حزقىايل
څپرکی 27
د مالِک خُدائ کلام په ما نازل شو چې،
2 ”اے بنى آدمه، د صور په حقله د غم مرثيه ووايه.
3 صور ته ووايه، چې تۀ د سمندر په غاړه پروت يې او د سمندر د غاړې ډېرو خلقو سره تجارت کوې، مالِک قادر مطلق خُدائ فرمائى چې، اے صوره تا د خپل ځان په حقله وئيل چې زما د ښائست جواب نشته.
4 ستا حدونه د سمندر مينځ پورې رسېدلى دى. ستا جوړونکو ستا ښائست لاجوابه جوړ کړے دے.
5 تۀ لکه د سمندر د هغه کشتۍ په شان وې چې د حرمون د غرۀ د نختر لرګى نه جوړه شوې وې او هغوئ د دِيار لرګى د لبنان نه راوړل چې ستا دپاره يوه ستن ترې جوړه کړى.
6 هغوئ د څېړۍ لرګى د بسن نه راوړل او ستا د چلولو چپو يې ترې جوړ کړل، هغوئ ستا فرش د قبرص د نخترو نه جوړ کړو په دې باندې يې د هاتى د غاښونو کار وکړو.
7 ستا بادبان د مِصر د ګُلکارۍ د کتان نه جوړ وو، او دا ستا په سر باندې لکه د جنډې په شان رپېدو، ستا شاميانه د کاسنى او آسمانى رنګى کپړې وه چې د اِليسه د ساحلى علاقې نه راوړلے شوې وه.
8 د صيدا او ارود کسان ستا چپو وهونکى وُو. اے صوره، ستا هوښيار کسان ستا ماڼکيان وُو.
9 د جبل د علاقې نه په کار پوهه او هوښيار کسان په کشتۍ کښې وُو چې ستا چاؤدونه بند کړى. د سمندر ټولې کشتۍ او د دې ماڼکيان راغلل چې ستا د مال تجارت وکړى.
10 د فارس، لِديه او ليبيا فوجيان ستا په لښکر کښې شامل وُو. هغوئ خپل ډالونه او ټوپۍ ستا په دېوالونو راځوړند کړل چې تا ته شان و شوکت مِلاو شى.
11 د ارود او د حيلک سړو د هرې خوا نه ستا د دېوالونو حفاظت وکړو، او د جماد خلق ستا په برجونو کښې وُو. هغوئ خپل ډالونه ستا په دېوالونو راځوړند کړل، هغوئ ستا حُسن مکمل کړو.
12 ترسيس تا سره کاروبار وکړلو ځکه چې تا سره هر قسم سامان ډېر زيات مِلاوېدلو، او ستا د څيزونو په بدله کښې هغوئ تا ته سپين زر، اوسپنه، ټيم او سيکه درکوله.
13 يونان، توبل او مسک تا سره کاروبار وکړو، هغوئ ستاسو د سامان په بدل کښې غلامان او د زېړو څيزونه درکړل.
14 د بيتتُجرمه خلقو د څيزونو په بدل کښې تاسو له آسونه، جنګى آسونه او قچرې درکړې.
15 د ددان خلقو تاسو سره کاروبار وکړو، او د ډېرو ساحلى علاقو خلق ستا ګاهکان وُو، هغوئ تا ته د هاتى غاښونه او د آبنوس لرګى درکړل.
16 د شام خلقو تا سره کاروبار وکړو ځکه چې په تا کښې هر قسم څيز مِلاوېدو، هغوئ ستا د سامان په بدله کښې تا له زمرد کاڼى کاسنى او آسمانى رنګى کپړې، ګُلکارى، نرم کتان، مرجان او ياقوت درکول.
17 يهوداه او بنى اِسرائيلو تا سره کاروبار وکړو، او هغوئ ستا د څيزونو په بدله کښې تا ته د مِنيت نه غنم، اينځر، شات، د زيتُونو تېل او مصالحې درکړې.
