حزقى‌ايل

1 2 3 4 5 6 7 8 9 10 11 12 13 14 15 16 17 18 19 20 21 22 23 24 25 26 27 28 29 30 31 32 33 34 35 36 37 38 39 40 41 42 43 44 45 46 47 48


څپرکی 19

د اِسرائيل د شهزادګانو په حقله دا مرثيه ووايه،
2 ستا مور د زمرو په مينځ کښې څۀ تکړه زمرۍ وه، هغه د ځوانانو زمرو په مينځ کښې پرته وه او خپل بچى يې لوئ کړل.
3 هغې خپل يو بچے لوئ کړو، او د هغۀ نه يو تکړه زمرے جوړ شو. هغۀ د ښکار کولو طريقه زده کړه، او انسانان يې خوړل.
4 مُلکونو د هغۀ په حقله واورېدل، او هغه يې په کنده کښې ګېر کړو. هغوئ هغه پېزوانى د مِصر مُلک ته بوتلو.
5 خو کله چې هغې خپل اُميد نامکمله وليدلو، د هغې طمع ختمه شوه، هغې خپل بل بچے راواخستو او د هغۀ نه يې يو تکړه زمرے جوړ کړو.
6 هغه د نورو زمرو په مينځ کښې ډاډه ګرځېدو راګرځېدو، ځکه چې هغۀ نه يو تکړه زمرے جوړ شوے وو. هغۀ د ښکار کولو طريقه زده کړه، او انسانان به يې هم خوړل.
7 هغۀ د هغوئ قلعې ماتې کړې او د هغوئ ښارونه يې تباه کړل. هغه مُلک او ټول هغه کسان چې په کښې اوسېدل د هغۀ د غړمبېدو نه يرېدل.
8 نو بيا د هغۀ نه ګېرچاپېره مُلکونو نه قومونه د هغۀ خلاف راغلل. هغوئ خپل جال د هغۀ دپاره خور کړو، او هغه د هغوئ په کنده کښې راګېر شو.
9 هغوئ هغه پېزوانى کړے راښکلو او په پنجره کښې يې بند کړو او هغه يې د څپرکیل بادشاه له راوستو. هغوئ هغه په قېدخانه کښې واچولو، ترڅو چې نور د اِسرائيل په غرونو د هغۀ غړمبېدل وانۀ ورېدلے شى.
10 ستاسو مور ستاسو د انګورو باغ کښې لکه د انګور د بوټى په شان وه چې د اوبو په سر کَرلے شوې وه. د ډېرو اوبو په وجه هغه مېوه داره او د څانګو نه ډکه شوه.
11 د هغې څانګې مضبوطې وې، او د بادشاهانو د امساګانو جوړولو دپاره جوګه وې. دا د نورو ګڼو بوټو نه ډېره زياته اوچته شوه، او د خپل ګڼوالى او اوچتوالى په وجه د هر چا په نظر راتله.
12 خو په غصه کښې دا د جرړو نه راوويستلے شوه او په زمکه وغورزولے شوه. د مشرق هواګانو دا مړاوې کړه، دا د مېوو نه خالى شوه، د دې مضبوطې څانګې وچې شوې، او اور هغه وسوزولې.
13 نو اوس دا په بيابان کښې په اوچه او تږې زمکه کښې وکرلے شوه.
14 اور د دې د يو خاص څانګې نه خور شو، او د دې مېوه يې وسوزوله. يوه مضبوطه څانګه په کښې پاتې نۀ شوه چې د بادشاه د امسا جوړولو جوګه وى. دا د غم يوه مرثيه ده، او د مرثيه په توګه استعمال شوې ده.