګډورو سره به په خپله خوښه د غلې نذرانه ورکړى، هر يو ايفه سره به څلور ليټره تېل پېش کړى.
6 د نوې مياشتې په ورځ به هغه يو غوَيے، شپږ ګډورى او يو ګډ پېش کړى چې ټول بې‌عېبه وى.
7 هغه به يوه ايفه د غلې نذرانه د غوَيى سره پېش کړى، او يوه ايفه به ګډ سره، او د ګډورو سره چې څومره غواړى هغه هومره دې ورکړى، او هرې يوې ايفې سره دې څلور ليټره تېل پېش کړى.
8 کله چې شهزاده ننوځى، هغه به د برنډې د لارې نه دننه لاړ شى، او په هم هغه لار به هغه بهر راشى.
9 کله چې د مُلک خلق د مالِک خُدائ وړاندې په مقررو اخترونو کښې راشى، هغه څوک چې په شمالى دروازه د عبادت دپاره راشى نو هغه به په جنوبى دروازه بهر لاړ شى، او هغه څوک چې په جنوبى دروازه راننوځى هغه به په شمالى دروازه باندې بهر لاړ شى. يو کس به هم په هغه دروازه واپس نۀ ځى په کومه چې راغلى دى، خو هر يو به په مخالف دروازه بهر وځى.
10 شهزاده به هم هغوئ سره يو ځائ دننه ځى کله چې هغوئ دننه ځى، او بهر به راوځى کله چې هغوئ بهر راوځى.
11 په اخترونو او مقرر شوو مېلو کښې، د غلې نذرانه به يو غوَيى سره يوه ايفه وى، يوه ايفه به د ګډ سره وى، او د ګډورو سره چې څومره غواړى هغه هومره دې ورکړى، او هرې يوې ايفې سره څلور ليټره تېل ورکړئ.
12 کله چې شهزاده د خپلې خوښې نذرانه مالِک خُدائ ته پېش کوى، کۀ هغه سوزېدونکې نذرانه وى او يا د سلامتۍ نذرانه وى، هغه دروازه چې مخ يې نمرخاتۀ طرف ته دے هغه به د هغۀ دپاره کولاو کړے شى. هغه به خپله سوزېدونکې نذرانه او يا د سلامتۍ نذرانه داسې پېش کړى څنګه چې هغه د سبت په ورځ کوى. بيا به هغه بهر لاړ شى، او د هغۀ د بهر تلو نه وروستو، به دروازه بنده کړے شى.“
13 ”تاسو به هره ورځ د يو کال بې‌عېبه ګډورے مالِک خُدائ ته د سوزېدونکې نذرانې دپاره پېش کوئ، تاسو به ضرور يو سحر بل سحر دا پوره کوئ.
14 تاسو به روزانه يو سحر بل سحر د غلې نذرانه پوره کوئ، چې د يوې ايفې شپږمه به وى او پاو باندې يو ليټر تېلو سره به اوړۀ واغږئ. مالِک خُدائ ته د دې غلې د نذرانې پېش کولو حکم د تل دپاره دے.
15 نو د ګډُورى، د غلې او د تېلو نذرانې به هر سحر په مسلسل توګه د سوزېدونکې نذرانې دپاره پېش کيږى.“
16 ”مالِک قادر مطلق خُدائ داسې فرمائى، کۀ چرې شهزاده د خپل وراثت نه يوه تحفه خپلو زامنو کښې يو زوئ له ورکړى، دا به د هغۀ د نسل وى، او دا به په ميراث کښې د هغوئ جائيداد وى.
17 خو کۀ چرې هغه د خپل وراثت نه يوه تحفه خپل يو نوکر له ورکړى، نو نوکر سره به دا تر د آزادۍ د کال پورې وى، خو بيا به دا واپس د شهزاده شى. د هغۀ ميراث صرف د هغۀ د زامنو دے.
18 شهزاده به د خلقو نه ميراث نۀ اخلى، هغوئ به د خپل جائيداد نه نۀ شړى. هغه به خپلو زامنو ته د خپل ميراث نه جائيداد ورکوى، تر دې چې زما په خلقو کښې يو هم د خپل جائيداد نه محرومه نۀ شى.“
19 بيا هغه سړى زۀ د دروازې په خوا کښې مقدسو کوټو ته بوتلم چې مخې يې د شمال ته طرف وې، کومې چې د اِمامانو وې، او ما ته يې د نمر پرېوتو طرف ته ځائ وښودلو.
20 هغۀ ما ته ووئيل چې، ”دا هغه ځائ دے چرته به چې اِمامان د ګناه د تاوان نذرانې او د ګناه نذرانې او د غلې نذرانې پخوى، ترڅو بهرنى دربار ته د مقدسو څيزونو د راوړلو نه منع شى هسې نه چې خلق مقدسو څيزونو له لاس وروړى او خپل ژوند په خطره کښې واچوى.“
21 بيا هغۀ زۀ بهرنى دربار ته راوستلم او په دې کښې يې ګوټ په ګوټ وګرځولم او ما په هر ګوټ کښې بل دربار وليدو.
22 د بهرنى دربار په څلور واړو ګوټونو کښې يو بل سره انښتى دربارونه وُو، چې اويا فټه اوږد او دوه پنځوس نيم فټه پلن وُو او په څلور واړو ګوټونو کښې هر يو دربار يو شان برابر وو.
23 دننه د څلور واړو دربارونو ګېرچاپېره د کاڼى يوه چجه وه، د چجې لاندې ګېرچاپېره د اور بلېدلو نغرى جوړ وُو.
24 هغۀ ما ته ووئيل چې، ”دا هغه باورچې خانې دى چرته به چې هغه څوک چې د خُدائ په کور کښې خِدمت کوى د خلقو قربانۍ پخوى.“