18 دمشق تا سره د ډېر پېداوار او د مال د زياتوالى په وجه، کاروبار وکړو او د دې څيزونو په بدله کښې يې د حلبون مے او د صاحر وړۍ درکړه.
19 د ودان او يونان خلقو ستاسو نه څيزونه اخستل او د هغې په بدله کښې يې تاسو ته د کار اوسپنه او خوشبودارې مصالحې درکولې.
20 د ددان خلقو د آسونو د قيمتى زينونو کاروبار تاسو سره کولو.
21 د عربو او د قيدار ټول شهزادګان ستا خريدار وُو، هغوئ تاسو سره د ګډورو، ګډانو، او چېلو کاروبار وکړو.
22 د شيبا او راماه خلقو تا سره کاروبار وکړو، ستاسو د څيزونو په بدله کښې هغوئ تاسو له اعلىٰ مصالحې، قيمتى کاڼى او سرۀ زر درکول.
23 د حاران، کنه او عدن، د شيبا سوداګرو او د اسور او کِلمد خلقو هم تا سره تجارت وکړو.
24 ستاسو په بازارونو کښې هغوئ تاسو سره د ښکلې کپړې، د آسمانې رنګې کپړې، د ګُلکارۍ او د رنګينه قالينونو چې پړى ترې تاو وُو او چې ګُلکارۍ يې کلکې تړلے شوې وې کاروبار وکړو.
25 د ترسيس بيړو ستا د سامان په وړولو کښې مدد کولو، او د سمندر په زړۀ کښې تۀ د دروند مال نه ډکه وې.
26 ستا چپو وهونکو تۀ لوئ سمندر ته راورسولې، خو د مشرق هواګانې به تا د سمندر په مينځ کښې ماته کړى.
27 ستا مال دولت، د تجارت سامان او مال، ستا د بيړۍ ټول چلوونکى، جوړونکى او پوهان، ستا تاجران، او ستا ټول فوجيان، او نور ټول هغه کسان چې په کشتۍ کښې ناست دى به د سمندر په زړۀ کښې ډوب شى په کومه ورځ چې ستا کشتۍ تباه شى.
28 ستا د ماڼکيانو د چغو په وجه به د سمندر په غاړه خلق د يرې نه ولړزيږى.
29 هغه ټول چپو وهونکى به خپله کشتۍ پرېږدى، ماڼکيان او نور کار کوونکى به د ساحل په غاړه ودريږى.
30 هغوئ به خپل آواز اوچت کړى او په تا به سخته ژړا کوى، هغوئ به په خپلو سرونو خاورې او دوړې وشيندى او په ايرو کښې به ورغړى.
31 هغوئ به ستا په وجه خپل سرونه ګنجى کړى او د ټاټ جامې به واچوى. هغوئ به په تا په پرېشانه زړۀ سره ژړا وکړى.
32 کله چې هغوئ په تا باندې ژړا او وير کوى، هغوئ به ستا په حقله د غم مرثيه وائى، څوک لکه د صور په شان خاموشه وو، چې سمندر يې محاصره کړے وو؟
33 کله چې به ستا د تجارت مال په سمندر کښې نورو مُلکونو ته وړلے کېدو، تا ډېر مُلکونه ماړۀ کړل. ستا د ډېر مال دولت او مال سره تا د زمکې بادشاهان ماړۀ کړل.
34 اوس تۀ د سمندر په ژورو اوبو کښې مات او ډوب شوے يې، ستا سامانونه او ستا کارکوونکى ټول تا سره لاندې ډوب شول.
35 هر هغه څوک چې د سمندر په غاړه اوسيږى، هغوئ تا ته حېران دى، د هغوئ بادشاهان يرې اخستى دى او پرېشانه شوى دى او شکلونه يې د يرې نه په بله اوړېدلى دى.
36 د قومونو سوداګرو ستا په حقله په خپلو کښې وائى چې توبه توبه، کله چې هغوئ ستا خراب اَنجام وليدو او تۀ د تل دپاره نيست نابود شوې.“